د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې د ننګرهار، سمنګان او پکتیا ولایتونو له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره په سپېدار ماڼۍ کې لیدنه کړې.
په دې لیدنو کې د ننګرهار ولایت د مومندرې او شینوارو اتو ولسوالیو، د پکتیا د سیدکرم ولسوالۍ او د سمنګانو ولایت قومي مشرانو ګډون درلود.
په پیل کې د ننګرهار د شینوارو اتو ولسوالیو قومي مشرانو او علماوو د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت له همکاریو په مننې ویلي، اسلامي امارت په لنډه موده کې د ولسونو د اساسي ستونزو د حل لپاره اقدامات کړي دي.
دغو مشرانو زیاته کړې، د بشپړ امن په راتګ سره ډېرې ناخوالې له منځه تللي او ولسونه اجازه نه ورکوي، چې په هېواد کې شته امن او اسلامي نظام ته ضرر ورسېږي.
یادو مشرانو ویلي، د ننګرهار ولسونه د اسلامي نظام په راتګ خوشاله او ورسره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.
دغهراز د شینوارو قوم مشرانو په بېلا بېلو برخو کې خپلې ستونزې د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریکې او په ننګرهار کې یې د بنسټیزو پروژو پلي کولو غوښتنه کړې.
همدارنګه د مومندرې ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو په خپلو سیمو کې د لومړنیو خدماتو وړاندې کولو او پراختیايي چارو د ترسره کولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، په مومندره کې خلک د روغتیايي مرکزونو له کمښت سره مخ دي او اړتیا ده، چې یادې ولسوالۍ ته ځانګړې پاملرنه وشي.
دېته ورته د سمنګانو ولایت قومي مشرانو په یاد ولایت کې ځوانانو ته د کارموندنې او سړکونو د رغولو غوښتنه کړې.
همدارنګه په ورته وخت کې، د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ قومي مشرانو په خپلو سیمو کې د قومي دښمنیو په لمنځه وړلو او پخلاینه کې د اسلامي امارت هڅې ستایلي او ویلي یې دي، د پکتیا ولسونو لپاره دې اساسي پراختیايي پروژې عملي شي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ټولو قومي مشرانو او مخورو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، ملت پر نظام حق لري او اسلامي نظام ولسونو ته خدمت کول خپل مسولیت بولي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، اسلامي امارت په ټولو سیمو کې د متوازنې پراختیا هڅې کوي او غواړي چې ټولو سیمو ته پراختیايي پروژې ورسوي.
نوموړي څرګنده کړې، اسلامي نظام د خلکو له منځه او د هغوی په همکارۍ رامنځته شوی او ولسونه کولی شي په زغرده خپل نظرونه او وړاندېزونه له مسولینو سره شریک کړي.
د رياست الوزرا سياسي مرستيال د خپلو خبرو په پای کې ډاډ ورکړی، چې د قومي مخورو پر غوښتنو به غور وشي او د حل لپاره به یې اړونده ادارو ته ولېږي.

