ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 931

پکتیا کې د نږدې ۵۶ میلیونه افغانیو په لکښت جوړ شوی روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د عامې روغتیا وزارت وايي؛ مولوي نور جلال جلالي پکتیا ولایت ته د سفر په ترڅ کې په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې نږدې د ۵۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی شهید حبیب الرحمن روغتون پرانیست.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني، د یو شمېر نورو امارتي ادارو مسولینو او سیمه ییزو مشرانو هم شتون درلود، چې د لمړي ځل لپاره د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ په یوه لرې پرته سیمه (سرګل کلي) کې د یوه هېوادوال په شخصي لګښت یو روغتون جوړ، پر تجهیزاتو سمبال او پرانیستل شو.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د یادې سیمې اوسېدونکو ته د مبارکۍ ترڅنګ دا کړنه په سیمه کې د ولسونو د هوساینې لپاره یو ستر نوښت، اړین ګام او د روغتیا په برخه کې یې د بدلون زېری بللی، چې په مرسته به یې د ولسونو لپاره په بې ساري توګه روغتیايي خدمات وړاندې شي.

نوموړي د ولسونو لپاره د بنسټیزو پروژو د بشپړېدو په برخه کې د اسلامي امارت د ښکاره هڅو او کوښښونو څخه یادونه کړې، چې له ډلې یې د  یو افغان له لوري د دې روغتیايي مرکز جوړول وو.

ښاغلي جلالي همداراز د یاد روغتون د جوړېدو په موخه د یادې کورنۍ څخه د مننې سربېره زیاته کړې، اسلامي امارت ژمن دی، چې د وطن د ابادۍ، هېوادوالو ته د اسانتیاوو برابرېدو او د هېواد د رغونې په برخه کې د هر خیریه فعالیت ملاتړ وکړي.

له بل لوري د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني هم یاده کړنه ستایلې او ویلي يي دي، لومړی ځل دی چې په داسې لرې پرته سیمه کې د پکتیا ولسونو ته کار کېږې او دا یې د هېوادوالو لپاره د اسانتیاوو برابرېدو برخه کې یوه ستره لاسته راوړنه یاده کړې.

کرېکټ؛ د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو لوبډلې په ډاګه شوې

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي؛ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې نن د ۷م پړاو احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو لپاره د ګډون کوونکو ۴ لوبډلو نوملړونه وټاکل. 

د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۶مه نېټه پیل شي او د راتلونکې اکټوبر میاشتې تر ۲۶مې نېټې پورې به د ننګرهار ولایت په دوه بېلابېلو کرېکټ لوبغالو کې روانې وي.

د دغه سیالیو لپاره د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو او ټېسټ سیالیو لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د ماهیپر ستورو، د یو ورځنیو سیالیو مرستیال لوبډلمشر رحمت شاه زرمتی د پامیر لیجینډز، ځوان پیلیز توپوهونکی عبدالمالک د هندوکش سټرایکرز او ښي لاسی چټک توپ اچوونکی یمین احمدزی د میوند اتلان لوبډلې لوبډلمشران ټاکل شوي دي.

دغه سترې سیالۍ به ۴۲ ورځې دوام وکړي، چې په ترڅ کې به یې هره لوبډله د بلې پر وړاندې دوه ځلې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

هره لوبډله به په لومړي پړاو کې شپږ لوبې ترسره کړي او په ټوله کې به له ۱۲ لوبو وروسته د لومړي پړاو دوه مخکښې لوبډلې د یادو سیالیو پایلوبې ته لاره ومومي چې د اکټوبر میاشتې په ۲۲مه نېټه پیل شي.

احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو لپاره د لوبډلو نوملړونه په لاندې ډول دي:

ماهیپر ستوري: حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، اعجاز احمد ازاد مرستیال لوبډلمشر، یوسف شاه زرمتی او علي احمد ناصر ویکټ ساتونکي، عمران میر، ریاض حسن، الله نور ناصري، شمس الرحمن ولي خېل، فرمان الله ساپی، ظاهر خان، محمد ابراهیم، اکرام الله مومند، محمد ګل، امیر حمزه، کامل کاکړ او ظاهر شهزاد.

پامیر لیجینډز: رحمت شاه لوبډلمشر، ضیاءالرحمن اکبر مرستیال لوبډلمشر، اکرام علي خېل او مسعود ګربز ویکټ ساتونکي، شبیر نوري، عثمان نوري، سهیل خان زرمتی، اسلام ځاځی، اصف موسی زی، جمعه ګل، عصمت عالم، فطرت الله خاورې، عبدالله احمدزی، نجات مسعود، بشیر احمد او خیر محمد.

هندوکش سټرایکرز: عبدالمالک لوبډلمشر، طاهر عادل مرستیال لوبډلمشر، عبدالهادي او محمد شهزاد ویکټ ساتونکي، ارشادالدین ساپی، رحمن الله ځدراڼ، اېمل شاهین، بهیر شاه محبوب، لعل باز سینزی، محب الله زرمتی، نصیر خان معروف خېل، خلیل ګربز، ضیاءالرحمن شریفي، افتاب عالم او عبدالباقي پوپل.

میوند اتلان: یمین احمدزی لوبډلمشر، شاهدالله کمال مرستیال لوبډلمشر، افسر خان ځاځی او جلات خان موسی زی ویکټ ساتونکي، جاوید احمدزی، جمشېد ځدراڼ، شوکت زمان، رحیم الله زرمتی، ناصر جمال، یونس ځدراڼ، عبدالله تره خېل، محمد الله لوګری، نسیم منګل، سمیع الله سرمست، عرب ګل مومند او خلیل احمد.

احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ په ۲۰۱۷م کال کې پیل شوې، چې له هغه مهال راهیسې یې شپږ پړاونه ترسره شوي دي.

 ۷م پړاو به یې سږ کال ترسره شي، چې په ترڅ کې به یې د میوند اتلان لوبډله له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګې د پلان سره سم، په روان کال کې د وزیر اکبر خان دویمه او لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ، قوش تپه ملي شل اوریز جام سیالۍ، د زونونو په کچه د میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ، د زونونو په کچه د نجیب الله تره کي معلولینو وګړو شل اوریزې سیالۍ، لېسټ اې – یو ورځنۍ سیالۍ او نهم پړاو شپږیزه کرېکټ لیګ سیالۍ ترسره شوې او دا دی اوسمهال احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالي ترسره کېږي او له اړتیا سره سم به په راتلونکي کې دریم پړاو زرغون افغانستان جام سیالۍ هم ترسره شي.

پوهنې وزارت: څه باندې ۱۰ میلیونه زده کوونکي په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې په زده کړو بوخت دي

د پوهنې وزارت مسولینو نن (چهارشنبه، د وږي ۲۱مه نېټه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د پوهنې وزارت مسولینو په یاد خبري کنفرانس کې وویل؛ په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې یو میلیون ۴۴۵ زره او ۸۴۰ تنه نوي زده کوونکي جذب شوي، چې په دې سره په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې د زده کوونکو ټولیز شمېر څه باندې  لس میلیونه او  ۹۱۴ زرو ته رسېږي.

 همدا راز، د هېواد په کچه ۱۰۶ دولتي او ۲۱۰ خصوصي ښوونځي نوي تاسیس شوي، چې په دې سره د دولتي او خصوصي ښوونځیو ټولیز شمېر ۱۸ زره او ۳۳۷ ته لوړ شوی دی.

د یاد وزارت مسولینو زیاته کړه، په ټولیز ډول ۱۵۲ دولتي او خصوصي لومړنيو ښوونځیو، منځنیو ښوونځیو او ۱۱۹ دولتي او خصوصي منځنيو ښوونځيو لېسو ته ارتقا کړې ده.

همدارنګه ۱۲۳ ښوونځي او ۱۵۹ محلي ټولګي د کوچیانو ماشومانو ته ځانګړي شوي، چې اوسمهال ۴۱ زره او ۸۲۴ زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دي.

د یاد وزارت مسولینو وویل، د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې ۴۸۴ معلولو ماشومانو ته د ځانګړو زده کړو ښوونیزو مرکزونو کې د زده کړې زمینه برابره شوې او په ۱۹ ولایتونو کې درې زره او ۸۴۴ معلولو زده کوونکو ته درسي وسایل او امکانات برابر شوي دي.

د مسولینو زیاته کړه، دغه وزارت په تېر یوه کال کې د درسي کتابونو او مفرداتو د بیا کتنې او اصلاح او په ښوونیزو بنسټونو کې د خدمتونو وړاندې کولو د کیفیت ارزونې برخه کې پرله پسې هڅې کړي دي.

د پوهنې وزارت مسولینو وویل، له لومړي څخه تر دولسم ټولګي پورې ۱۶ میلیونه ۱۸۸ زره او ۹۳۹ ټوکه درسي کتابونه، د اسلامي زده کړو د مرکزونو لپاره ۶۱۷ زره او ۹۷۸ ټوکه درسي کتابونه او د سواد زده کړې ۲۹۴ زره او ۶۴۱ ټوکه کتابونه چاپ او وېشل شوي دي.

دغه راز د یاد وزارت مسولینو زیاته کړه، د څه باندې ۱۶ زره ښوونځیو د ښوونیز پلان له پلي کېدو او په ښوونیزو مرکزونو، محلي ټولګیو او سواد زده کړې پروګرامونو کې د څه باندې ۲۱ زره ښوونکو د تدریس له بهیر څخه څارنه شوې، چې له دې جملې څخه پينځه زره او ۷۶ ښوونکي د ظرفیت لوړونې پروګرامونو ته ورپیژندل شوي دي.

مسولین وویل، په تېر کال کې د وزارت ۲۴۸ زره او ۱۱۳ کارکوونکو او ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې پروګرامونه جوړ شوي او د هېواد په کچه د ۱۹ زره او ۶۶۹ مدرسو، یو زر او ۲۷۷ دارالحفاظونو، ۱۱۵ دارالعلومونو او ۳۹ دارالایتامونو په ګډون د اسلامي زده کړو ۲۱ زره او ۲۵۷ مرکزونه جوړ شوي، چې درې میلیونه ۶۸۷ زره او ۲۰۰ تنه پکې په اسلامي زده کړو بوخت دي.

یاد وزارت زیاته کړه، په تېر کال کې د هېواد دننه او بهر کې د اسلامي زده کړو مرکزونو د فارغانو د تحصیلي اسنادو ارزونې په موخه په مرکز او ولایتونو کې څه باندې ۲۰ زره د سویې د تثبیت فورمې وېشل شوې، چې د ازموینې تر اخیستو وروسته، درې زره او ۵۳۲ تنه خامسه او پینځه زره او ۸۷۹ مافوق الثانویه دورې ته بریالي شوي. همدا راز ۳۳۶ قاریان هم په یاده ازموینه کې کامیاب شوي دي.

د مسولینو په وینا، د پایلو او شهادنامو اسنادو د طی مراحلو او انتقال بهیر د ساده او ګړندۍ کولو په موخه، په دې وروستیو کې له افغان پوسټ سره د همکارۍ تړون لاسلیک شوی دی.

همدارنګه د لا زیاتو همکاریو د جلبولو په موخه له کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره د همکارۍ ۱۹ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي او درې زره او ۵۷۰ شکایتونو ته رسېدنه شوې ده.

د یاد وزارت مسولینو وویل، د دولسم ټولګي فارغانو ته ۳۰۳ زره شهادتنامې وېشل شوي او د فارغانو دوه میلیونه او ۹۰۰ زره قطعې نتایج په برېښنایي سيستم کې ثبت شوي دي.

دغه راز دوی زیاته کړه، په ښوونیزو بنسټونو کې د ازموینو کیفیت د ښه والي په موخه، د معیاري ازموینو بورډ او د معیاري پوښتنو بانک رامنځته کول، د پوهنې قانون د مسودې چمتو کول، د مدرسو د تاسیس او د جهادي مدرسو رامنځته کولو د قوانینو نافذول، په تېر کال کې د دغه وزارت له نورو اقداماتو څخه دي.

د مسولینو د معلوماتو له مخې، د ښوونځیو، مدرسو او اداري دفترونو د جوړولو لپاره ۸۰۴ جریبه ځمکه تدارک شوې، ۹۸۱ اساسي او ترمیماتي پروژې تر کار لاندې دي، په ولایتونو کې ۶۵۰ ښوونځي او مدرسې جوړ او یو زره او ۵۰۰ نور ښوونځي او مدرسې ترمیم شوي دي.

د اسلامي امارت رییس الوزرا: ټاپي پروژه د اسلامي امارت له سترو لاسته راوړنو او د افغانستان لپاره د پرمختګ بنسټ دی

د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا ملا محمدحسن اخوند او د ترکمنستان د ملي رهبر قربان قلي بردي محمدوف په شتون کې نن له غرمې مخکې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي او نورو پراختیایي پروژو(نفت او ګاز، انرژي او ټرانسپورټ) د کار پیل رسما پرانیستل شو.

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت د ترکمنستان اسلیم چشمه، ماري سیمه کې جوړ شول او د ترکمنستان جمهور رییس د ویډیو کنفرانس له لارې وصل و، تخنیکي مسولینو ته د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي او نورو پراختیایي پروژو(نفت او ګاز، انرژي او ټرانسپورټ) د کار د پیل لارښوونه وشوه او یادې پروژې رسما پرانیستل شوې.

 د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمدحسن اخوند په خپله وینا کې د افغانستان او ترکمنستان ملتونو، د ترکمنستان ملي رهبر، ولسمشر، مسولینو او ټولو ګډونوالو ته د دې تاریخي ورځې مبارکي وویله.

 ملا محمدحسن اخوند وویل، نن هغه ورځ ده چې له ډېرو کلونو راهیسې یې انتظار کېده او د دواړو هېوادونو خلکو د ډېرو ستونزو او کړاونو له ګاللو وروسته نن دا سترې پروژې پرانیستل شوې.

 نوموړي د دغو مهمو پروژو پرانیستې ته په اشارې وویل، دا د ترکمنستان د ملي رهبر او نورو مسولینو د نېک نیت او عاقلانه سیاست څرګندویي کوي.

دا پروژې به د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ دوستي لا زیاته او د دواړو هېوادونو ملتونو ته ډېرې ګټې ورپه برخه کړي.

 د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا اړوندو امارتي مسولینو ته لارښوونه وکړه، چې په امانتدارۍ، اخلاص او د هر ډول ستړو په ګاللو سره د دغو پروژو د چارو د بشپړېدو کوښښونه وکړي.

ملامحمدحسن اخوند د خپلې وینا په پای کې دعا وکړه، چې دغه لویې او پراختیایي پروژې دې خدای تعالی د دواړو هېوادونو د ملتونو او دولتونو د لانږدېوالي سبب وګرځوي.

 همدارنګه د ترکمنستان جمهور رییس سردار بردي محمدوف چې د ويډیو کنفرانس له لارې وصل و، د وینا پرمهال وویل، نن موږ د ټاپي، ټاپ او څو نورو لویو پروژو د بنسټ اېښودو شاهدان یوو.

 نوموړي زیاته کړه، د دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو، وروري، برابري او ښه ګاونډیتوب اړیکې د پراختیا په حال کې دي او د دغو مهمو پروژو پلي کېدل نه یوازې د افغانستان او ترکمنستان د ګټو، بلکې د سیمې لپاره هم ارزښت لري.

 همدارنګه دې مراسمو ته په وینا کې د ترکمنستان ملي رهبر قربان قلي بردي محمدوف وویل، نن د دواړو هېوادونو لپاره تاریخي ورځ ده او د دواړو هېوادونو په اړیکو کې نوی څپرکی پرانیستل کېږي.

 نوموړي زیاته کړه، د افغانستان او ترکمنستان اړیکې تاریخي دي. متقابل درناوی، وروري، برابري او د دواړو هېوادونو ترمنځ ښه ګاونډیتوب غوره بېلګه ده او په راتلونکي کې به دا اړیکې ترپخوا لازیاتې پراخه شي.

 د ترکمنستان ملي رهبر وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورت، مخابراتو، انرژي، برېښنا او نورو برخو کې همکارۍ د افغانستان لپاره ګټوره، د دواړو هېوادونو د حقیقي دوستي او د نوي څپرکي د پیل نمونه ده.

 نوموړي وویل، زموږ د سیاست مهمه برخه دا ده، چې له افغانانو سره په اقتصادي، سیاسي او ډیپلوماتیکو برخو کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوو.

 قربان قلي بردي محمدوف څرګنده کړه، یادې پروژې د افغانستان د اقتصاد، صنعت او ټولنیز ژوند د ودې لپاره ګټورې دي.

په دې پروژې سره ۱۲ زره افغانانو ته د کار زمینه برابرېږي.

دا پروژې به د افغانستان لپاره یو میلیارد ډالر کلنی عاید ولري.

له انتخاب شویو مسیرونو څخه په استفادې زموږ محصولات اروپا او نورو هېوادونو ته انتقالېږي او د مرکزي او جنوبي اسیا په نښلولو کې مهم رول لوبوي.

د یادونې ده، چې د ټاپي ګازو نل لیکه هغه سیمه ییزه پروژه ده چې د افغانستان له لارې د ترکمنستان ګاز پاکستان او هند ته لېږدوي.

دغه نل لیکه یو زر او ۸۲۱ کیلومتره اوږدوالی لري او د لېږد کلنی ظرفیت یې ۳۳ میلیارد متر مکعب او د ټرانزیټ له درکه یې افغانستان ته کلنی عاید ۴۰۰ میلیونه ډالر دی.

همدارنګه د تورغونډۍ د پراختیا پروژه چې دوه مرحلې لري له هرات څخه تر صنوبر پورې ۲۲ کیلو متره اوږده د اورګاډي کرښې او دویمه پروژه په یاد مسیر کې د تخلیې او بارګیرۍ په خاطر د هنګرونو، تاسیساتو او فرعي اورګاډي کرښې جوړول دي چې تقریبا د ۴۰ میلیون ډالرو په لګښت عملي کېږي.

 په همدې ترتیب نورالجهاد سب سټېشن د درې میلیونه ۵۳۹ زره او ۲۹۵ ډالرو په لګښت د افغانستان برېښنا شرکت په مالي ملاتړ جوړ شو د هرات ولایت برېښنا به ډاډمنه کړي او له ۱۱۰ څخه ۲۲۰ ته د هغه د ولتاژ په زیاتولو سره به تخنیکي ضایعات کم شي او نوري فایبر پروژه به افغانستان د ترکمنستان له لارې له اروپا سره وصل کړي او برعکس به ترکمنستان د افغانستان له لارې له پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو سره وصل کړي.

د ټاپي پروژې پرانیسته؛ د افغانستان د معاصر تاریخ له سترو پروژو او پرمختګونو يوه تاريخي ورځ

ټاپي پروژه د یو زر او ۸۰۰ کیلو مترو په اوږدوالي له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته د ګازو لیږدولو نل لیکه ده.

دا نل‌لیکه ۱۴۷ کیلو متره د ترکمنستان په خاوره کې، ۷۳۵ کیلو متره د افغانستان په خاوره کې د هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار له ولایتونو څخه په تېرېدو د کوټې له لارې په پاکستان کې د ۸۰۰ کیلو متره په اوږدوالي د ملتان ښار څخه په تېرېدو د هند فاضیلکا ته رسول کیږي.

د دې پروژې ټول لګښت ۲۲.۵ میلیارده ډالر ښودل شوی دی.

افغانستان به د دې پروژې له لارې هر کال کابو ۵۰۰ میلیونه ډالر د ترانزيټ او کله چې بشپړه شوه، تر لسو کلونو ۵۰۰ میلیونه متره مکعبه ګاز او تر ۲۰ کلونو پورې به یو میلیارد متر مکعبه ګاز ترلاسه کوي.

د لومړنیو څیړنو او شمېرو له مخې د ټاپي ګازو پایپ لاین به هر کال ۳۳ میلیارده متر مکعبه ګاز لیږدوي او د کار په پیل سره یې تر ۱۰ زرو افغانانو ته د کار زمینه برابریږي.

په لومړي پړاو کې به د دې پروژې نږدې ۲۰ میلیونه ډالر د دې پروژې په ورڅیرمه سیمو کې په ټولنیزو او رغنیزو چارو ولګول شي.

ټاکل شوې ده، چې د ټاپي پروژې ترڅنګ دا لويي او وړې پروژې هم پلي شي، چې نه یواځې افغانستان بلکې د سیمې هېوادونو ته هم اقتصادي ګټې لري.

د ۵۰۰ کیلو واټ برېښنا لیږد پروژه، چې له ترکمنستان څخه افغانستان او پاکستان ته لیږدول کیږي.

د افغانستان تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ چې ۱۳ کیلو متره واټن لري، د لسو میلیونو ډالرو په ارزښت د ترکمنستان لخوا رغول کیږي.

په سیمه کې به د نوري فایبر مزي هم ولیږدول شي او دا به ګاونډي هېوادونه سره ونښلوي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند: په تور غونډۍ بندر کې د اوسپنې پټلۍ د پراختیا پروژه پرانیستل شوه

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وايي؛ د ټولګټو وزارت د ریل پټلۍ چارو مرستیال ملا بخت الرحمان شرافت او د ترکمنستان هېواد دریل پټلۍ ادارې مشر د تور غونډۍ بندر کې د اوسپنې پټلۍ د پراختیا پروژې پرانیسته وکړه.

نوموړی زیاتوي، د تورغونډۍ بندر د پراختيا اړوند دوه پروژې، چې ټولټال د شاوخوا ۴۰ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت پلي کيږي، لومړۍ پروژه د ياد بندر په مسير کې له هرات څخه تر صنوبر پورې د ۲۲ کيلومتره اوسپنيزې کرښې جوړول او دویمه پروژه په ياد مسير کې د تخليې او بارګيرۍ لپاره د هنګرونو او تاسيساتو اعمارول او فرعي اوسپنيزې کرښې جوړول دي.

 د ښاغلي فطرت په وینا؛ په ټوله کې د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړي ډول ټولګټو وزارت موخه دا ده، چې ياد بندر د نړۍ د نورو پرمختللو او عصري ريلي بندرونو په څېر په معيارونو سمبال او د سوداګرو د غوښتنو اړوند پراختيا ورکړي، ترڅو له دې لارې سوداګرو ته بشپړې اسانتياوې رامنځته شي؛ ريلي انتقالات زيات شي او په دې توګه سوداګر متوجه او راجذب شي.

 د دې پروژو په بشپړېدو او عملي کېدو سره به په زرګونو کسانو ته د کار زمينه برابره او ملي عوايد به ورسره زيات شي.