د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۲۰ مه نېټه له کابل څخه د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ تر دشت ټوپ سیمې پورې د دویم سړک د لومړياو دویم فاز کار پیل شو.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او یو شمېر نورو امارتي مسولینو ګډون کړی وو.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د سړک د کار د پرانیستلو په مراسمو کې وویل؛ په ترانسپورټياو مواصلاتي زېربناوو کې پانګونه د اسلامي امارت په اساسي او مهمو اقداماتو کې شمېرل کیږي او د خپلې دغې ژمنې د عملي کولو په لړ کې نن د دې مهمې پروژې کار پیلوي.
ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه؛ د غزني او کابل ترمنځ د دویم لين سړک جوړول د مرکز او سوېل ترمنځ د نښلېدوبنسټيز پل دی چې په پايله کې به يې سوداګریز فعالیتونه اسانه، د توکو د لېږد وخت او لګښتونه به کم او د دې لارې مسافرو ته به اسانتیاوې برابرې شي.
د ښاغلي برادر اخوند په وینا؛ د لارې په اوږدو کې به لسګونه نوي کاري فرصتونه رامنځته او په ټوله کې به یاده لار د کابل او غزني ترمنځسوداګریز تړاو غښتلی کړي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړه؛ د کابل ـ کندهار لویه لاره به د مرکز او سوېل پر نښلولو سربېره له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو سره زموږ سوداګریز مسیر لا غښتلی کړي.
ملا عبدالغني برادر اخوند له هېوادوالو وغوښتل، چې د دغه ملي پروژې په بشپړولو کې همکاري وکړي تر څو یې چارې په ټاکل شوي وخت بشپړې شي.
همداراز د دې پروژې له قراردادي شرکت څخه یې وغوښتل، چې د سړک کیفیت ته پام وکړي.
د یادولو وړ ده چې له کابل څخه تر غزني پورې د دویم لین سړک ۱۱۱ کیلومټره اوږدوالی لري چې په اوږدو کې یې نهه لوی پلونه او ۵۹۴ پلچکونه شته چې چارې به یې په ټاکل شوې موده کې پای ته ورسیږي.

