ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 926

افغان فوټسال ملي لوبډلې په نړيوال جام کې انګولا لوبډلې ته ماتې ورکړه

د فوټسال نړيوال جام په شپږمه لوبه کې افغان فوټسال ملي لوبډلې خپلې سيالې انګولا لوبډلې ته د ۶ پر ۴ ګولونو په توپير ستره ماتې ورکړه او په جام کې يې لومړۍ بريا خپله کړه.

د ۲۰۲۴ فوټسال نړيوال جام لوبې د اوزبيکستان هېواد په کوربتوب د نړۍ ۲۴ غوره لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

د دې جام په سیالیو کې له افغانستان سره په C ګروپ ارجنټاین، اوګرين او انګولا لوبډلې لوبېږي.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې مشر روزونکي مجید مرتضایي د فوټسال ملي لوبډلې دغه بریا یوه تاریخي بریا ګڼلې او ویلي یې دي، چې که څه هم سیالۍ سخته وه، خو موږ لوبه ښه اداره کړه او بریا زموږ شوه.

افغان فوټسال لوبډله به خپله دویمه لوبه د ارجنټاین پر وړاندې د روانې سپتمبر میاشتې پر ۱۸مه نېټه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ تر سره کړي.

د يادونې وړ ده، چې افغان فوټسال ملي لوبډله د لومړي ځل لپاره په فوټسال نړیوال جام کې لوبېږي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د بګرام ولسوالۍ له قومي مشرانو سره لیدنه کړې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري نن مخکې له غرمې د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ له ځایي قومي مشرانو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې ځایي مشرانو ویلي؛ په مختلفو دورو کې د بګرام د هوایي ډګر او نورو تأسیساتو رغولو پرمهال د دوی کرنیزې ځمکې لاندې شوې او دا چې دوی د ۲۰ کلن اشغال په اوږدو کې کډوال شوي وو، په ځينو برخو کې یې ملکیتونه د نورو خلکو لاس ته لوېدلي.

یادو مشرانو هیله څرګنده کړې، چې په یادو برخو کې دې ورته ځانګړې پاملرنه وشي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري سیمه ییزو مشرانو ته له هرکلي وروسته ویلي؛ دغه وزارت د ولس غږ دی او زموږ هڅه همدا ده، چې د خلکو غږ تر حکومته ورسوو او ملاتړ یې وکړو.

نوموړي قومي مشرانو ته ډاډ ورکړی؛ چې غوښتنې به یې اړوندو ادارو ته رسوي، تر څو د یادې موضوع په اړه پوره غور وشي او د دوی حقوق خوندي شي.

د مولوي مطیع الحق خالص او د اکشن ډیالوګ موسسې ارشد سلاکار لیدنه؛ قطر کې د افغانستان په اړه په جوړېدونکې غونډې خبرې شوي

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص په خپل کاري دفتر کې د اکشن ډیالوګ موسسې له ارشد سلاکار کمال اوکده سره په لیدنه کې د مختلفو چاپېریالي موضوعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د اکشن ډیالوګ موسسې ارشد سلاکار هرکلی کړی او د افغانستان د چاپېریال وضعیت په تړاو یې هر اړخیز معلومات ورکړي دي.

د اکشن ډیالوګ موسسې ارشد سلاکار د خپلو کړنو او فعالیتونو په هکله راپور وړاندې کړی او ویلي يي دي، د چاپېریال ساتنې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د سعودي عربستان او اندونیزیا له اړخه به دوی د دریم ګړي په حیث په نړیوالو غونډو او کنفرانسونو کې د افغانستان د استازو د ګډون لپاره اسانتیاوې برابرې کړي او هڅه به وکړي راتلونکي میاشت کې چې په قطر کې د افغانستان په تړاو کومه غونډه جوړیږي، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسولینو ته د ګډون زمینه برابره کړي.

کمال اوکده ویلي، موږ پلان لرو چې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون په تړاو دوه کنفرانسونه جوړ کړو.

ده همدا راز ژمنه کړې، چې اردن هېواد ته به د نوې کېدونکې انرژۍ په برخه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې کارکوونکو ته د سفر کولو زمینه برابره کړي.

د دې ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د اکشن ډیالوګ موسسې له استازو مننه کړې او ویلي يي دي، افغانستان ته د تېرو څو لسیزو جګړو او اشغال پر مهال د انساني ناورینونو سربېره د چاپېریال په برخه هم ډیر زیانونه اووښتي چې جبران یې ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.

نوموړي هیله څرګنده کړې، چې بشري موضوعات باید سیاسي نه شي.

د دې لیدنې په ترڅ کې دواړو خواوو پر ګډه همکارۍ او ګډ کار ټینګار کړی او ژمنه یې کړې، چې د بشریت د ژغورنې لپاره به جدي هلې ځلې کوي او کوښښ به وکړي چې چاپېریالي موضوعات له سیاست څخه بېل شي.

لغمان ولایت کې د شاهي کانال جوړونې چارې پیل شوې

د اوبو او انرژي وزارت وايي؛ دغه پروژه د ملا عبداللطیف منصور، د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر اخوندزاده، د لغمان والي شیخ شیراحمد حقاني، د وزارت د مقام سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د اسلامي امارت د لوړ پوړو مسولینو، سیمه ییزو مسولینو او د لغمان ولایت د ګڼ شمېر اوسېدونکو په شتون کې پرانیستل شوه.

د اوبو او انرژي وزیر د دغې پروژې په پرانیست غونډه کې د یادې پروژې ارزښت ته اشاره کړې او ژمنه یې کړې، چې هڅه کوي چې د دغه کانال د نورو برخو د پلي کولو امکانات هم چمتو شي.

ملا عبداللطیف منصور ویلي؛ د اوبو او انرژي وزارت له لوري په هېواد کې د اوبو او برېښنا د تولید بندونو د جوړولو په برخه کې ګڼ شمېر کارونه ترسره شوي او اوسمهال هم د پینځو نورو سترو بندونو د پروژو د پلي کولو لپاره امکانات چمتو شوي، چې چارې به یې په نږدې راتلونکي کې پيل شي.

په ورته مهال د لغمان والي شیخ شیراحمد حقاني ویلي؛ د شاهي کانال جوړونه نه یوازې د لغمان، بلکې د افغانستان د ټولو خلکو لپاره یوه ستره  او ارزښتناکه لاسته راوړنه ده.

له بلې خوا، د وزارت د سلاکار ډاکټر فاروق اعظم د شاهي کانال جوړونه د اوبو د مدیریت او د کرنې د پراختیا په برخه کې یو ستر ګام بللی.

همدغه راز د قراردادي شرکت مسول د پروژې د غوره پلي کېدو ژمنه کړې.

د یادونې وړ ده، چې شاهي کانال د لغمان ولایت په الینګار ولسوالي کې موقعیت لري.

دغه کانال په ټوله کې د دوو فازونو په درلودلو سره ۷۰ کیلو متره اوږدوالی لري او کابو ۲۰ زره هکتاره ځمکه خړوبوي.

د دغې پروژې لومړی فاز د ۳۰ کیلو متره په اوږدوالي سره په څلورو برخو(لاټونو) کې پلي کېږي او  پینځه زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.

د دغې پروژې د لومړي فاز لومړۍ برخه ۶.۶ کیلو متره اوږدوالی لري، چې د پلي کولو په موخه له دوو ودانیزو شرکتونو سره قرارداد شوی دی.

د جوزجان ولایت په ۲۰۰ بستریز روغتون کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د بیړنیو روغتیايي خدماتو څانګې جوړونې چارې پیل شوې

د عامې روغتیا وزارت وايي؛ د دې وزارت له لوري د جوزجان په ۲۰۰ بستریز ولایتي روغتون کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د بیړنیو روغتیايي خدماتو څانګې د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د جوزجان والي قاري ګل حیدر شفق، د جوزجان ولایت عامې روغتیا رییس قاري ذبیح الله حسیني او په یاد ولایت کې د یو شمېر نورو ادارو مسولینو شتون درلود.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د دغه روغتیايي څانګې په جوړېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي يي دي، د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې د هېواد ټولو وګړو ته د نورو برخو تر څنګ په روغتیايي برخه کې هم غوره خدمات وړاندې کړي، چې په همدې موخه د عامې روغتیا وزارت له لوري د اسلامي امارت له داخلي بودیجې څخه د یادې څانګې د جوړېدو لپاره ۲۵ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي، چې عملاً یې د جوړېدو چارې پیل او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

مولوي عبدالسلام حنفي همداراز زیاته کړې؛ یاده څانګه به په عصري ډول جوړه او په اړینو طبي تجهیزاتو به سمبال وي، چې په مرسته به یې د یاد ولایت اوسېدونکو ته د روغتیا په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته او تر ډېره به یې روغتیايي ستونزې حل شي.

له بل لوري د جوزجان عامې روغتیا رییس ویلي؛ د دې څانګې په جوړېدو سره به د یاد ولایت ناروغانو ته په اکسری، الټراساونډ، عاجل داخله او عاجل جراحي څانګو کې روغتیايي خدمات وړاندې کېږي.

لوګر کې د یوه کانال د جوړولو چارې د څه باندې ۷۱ زره ډالرو په لګښت پیل شوې

د اوبو او انرژي وزرات وايي؛ د لوګر ولایت د مرکز پل علم اړوند د خدر په سیمه کې د خدر کانال د جوړولو چارې د څه باندې ۷۱ زره ډالرو په ارزښت د لوګر د مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور، د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې رییس ملا محمد اسماعیل اخوندزاده او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسولینو او قومي مشرانو په شتون کې پيل شوې.

یاد کانال د یو کیلو متر په اوږدوالي سره د خوړو او کرنې نړیوال سازمان په مالي لګښت د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې جوړیږي، چې پکې یو زره او ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې او چارې به یې د پینځو میاشتو په موده کې بشپړې او ۶۰۰ هکتاره ځمکه به خړوبه شي.

هرات کې د څه باندې ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۵ ښوونیزو بنسټونو د بیارغونې چارې پیل شوې

پوهنې وزارت وايي؛ هرات ولایت کې د ۲۵ ښوونیزو بنسټونو د بیارغونې چارې د ۲۰ مېلیونه او ۱۶۴ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.

د پوهنې وزارت د مسولینو په وینا؛ د یاد وزارت له بودیجې څخه د هرات ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۲۰ مېلیونه او ۱۶۴ زره افغانیو په ارزښت د ۲۵ تعلیمي مرکزونو د ترمیم او بیارغونې چارې پیل شوې.

د هرات پوهنې رییس مولوي رحمت الله جابر د یادو پروژو د عملي چارو د پيل په ترڅ کې ویلي، چې دغه پروژې د پوهنیزو بنسټونو د بیارغونې او زده کوونکو په ځانګړي ډول د لرې پرتو او محرومو سيمو د زده کوونکو لپاره د مناسب ښوونیز چاپېريال د برابرولو په موخه پلې کېږي.

 نوموړي زياته کړې، په یادو پروژو کې د مدارسو او ښوونځيو اساسي ترميمول، د درسي ټولګيو بيارغونه او د نورو اړینو اسانتياوو برابرول شامل دي.

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د وحشتونو دوام؛ پر یوه ښوونځي د برید له امله د دوو ماشومانو په ګډون ۵ فلسطینیان شهیدان شوي

د وفا خبري اژانس د راپور له مخې، اسرائیلي یرغلګرو پرون ماښام د غزې ښار په سویل ختیځ کې د شهدا الزيتون په نوم پر یوه ښوونځي هوايي برید کړی، چې د دوو ماشومانو په ګډون ۵ فلسطینیان پکې شهیدان شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

په یاد ښوونځي کې فلسطیني بې‌ځایه شویو پناه اخیستې وه.

دغه‌راز د یادو پینځو فلسطینیانو په ګډون پرون شنبه د غزې ښار پر بېلابېلو سیمو د صهیونیستي یرغلګرو په بریدونو کې ۲۶ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د وفا د راپور له مخې، تازه اسرائیلي یرغلګرو د غزې په شمال ‘بیت‌لاهیا’ کې ځايي اوسېدونکي ته د خپلو سیمو او کورونو د سملاسي پرېښودو امر کړی.

صهیونیستي رژیم غزې کې خپلو وحشتونو ته دوام ورکړی او د دوی له لوري اعلان شوې خوندي سیمې هم خوندي نه دي.

پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې لږ تر لږه ۴۱ زره او ۱۸۲ فلسطینیان شهیدان شوي او ۹۵ زره او ۲۸۰ نور ټپیان شوي دي.

پر دې سربېره لږ تر لږه ۱۰ زره فلسطینیان تر ویجاړو شویو ودانیو لاندې دي.

د غزې د روغتیايي مسولینو په وینا؛ د شهیدانو او ټپیانو ډېری برخه ښځې او ماشومان دي.

پر غزه تړانګه د صهیونیستي یرغلګرو د بریدونو له امله نږدې دوه میلیونه فلسطینیانو هم د خپلو سیمو او کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۳/۱۱ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۶/۲۴هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۳۳ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۴۶ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۰ تنه و، ننګرهار، کنړ او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۳ زره او۸۱۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۷ کورنیو سره ټولې ۱۳۲ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۲۸ کورنۍ د تورخم په عمري کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۳۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

په تورخم کې کډوالو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم وېشل شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۳۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۳ کورنیو سره ټولې ۱۹۴ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۷۳ کورنۍ د تخته پل په کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۱۸۷ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۰۶ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۴۲۴ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې او کمپلې کډوالو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۷۵ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۲۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۶ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۹۸۷ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۸ کورنیو سره ټولې ۱۱۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

 ۱۶۷ کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلا بیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۲۰ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۶ کورنیو سره ټولې ۱۰۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷ تنه و، بغلان ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته دوه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:  ۱۰۰ کورنۍ او ۳۹۱ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۱۴ کورنۍ او ۵۷ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۷۴ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۲۳۲ عدده