ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 933

ملي دفاع وزارت: د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۵۴۱ تنه سرحدي ځواکونه فارغ شول

د ملي دفاع وزارت وايي؛ د بېلابیلو قول اردوګانو اړوند ۵۴۱ تنه سرحدي ځواکونه د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له څلور میاشتنیو فوق العاده توپوګرافي، توپچي د ثقیله او خفیفه وسلو، سرحدي قوانینو؛ جمع نظام له مسلکي زده کړو څخه وروسته د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي باز محمد حمیدي، د ښوونې، روزنې او دوکتورینو رییس شیخ داد محمد محمدي، د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله مدني او ګڼ شمیر مجاهدینو ګډون کړی وو.

مولوي باز محمد حمیدي فارغانو ته د وینا پر مهال ویلي، د مشرانو د اوامرو اطاعت وکړئ او د کلک عزم او قوي عقیدې پر مټ د هېواد له سرحدونو څخه ساتنه وکړئ.

نوموړي زیاته کړې، تاسو مکلف یاست چې ترلاسه کړئ مسلکي زده کړې روزانه  تکرار کړئ او هم یې نورو مستحقو مجاهدینو ته ور زده کړئ.

رییس الوزرا د ټاپي او نورو لویو پراختیایي پروژو د پرانیستې مراسمو کې د ګډون په موخه ترکمنستان ته ورسېد

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا الحاج ملا محمدحسن اخند نن سهار د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي او نورو پراختیایي پروژو (تېلو او ګاز، انرژي او ترانسپورټ) د پرانیستې او کار پیلولو په مراسمو کې د ګډون په موخه د ترکمنستان سلیم چشمه، ماري سیمې ته ورسېد.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف او یو شمېر نورو مقاماتو د نوموړي او مل پلاوي هرکلی کړی.

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا د ترکمنستان سلیم چشمه، ماري سیمه کې د ترکمنستان ملي رهبر قربان قلي بردي محمدوف سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند هم حضور درلود، د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا او د ترکمنستان ملي رهبر د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لویو پراختیایي او سیمه ییزو پروژو د تطبیق د ارزښت په اړه بحث او خبرې کړې او د افغانانو او ترکمنستان د خلکو لپاره یې ګټورې او ارزښتناکې بللې دي.

له دغې لیدنې وروسته به د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا الحاج ملا محمدحسن اخند، د ترکمنستان ولسمشر سردار بردي محمدوف، چې د ویډیو کنفرانس له لارې به تالار ته وصل وي، او د یاد هېواد ملي رهبر قربان قلي بردي محمدوف به د ټاپي او نورو لویو اقتصادي او پراختیایي پروژو د پرانیستې په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته ویناوې وکړي او د یادو پروژو کار به په رسمي ډول پیل او پرانیستل شي.

د احصايې او معلوماتو ملي اداره: تېره میاشت کې څه‌باندې ۱۰۳ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د ۱۴۰۳ کال د زمري مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي.

 یاده اداره وايي؛ د دې ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۰۳.۳ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت لس زره او ۱۱.۱ ميليونو ډالرو ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۴۰۳ کال په چنګاښ مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۹۳.۵ میلیونو ډالرو ته رسید.

 د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د ارقامو دا تحلیل ښيي، چې د روان کال د زمري مياشتې د صادراتو ارزښت د چنګاښ مياشتې د صادراتو په پرتله ۹.۸ ميليونه ډالره زیاتوالی لري.

له بل لوري د ۱۴۰۳ کال په چنګاښ میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۹۴۷٫۵ میلیونو ډالرو ته رسید، چې د همدې کال په زمري مياشت کې د ۶۳.۶ میلیونو ډالرو په ارزښت زیاتوالی په‌کې راغلی دی.

ارقام ښيي، چې د ۱۴۰۳ کال په زمري میاشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او عربي متحده اماراتو ته او تر ټولو زیات واردات بیا له ایران، چین او پاکستان هېوادونو څخه ترسره شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې په صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات شامل دي.

افغانستان بانک د مالي خدمتونو پراختیا په موخه غونډه کړې

د افغانستان بانک وایي، لومړي مرستیال صدیق الله خالد په مشرۍ د مالي خدمتونو د پراختیا په موخه د سوداګریزو بانکونو د ټولنې او د سوداګریزو بانکونو له رییسانو سره غونډه شوې.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ویلي؛ یاد بانک غواړي، چې هېوادوال اسانه، ارزانه او رسمي مالي خدمتونو ته لاسرسی ولري.

صدیق الله خالد زیاته کړې، یاده غونډه د همدې موخې لپاره جوړه شوې ده، ترڅو د اړوندو مسايلو په اړه ګډې خبرې او نظرونه په کې شریک شي.

په دې غونډه کې پېرودونکو ته د اسلامي مالي تمویلاتو د برابرولو پر څرنګوالي، په محاکمو کې د خصوصي بانکونو ستونزو ته د حل لارو پر موندلو، پېرودونکو ته د معیاري خدمتونو پر وړاندې کولو، نړیوالو لېږدونو (TT) کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه د نظرونه شریک او مفصلې خبرې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د اړوندو مسایلو په اړه د سوداګریزو بانکونو مسولینو خپل نظرونه او وړاندیزونه د افغانستان بانک له لومړي مرستیال سره شریک کړي او په هېواد کې یې د مالي خدمتونو د پراختیا په برخه کې د هلو ځلو ژمنه کړې ده.

ملا نورالله نوري: افغان قومونو تل د خپلې خاورې د دفاع په موخه د یرغلګرو پر وړاندې ځانونه سپر کړي

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ د میدان وردګو ولایت له قومي مخورو سره د ځينو سیمه ییزو ستونزو د حل په موخه لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د یاد ولایت مشرانو د اسلامي امارت لاسته راوړنې ستایلي او خوښي يې څرګنده کړې، چې دوی ته الله تعالی ﷻ له څو لسیزو وروسته یو مستحکم نظام ورکړی چې له برکته یې د هېواد ټول قومونه د یووالي په ټغر ناست دی.

دوی په خپله سیمه کې د ځينو ستونزو یادونه کړې او د حل په برخه کې یې د مسولینو د پاملرنې او همکاري غوښتنه کړې.

ملا نورالله نوري قومي مخورو ته له هرکلي وروسته ویلي؛ قوم کوم امتیاز نه دی، بلکې د خلکو د معرفت یوه وسیله ده.

نوموړي زیاته کړې؛ افغان قومونه یوه اسلامي بڼه لري او هرځل د اسلام او خپلې خاورې د دفاع په خاطر، په یوه غږ راټول شوي او د یرغلګرو پر وړاندې یې ځانونه سپر کړي.

ښاغلي نوري یادو قومي مشرانو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړی.

د کابل ـ غزني لویې لارې د دویم لین جوړولو چارې پيل شوې

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۲۰ مه نېټه له کابل څخه د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ تر دشت ټوپ سیمې پورې د دویم سړک د لومړياو دویم فاز کار پیل شو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او یو شمېر نورو امارتي مسولینو ګډون کړی وو.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د سړک د کار د پرانیستلو په مراسمو کې وویل؛ په ترانسپورټياو مواصلاتي زېربناوو کې پانګونه د اسلامي امارت په اساسي او مهمو اقداماتو کې شمېرل کیږي او د خپلې دغې ژمنې د عملي کولو په لړ کې نن د دې مهمې پروژې کار پیلوي.

ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه؛ د غزني او کابل ترمنځ د دویم لين سړک جوړول د مرکز او سوېل ترمنځ د نښلېدوبنسټيز پل دی چې په پايله کې به يې سوداګریز فعالیتونه اسانه، د توکو د لېږد وخت او لګښتونه به کم او د دې لارې مسافرو ته به اسانتیاوې برابرې شي.

د ښاغلي برادر اخوند په وینا؛ د لارې په اوږدو کې به لسګونه نوي کاري فرصتونه رامنځته او په ټوله کې به یاده لار د کابل او غزني ترمنځسوداګریز تړاو غښتلی کړي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړه؛ د کابل ـ کندهار لویه لاره به د مرکز او سوېل پر نښلولو سربېره له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو سره زموږ سوداګریز مسیر لا غښتلی کړي.

ملا عبدالغني برادر اخوند له هېوادوالو وغوښتل، چې د دغه ملي پروژې په بشپړولو کې همکاري وکړي تر څو یې چارې په ټاکل شوي وخت بشپړې شي.

همداراز د دې پروژې له قراردادي شرکت څخه یې وغوښتل، چې د سړک کیفیت ته پام وکړي.

د یادولو وړ ده چې له کابل څخه تر غزني پورې د دویم لین سړک ۱۱۱ کیلومټره اوږدوالی لري چې په اوږدو کې یې نهه لوی پلونه او ۵۹۴ پلچکونه شته چې چارې به یې په ټاکل شوې موده کې پای ته ورسیږي.

ټاپي؛ د افغانستان د ابادۍ او ښېرازۍ پر لور یو ستر ګام!

ټاپي د افغانستان لپاره غوره او حیاتي پروژه ده، چې د عملي چارو په پیلېدو سره به د هېواد د ابادۍ او ښېرازۍ پر لور یو ستر ګام واخیستل شي.

اسلامي امارت د هېواد ستراتیژیک موقعیت ته په کتو هڅه کوي، چې له انرژي څخه غني مرکزي اسیا د انرژۍ له کمبود سره مخ سویلي اسیا سره ونښلوي.

د انرژۍ دغه پروژه چې د افغانستان له لارې تېریږي د ټاپي پروژه ده، چې افغانستان کې به یې عملي چارې ډېر ژر پیل شي.

د ټاپي نل‌لیکه شاوخوا یو زر او ۸۲۱ کلیو متره اوږدوالی لري، چې ۸۲۱ کیلو متره یې د افغانستان له خاورې څخه تېریږي.

یاده نل‌لیکه په کلني ډول د ۳۳ میلیارده متر مکعب ګاز د لېږد ظرفیت لري او د ترانزیټ فیس (حق‌العبور) له درکه یې افغانستان ته ۴۵۰ میلیونه ډالر کلني عواید اټکل شوي دي.

څرنګه چې د ټاپي نل‌لیکه د افغانستان له دوو ممو ولایتونو (هرات او کندهار) څخه تېرېږي، دا ولایتونه به له رزانه او پایداره انرژي څخه برخمن شي.

یاده پروژه له ترکمنستان څخه پيل، د افغانستان له خاورې څخه په تېرېدو به لومړی پاکستان او په پای کې هند ته ورسېږي.

د دې نل‌لیکې د رغولو او وروسته د استفادې پر مهال د حفظ او مراقبت او امنیت په برخو کې زرګونه کسانو ته په مستقیم او غیرې مستقیم ډول د کار زمینه برابرېږي.

دغه‌راز افغانستان له دې ګاز څخه په ګټه اخیستلو سلګونه میګاواټه برېښنا هم تولیدولای شي.

د دې سترې اقتصادي پروژې په پیلېدو سره به مو هېواد پر ځان بسیا شي، هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره او ډېر ځوانان به د بهرنیو هېوادونو له مسافرت څخه وژغورل شي. د دې تر څنګ ټاپي د هېواد لپاره له لاسته راوړنو یوه ډکه پروژه ګڼل کېږي.

د افغانستان اسلامي امارت رهبرۍ د ټاپي پروژې د پلې کولو په موخه ګړندۍ هڅې پیل کړې، چې ډېر ژر به یې د افغانستان په خاوره کې عملي چارې پیل شي.

د دې پروژې په پلي کېدو سره به اقتصادي ودې او پرمختګ ته لاره اواره شي او هېواد به ګړندی پرمختګ ورسره وکړي.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د ترانزیټ او انرژۍ د لېږد لپاره تر ټولو نږدې او امن لار ده او اسلامي امارت تل هڅه کړې، چې له دې لارې څخه منځنۍ او سویلي اسیا ونښلوي او افغانستان د سوداګرۍ په مرکز بدل کړي.

افغانستان ته د ټاپي پروژې ګټې څه دي؟

د ټاپي پروژې لنډه تاریخچه!

د ۲۰۰۲ کال په ډسمبر میاشت کې د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان د حکومتونو مشران د ترکمنستان پلازمېنه عشق اباد کې سره جرګه شول او د یو بین الحکومتي درې اړخیز تړون په لاسلیکولو سره یې د پروژې لپاره نوی بنسټ کېښود.

دا پروژه په دې وخت کې درې اړخیزه وه، یانې ټاپ (ترکمنستان-افغانستان-پاکستان) نومېده، خو د ۲۰۱۰ کال په ډسمبر کې د یو بل څلور اړخیز بین الحکومتي تړون په لاسلیکېدو سره هند هم رسماً له ټاپ سره یو ځای شو او دا پروژه له ټاپ څخه ټاپي شوه.

په ۲۰۱۳ کال کې افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هندوستان خپل د ګازو دولتي شرکتونه معرفي کړل، چې هر یو د خپل دولت په استازیتوب د پروژې تخنیکي چارې مدیریت او پر مخ یوسي.

د افغانستان په استازیتوب افغان ګاز تصدي، د ترکمنستان په استازیتوب ترکمن ګاز، د پاکستان په استازیتوب انټرسټېټ ګاز پرایوېټ لمېټد (ISGS) او د هند په استازیتوب ګېل لمېټډ (GAIL) پروژې ته معرفي شول.

څلور واړو هېوادونو پرېکړه وکړه، چې د پروژې د تطبیق لپاره به یو کنسرشیوم جوړوي. ترکمن ګاز ته د ۸۵٪ ونډې په ورکولو سره د کنسرشیوم د رهبرۍ مسولیت وسپارل شو او پاتې ۱۵٪ ونډه پر افغان ګاز، انټرسټېټ ګاز سیستم او ګېل باندې ووېشل شوه، چې هر یو په پروژه کې د ۵ سلنه درلودونکی شو.

په ۲۰۱۵ کال کې د ټاپي کمپنۍ لمېټډ (TAPI Company limited) په نامه د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د ټاپي شرکت تاسیس شو، چې د پروژې د ډیزاین، تمویل او تطبیق چارې پرمخ یوسي. اوس‌مهال د پروژې د مدیریت، تطبیق او تمویل چارې د همدې شرکت پر غاړه دي.

د پروژې تخنیکي ځانګړنې:

– د پایپلاین اوږدوالی: د ترکمنستان له ګالکنېش ګازي ساحې څخه د پاکستان او هند تر سرحدي نقطې فاضیلکا پورې ۱۸۲۱ کیلومتره.

– د ګازو د لېږد کلنی ظرفیت: ۳۳ میلیارده مترمکعب.

– په افغانستان کې د پایپلاین اوږدوالی: ۸۲۱ کیلومتره.

– د پروژې ټول تخمیني لګښت: د ۶ او ۷ میلیارده امریکايي ډالرو ترمنځ.

– د پروژې عمر: ۳۰ الی ۵۰ کاله.

– د پایپلاین قطر: ۵۶ اینچه. د ټرانزیټ فیس (حق العبور) له درکه د افغانستان کلني تخمیني عواید: ۴۰۰ میلیونه ډالر.

د پروژې اقتصادي ګټې:

دا د انرژۍ یوه پروژه ده، نو ښکاره ده چې انرژي نن سبا د اقتصادي ودې لپاره اساسي شرط ګڼل کېږي؛ په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره ددې پروژې مستقیمې ګټې په لاندې ډول خلاصه کولی شو:

۱- ټرانزیټ فیس: دا چې پایپلاین د افغانستان له خاورې هند او پاکستان ته تېرېږي، د تېرو شویو تړونونو پربنسټ پاکستان او هند مکلف دي چې افغانستان ته هر کال یو مقدار حق العبور یا ټرانزیټ فیس ورکړي.

که څه هم تر اوسه د افغانستان، هند او پاکستان ترمنځ د تزانزیټ تړون نهايي شوی نه دی، خو په ۲۰۱۲ کال کې د یو ابتدايي توافق او محاسبې پراساس له هر هېواد څخه په کال کې شاوخوا ۲۱۲ میلیونه امریکايي ډالر به د ترانزیټ فیس په نامه اخیستل کېږي.

۲- کارموندنه: د ټاپي پایپلاین د ساختمان او عملیاتو په پړاوونو کې زرګونه کسان پر کار بوختېدای شي.

د ساختمان په مرحله کې به د بشري قوې پر مصرفېدو سربېره ټاپي شرکت مکلف دی، چې د پروژې د اړتیا وړ ټوله ماشینري، توکي او بشري قوه د افغانستان څخه تدارک کړي.

۳- دوامداره انرژۍ ته لاسرسی: دا چې ټاپي پایپلاین د افغانستان له دوو مهمو صنعتي او تجارتي ولایتونو لکه هرات او کندهار څخه تېرېږي، دغه ولایتونه به له ارزانې او پایدارې انرژۍ څخه برخمن شي.

په لومړي سر کې په پام کې ده چې له تورغونډۍ څخه د هرات تر ګذرې پورې ۱۵۲ کیلو متره پایپلاین بشپړ شي، چې په دې فاز کې ټول تمرکز به د هرات صنعتي پارک ته د ګازو پر برابرولو وي. که چېرې د هرات صنعت پارک ته ارزانه او دوامداره ګاز برابر شي، نو صنعت به فوق العاده وده وکړي او ګڼ افغان پانګوال به وهڅول شي چې له بهر څخه خپلې پانګې را ولېږدوي.