ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 932

د رییس الوزرا او د ترکمنستان د ملي رهبر په شتون کې ټاپي او نورې پراختیایي پروژې پرانیستل شوې

د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا ملا محمدحسن اخوند او د ترکمنستان د ملي رهبر قربان قلي بردي محمدوف په شتون کې نن له غرمې مخکې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي او نورو پراختیایي پروژو(تېلو او ګاز، انرژي او ټرانسپورټ) د کار پیل رسما پرانیستل شو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې چې په همدې مناسبت د ترکمنستان سلیم چشمه، ماري سیمه کې جوړ شول او د ترکمنستان جمهور رییس سردار بردي محمدوف د ویډیو کنفرانس له لارې وصل و، د اسلامي امارت رییس الوزرا او د ترکمنستان ملي رهبر تخنیکي مسولینو ته د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي او نورو پراختیایي پروژو(تېلو او ګاز، انرژي او ټرانسپورټ) د کار د پیل لارښوونه وکړه او یادې پروژې رسما پرانیستل شوې.

وروسته د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمدحسن اخوند په وینا کې د یادو لویو پروژو پرانیستل د دواړو هېوادونو د خلکو د هوساینې او ارامۍ او د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا په برخه کې ګټورې او ارزښتناکې وبللې.

د یادونې ده، چې د ټاپي ګازو نل‌لیکه هغه سیمه ییزه پروژه ده چې د افغانستان له لارې د ترکمنستان ګاز پاکستان او هند ته لېږدوي.

دغه نل‌لیکه یو زر او ۸۲۱ کیلومتره اوږدوالی لري او د لېږد کلنی ظرفیت یې ۳۳ میلیارد متر مکعب او د ټرانزیټ له درکه یې افغانستان ته کلنی عاید ۴۰۰ میلیونه ډالر دی.

همدارنګه د تورغونډۍ د پراختیا پروژه، چې دوه مرحلې لري له هرات څخه تر صنوبر پورې ۲۲ کیلو متره اوږده د اورګاډي کرښې او دویمه پروژه په یاد مسیر کې د تخلیې او بارګیرۍ په خاطر د هنګرونو، تاسیساتو او فرعي اورګاډي کرښې جوړول دي.

په همدې ترتیب نورالجهاد سب سټېشن د درې میلیونه، ۵۳۹ زره او ۲۹۵ ډالرو په لګښت د افغانستان برېښنا شرکت په مالي ملاتړ جوړ شو، د هرات ولایت برېښنا به ډاډمنه کړي او له ۱۱۰ څخه ۲۲۰ ته د هغه د ولتاژ په زیاتولو سره به تخنیکي ضایعات کم شي او نوري فایبر پروژه افغانستان د ترکمنستان له لارې له اروپا سره وصل کړي او برعکس به ترکمنستان د افغانستان له لارې له پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو سره وصل کړي.

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو روان وحشت؛ تېره شپه ۲۷ فلسطینیان شهیدان شوي

د فلسطین وفا خبري اژانس وايي، چې د صهیونیستي یرغلګرو د وحشي بریدونو پر دوام تېره شپه او نن سهار لږ تر لږه ۲۷ فلسطینیان شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د یاد اژانس د راپور له مخې، اسرائیلي یرغلګرو د خان یونس په ختیځ کې پر یوه کور هوايي برید کړی، چې له امله یې ۱۳ فلسطینیان شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي.

د دې تر څنګ خان یونس کې یو کب نیونکی هم د صهیونیستي یرغلګرو له لوري په نښه او شهید شوی دی.

د راپور پر اساس؛ د غزې تړانګې په شمال جبالیا ښار کې هم پر یوه کور هوايي برید شوی، چې له امله یې د درېیو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون ۹ فلسطینیان شهیدان او ځینې نادرکه دي.

دغه‌راز په مرکزي غزه کې د کډوالو په النصیرات کمپ د صهیونیستي یرغلګرو په برید کې څلور فلسطینیان شهیدان او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

پر غزه د صهیونیستي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې لږ تر لږه ۴۱ زره او ۲۰ فلسطینیان شهیدان او ۹۴ زره او ۹۲۵ نور ټپیان شوي، چې زیاته برخه یې ښځې او ماشومان دي. زرګونه نور قربانیان تر ویجاړو شویو ودانیو لاندې دي، چې ژغورنکې ډلې یې په را ایستلو کې له ستونزو سره مخ دي.

د پوهنې وزیر او کابل کې د قطر سفارت سلاکار لیدنه؛ د افغانستان پوهنیز نظام په پیاوړتیا خبرې شوي

پوهنې وزارت وايي؛ مولوي حبیب الله اغا ‏په کابل کې د قطر سفارت له سلاکار مردف القاشوطي او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

یاد وزارت زیاته کړې، په دې لیدنه کې د افغانستان له پوهنیز نظام سره د یاد هېواد د مرستو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوې.

دغه‌راز د پوهنې وزیر د دواړو هېوادونو د مسلمانو ملتونو مشترکاتو ته په اشارې سره د افغانستان د پوهنې په پیاوړتیا کې د قطر له مرستو مننه کړې.

‏همداراز په دې لیدنه کې مردف القاشوطي ډاډ ورکړی، چې د افغانستان د پوهنې په برخه کې به هر ډول همکاري وکړي.

د لیدنې په پای کې د پوهنې وزیر د افغانستان له ښوونیز نظام څخه د قطر هېواد د لا زیات ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سه شنبي ورځ، د ۱۴۴۶/۳/۷ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۶/۲۰هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۲۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۹۲ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه اووه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۴ تنه و،کابل ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۰ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۹ کورنیو سره ټولې ۲۲۰ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۳۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

په تورخم کې کډوالو  ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم توزیع شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۴۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲ تنه و، کندهار او هرات ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته لس زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۳ کورنیو سره ټولې ۳۴۸ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه : په سپین بولدک کې ۲۶۵ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۱۰ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۲۶۵ تنه کډوالو  ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې او کمپلې کډوالو  ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۲۱۳ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۹۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۸۹ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۵۵۳ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸۹ کورنیو سره ټولې ۵۹۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۹۲ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۴۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۱۷ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۴۵ کورنیو سره ټولې ۹۷۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۹ تنه و، سرپل او کندوز ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته شپږ زره او ۶۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۳۰۶ کورنۍ او لس زره او ۱۱ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۱۴ کورنۍ او ۶۵ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۳۰۶ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۳۳۶ عدده

ټاپي څه ډول پروژه ده او په پلې کېدو سره یې افغانستان ته څه ګټه رسېږي؟

د ګازو نل‌لیکي ټاپي پروژه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ګډه لویه پروژه ده، چې له ترکمنستان پیل او په هند کې پای ته رسېږي.

دا پروژه د افغانستان لپاره د ګازو د لېږد مهمه پروژه بلل کېږي، چې د ترکمنستان د ګازي ډګرونو څخه پیلېږي او ۸۱۶ کیلومتره د افغانستان په خاوره کې تېږي او د هېواد هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونه تر پوښښ لاندې راولي.

د ۲۰۰۲ کال په ډسمبر میاشت کې د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان د حکومتونو مشران د ترکمنستان پلازمېنه عشق اباد کې سره جرګه شول او د یو بین الحکومتي درې اړخیز تړون په لاسلیکولو سره یې د ټاپي پروژې لپاره نوی بنسټ کېښود.

دا پروژه په پيل کې درې اړخیزه وه، یانې ټاپ (ترکمنستان-افغانستان-پاکستان) نومېده، خو د ۲۰۱۰ کال په ډسمبر کې د یو بل څلور اړخیز بین الحکومتي تړون په لاسلیکېدو سره هند هم رسماً له ټاپ سره یو ځای شو او دا پروژه له ټاپ څخه ټاپي شوه.

ټاپي پروژه په ټوله کې یو زر او ۸۱۴ کیلو متره اوږدوالی لري، چې له پاکستان څخه تر هندوستان پورې په کال کې د ۳۳ میلیارده متر مکعب د ګازو د لېږد وړتیا لري.

د شوې هوکړې له مخې به افغانسان په کلني ډول شاو خوا ۴۵۰ میلیونه ډالر د ټرانزیټ حق، په لومړیو لسو کلونو کې په کلني ډول ۵۰۰ میلیونه مکعب ګاز، په دویم پړاو لسو کلونو کې هر کال یو میلیارد متر مکعب ګاز او د درېیم پړاو لسو کلونو کې به هر کال نیم میلیارد متر مکعب ګاز ترلاسه کوي.

د پروژې اقتصادي ګټې:

دا د انرژۍ یوه پروژه ده، نو ښکاره ده چې انرژي نن سبا د اقتصادي ودې لپاره اساسي شرط ګڼل کېږي؛ په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره ددې پروژې مستقیمې ګټې په لاندې ډول خلاصه کولی شو:

۱- ټرانزیټ فیس: دا چې پایپلاین د افغانستان له خاورې هند او پاکستان ته تېرېږي، د تېرو شویو تړونونو پربنسټ پاکستان او هند مکلف دي چې افغانستان ته هر کال یو مقدار حق العبور یا ټرانزیټ فیس ورکړي.

که څه هم تر اوسه د افغانستان، هند او پاکستان ترمنځ د تزانزیټ تړون نهايي شوی نه دی، خو په ۲۰۱۲ کال کې د یو ابتدايي توافق او محاسبې پراساس له هر هېواد څخه په کال کې شاوخوا ۲۱۲ میلیونه امریکايي ډالر به د ترانزیټ فیس په نامه اخیستل کېږي.

۲- کارموندنه: د ټاپي پایپلاین د ساختمان او عملیاتو په پړاوونو کې زرګونه کسان پر کار بوختېدای شي.

د ساختمان په مرحله کې به د بشري قوې پر مصرفېدو سربېره ټاپي شرکت مکلف دی، چې د پروژې د اړتیا وړ ټوله ماشینري، توکي او بشري قوه د افغانستان څخه تدارک کړي.

۳- دوامداره انرژۍ ته لاسرسی: دا چې ټاپي پایپلاین د افغانستان له دوو مهمو صنعتي او تجارتي ولایتونو لکه هرات او کندهار څخه تېرېږي، دغه ولایتونه به له ارزانې او پایدارې انرژۍ څخه برخمن شي.

د دې سترې پروژې سره به د اوسپنې پټلۍ، د نوري فایبراو برېښنا د ۵۰۰ کیلو واټه پروژه، چې ترکمستان به د افغانستان له لارې له پاکستان سره ونښلوي هم پلی شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، د ټاپې د ګازو نل‌لیکې د پروژې په اوږدو کې ۱۲ د فشار پمپونه نصبېږي، چې له دې ډلې ېې پینځه هغه د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د افغانستان په خاوره کې جوړېږي.

د یادولو وړ ده، چې د دې سترې پروژې له پیل سره به څلور زره کسانو ته په مستقیمه او زرګونو نورو ته به په غیرې مستقیمه بڼه د کار زمینه برابره شي.

اوبو او انرژي وزارت: د نغلو لس میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه به په نږدې راتلونکې کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

د اوبو او انرژي وزارت وايي؛ ملا عبداللطیف منصور او د دغه وزارت یو شمېر رییسانو او د قراردادي شرکت مسولینو د نغلو د لس میګاواټه لمریزې برېښنا له پروژې څخه لیدنه کړې.

د اوبو او انرژي وزیر د یادې پروژې څخه د لېدنې پر مهال ویلي، د دغې پروژې چارې بشپړې شوې او په نږدې راتلونکي کې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.

نوموړي د دغې پروژې پلي کول د انرژي د پراختیا په برخه کې یو مثبت ګام بللي او زیاته کړې یې ده، عمومي شبکې ته د دغې پروژې د لس میګاواټه برېښنا په نښلولو سره به په کابل او ننګرهار کې د برېښنا ډیرې ستونزې هوارې شي.

د یادونې وړ ده، چې د نغلو د لس میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه د اوبو او انرژي وزارت له لوري د یو خصوصي شرکت په پانګونې سره پلي شوې ده.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت په ټول هېواد کې د متوازنې پراختیا هڅې کوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې د ننګرهار، سمنګان او پکتیا ولایتونو له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره په سپېدار ماڼۍ کې لیدنه کړې.

په دې لیدنو کې د ننګرهار ولایت د مومندرې او شینوارو اتو ولسوالیو، د پکتیا د سیدکرم ولسوالۍ او د سمنګانو ولایت قومي مشرانو  ګډون درلود.

په پیل کې د ننګرهار د شینوارو اتو ولسوالیو قومي مشرانو او علماوو د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت له همکاریو په مننې ویلي، اسلامي امارت په لنډه موده کې د ولسونو د اساسي ستونزو د حل لپاره اقدامات کړي دي.

دغو مشرانو زیاته کړې، د بشپړ امن په راتګ سره ډېرې ناخوالې له منځه تللي او ولسونه اجازه نه ورکوي، چې په هېواد کې شته امن او اسلامي نظام ته ضرر ورسېږي.

 یادو مشرانو ویلي، د ننګرهار ولسونه د اسلامي نظام په راتګ خوشاله او ورسره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.

دغه‌راز د شینوارو قوم مشرانو په بېلا بېلو برخو کې خپلې ستونزې د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریکې او په ننګرهار کې یې د بنسټیزو پروژو پلي کولو غوښتنه کړې.

همدارنګه د مومندرې ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو په خپلو سیمو کې د لومړنیو خدماتو وړاندې کولو او پراختیايي چارو د ترسره کولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، په مومندره کې خلک د روغتیايي مرکزونو له کمښت سره مخ دي او اړتیا ده، چې یادې ولسوالۍ ته ځانګړې پاملرنه وشي.

دېته ورته د سمنګانو ولایت قومي مشرانو په یاد ولایت کې ځوانانو ته د کارموندنې او سړکونو د رغولو غوښتنه کړې.

همدارنګه په ورته وخت کې، د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ قومي مشرانو په خپلو سیمو کې د قومي دښمنیو په لمنځه وړلو او پخلاینه کې د اسلامي امارت هڅې ستایلي او ویلي یې دي، د پکتیا ولسونو لپاره دې اساسي پراختیايي پروژې عملي شي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ټولو قومي مشرانو او مخورو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، ملت پر نظام حق لري او اسلامي نظام ولسونو ته خدمت کول خپل مسولیت بولي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، اسلامي امارت په ټولو سیمو کې د متوازنې پراختیا هڅې کوي او غواړي چې ټولو سیمو ته پراختیايي پروژې ورسوي.

نوموړي څرګنده کړې، اسلامي نظام د خلکو له منځه او د هغوی په همکارۍ رامنځته شوی او ولسونه کولی شي په زغرده خپل نظرونه او وړاندېزونه له مسولینو سره شریک کړي.

د رياست الوزرا سياسي مرستيال د خپلو خبرو په پای کې ډاډ ورکړی، چې د قومي مخورو پر غوښتنو به غور وشي او د حل لپاره به یې اړونده ادارو ته ولېږي.

ملي دفاع وزارت: د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۵۴۱ تنه سرحدي ځواکونه فارغ شول

د ملي دفاع وزارت وايي؛ د بېلابیلو قول اردوګانو اړوند ۵۴۱ تنه سرحدي ځواکونه د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له څلور میاشتنیو فوق العاده توپوګرافي، توپچي د ثقیله او خفیفه وسلو، سرحدي قوانینو؛ جمع نظام له مسلکي زده کړو څخه وروسته د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي باز محمد حمیدي، د ښوونې، روزنې او دوکتورینو رییس شیخ داد محمد محمدي، د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله مدني او ګڼ شمیر مجاهدینو ګډون کړی وو.

مولوي باز محمد حمیدي فارغانو ته د وینا پر مهال ویلي، د مشرانو د اوامرو اطاعت وکړئ او د کلک عزم او قوي عقیدې پر مټ د هېواد له سرحدونو څخه ساتنه وکړئ.

نوموړي زیاته کړې، تاسو مکلف یاست چې ترلاسه کړئ مسلکي زده کړې روزانه  تکرار کړئ او هم یې نورو مستحقو مجاهدینو ته ور زده کړئ.

رییس الوزرا د ټاپي او نورو لویو پراختیایي پروژو د پرانیستې مراسمو کې د ګډون په موخه ترکمنستان ته ورسېد

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا الحاج ملا محمدحسن اخند نن سهار د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي او نورو پراختیایي پروژو (تېلو او ګاز، انرژي او ترانسپورټ) د پرانیستې او کار پیلولو په مراسمو کې د ګډون په موخه د ترکمنستان سلیم چشمه، ماري سیمې ته ورسېد.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف او یو شمېر نورو مقاماتو د نوموړي او مل پلاوي هرکلی کړی.

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا د ترکمنستان سلیم چشمه، ماري سیمه کې د ترکمنستان ملي رهبر قربان قلي بردي محمدوف سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند هم حضور درلود، د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا او د ترکمنستان ملي رهبر د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لویو پراختیایي او سیمه ییزو پروژو د تطبیق د ارزښت په اړه بحث او خبرې کړې او د افغانانو او ترکمنستان د خلکو لپاره یې ګټورې او ارزښتناکې بللې دي.

له دغې لیدنې وروسته به د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا الحاج ملا محمدحسن اخند، د ترکمنستان ولسمشر سردار بردي محمدوف، چې د ویډیو کنفرانس له لارې به تالار ته وصل وي، او د یاد هېواد ملي رهبر قربان قلي بردي محمدوف به د ټاپي او نورو لویو اقتصادي او پراختیایي پروژو د پرانیستې په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته ویناوې وکړي او د یادو پروژو کار به په رسمي ډول پیل او پرانیستل شي.