ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 940

د افغانانو او چینایانو یوه ګډ شرکت هېواد کې د اوبو بندونو په جوړولو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د اوبو او انرژي وايي؛ ملا عبداللطیف منصور په خپل کاري دفتر کې د دغه وزارت د پانګونې د جذب د ریيس انجنیر دادمحمد زرمتي په شتون کې د یوه افغان شرکت مسولینو او چینایي شریکانو سره لیدنه کړې.

یاد وزارت زیاته کړې، په دې لیدنه کې د یاد شرکت رییس او چینایي شریکانو یې په افغانستان کې د برېښنا د تولید بندونو د جوړولو په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړې او په دې برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د اوبو او انرژي وزیر په افغانستان کې د برېښنا بندونو د جوړولو په پروژو کې د یاد شرکت د پانګونې د لېوالتيا د هر کلي ترڅنګ، هغوی ته وړاندیز کړی، چې د ګلبهار بند، باغدرې بند، په بغلان ولایت کې د کیله ګي بند، په تخار ولایت کې د مامي کلا بند او په بادغیس ولایت کې د مرغاب پر سیند باندې د بند جوړولو په پروژو کې پانګونه وکړي.

ملا عبداللطیف منصور ویلي، اوسمهال په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده او مونږ په دې برخه کې هر راز همکاري ته چمتو یو.

دغه راز د یاد شرکت چینایي شریک په یاده لیدنه کې د اوبو او انرژي وزیر ته د دوی له شرکت څخه د لیدنې په موخه چین هېواد ته د سفر بلنه هم ورکړې ده.

د لیدنې په پای کې په پروژو کې د پانګونې په موخه د عملي چارو پر پیل ټینګار شوی.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره د اوبو او انرژي د تولید په پروژو کې پانګونې ته د کورنیو او بهرینو شرکتونو لېوالتیا ډېره شوې ده.

شیخ محمد خالد الحنفي: د اسلامي نظام په پلي کېدو کې له شرېعت نه شو تېرېدلی

میدان وردګ ولایت کې د شیخ امیرالمومنین حفظه الله د فرمانونو او لارښونو د لا ښه پلي کولو تر عنوان لاندې غوڼده وشوه.

په دې غونډه کې د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي وویل، شریعت زموږ لپاره سره کرښه ده او موږ د خلکو د غوښتنو لپاره له شرېعت نه شو تېرېدلی.

نوموړي زیاته کړه، نړیوالو له بدبختیو پرته نور څه را پرنښودل او اوس تل د اسلامي نظام او د امر بالمعروف د نوي توشیح شوي قانون خلاف غونډې ترسره کوي.

همداراز په دې ناسته کې د میدان وردګو ولایت والي قاري بختیار معاذ وویل، د دغه ولایت اوسېدونکي او مسولین د شریعت پلي کول خپل مسولیت بولي او په پلې کولو کې یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکوي.

 نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي نظام لپاره مو بې شېمره قربانۍ ورکړې او موخه مو همدا وه، تر څو په ټول هېواد کې شریعت پلی شي.

په جوړه شوې غونډه کې د یاد ولایت د علماوو شورا رییس شیخ عبدالهادي فضلي وویل، د شریعت پلي کول زموږ مسولیت دی او په یاده برخه کې د  پوره همکارۍ ډاډ ورکوو.

د غونډې ځايي ګډونوالو وویل، د میدان وردګو ولایت اوسېدونکو له مجاهدینو سره اوږه په اوږه ولاړ وو او اوس هم ورسره پوره همکار دي

دوی زیاته کړه؛ موږ ډاډ ورکوو، چې د اسلامي امارت سره د اسلام مبارک دین په لاره کې ګام په ګام ولاړ وو او ورسره ولاړ به یو.

د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت استازو د میدان وردګو ولایت له مسولینو، علماوو شورا او عام ولس نه غوښتنه کړې، چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون په پلي کولو کې ورسره مرسته وکړي.

عامې روغتیا وزارت: ۴۰ روغتیايي کارکوونکي د ICU په برخه کې د زده کړو ترلاسه کولو په موخه ایران ته استول شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي، ۴۰ تنه روغتیايي کارکوونکي (متخصصین او نرسان) د جدي څارنې (ICU) په برخه کې د هر اړخیزو یو میاشتنۍ زده کړو ترلاسه کولو په موخه ایران ته استول شوي.

یاد وزارت زیاته کړې؛ دغو روغتیايي کارکوونکو ته په دې برخه کې زده کړې پیل شوي، چې هېواد ته په بېرته راستنېدو سره به د روغتیا په برخه کې ډېر څه نوي له ځان سره ولري.

د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا او متخصصینو د روزلو لپاره په کور دننه د ټولو شته امکاناتو او متخصص روغتیايي پرسونل څخه د ګټې اخیستنې برسېره په بهرنیو هېوادونو کې هم روغتیايي کارکوونکو ته د زده کړو زمینه برابره کړي، څو وکولی شي یو پیاوړی روغتیايي سیستم رامنځته او په کور دننه ټولو ناروغانو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

د پکتیکا قومي مشران: د اسلامي امارت په راتګ سره د خلکو حقوق خوندي شوي

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د پکتیکا ولایت له قومي سپین ږیرو او علماوو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ قومي مشرانو د ملي یووالي په برخه کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت هڅې ستایلي او ویلي يي دي، د اسلامي امارت په راتګ سره د خلکو حقوق خوندي شوي دي.

یادو قومي مشرانو له اسلامي امارت سره د لا زیاتې همکارۍ ژمنه کړې.

دوي همداراز په خپلو خبرو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر سره د سرک، روغتيا او په ځینو نورو برخو کې شته ستونزې شریکې کړي او د حل غوښتنه یې کړې ده.

ملا نورالله نوري د خپلو خبرو په ترڅ کې د اسلامي امارت د حاکمیت په برخه کې د دوی قربانۍ د قدر وړ بللي او ویلي يي دي؛ اسلامي امارت د ولس په سرښندنو ټینګ شوی او اوس هم د ولس همکارۍ ته اړتیا لري.

همدا راز نوموړي زیاته کړې؛ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت دنده لري چې د خلکو ستونزې واوري او په حل کولو کې يې ګړندۍ هڅې وکړي.

ښاغلي نوري د دوی د ستونزو په اړه ویلي، موږ ستاسي د ستونزو حل په موخه چټک کامونه اخلو.

بغداد او واشنګټن له عراق څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو هوکړې ته رسېدلي

رويټرز خبري اژانس د عراقي او امریکایي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې دغه دواړه هېوادونه له عراق څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو هوکړې ته رسېدلي دي.

د دې هوکړې له‌مخې به د امریکایي ځواکونو د وتلو لړۍ په ۲۰۲۵ کال کې پیل او د ۲۰۲۶ کال تر پایه به په بشپړه توګه له عراق څخه ووځي.

اوس‌مهال شاوخوا ۲ زره او ۵۰۰ امریکایي سرتېري عراق کې مېشت دي.

د المپيک کمېټې، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست: تېر کال د هېواد ورزشکارانو په ٩٨ بهرنيو سياليو کې ٩٢ مډالونه ګټلي

د المپيک کمېټې، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست مسولینو نن (شنبه، د وږی ۱۷مه نېټه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه ریاست د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د المپيک کمېټې، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست مسولینو په یاد خبري کنفرانس کې وویل؛ په تېر کال کې د هېواد په کچه، څلور زره تشويقي، مناسبتي او رسمي سيالۍ ترسره شوي دي.

مسولینو زیاته کړه، چې د تېر يوه کال په ترڅ کې د هېواد ورزشکارانو په ٩٨ بهرنيو سياليو کې برخه اخیستې او د سرو زرو ٢٢، د سپينو زرو ٣٠ او د برونزو ۴۰ مډالونو په ګډون يې ټول ٩٢ مډالونه ګټلي دي.

مسولینو، د المپیک په اسیايي سیالیو کې د پينځه مډالونو ګټل، نړیوال جام ته د فوټسال ملي لوبډلې لار موندل، د کافا په سیالیو کې د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې اتلولي او په G2 سیالیو کې د تکواندو ملي لوبډلې قهرماني، په تېر کال کې د دې ریاست د مهمو لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.

د مسولینو په خبره، دغه ریاست په تېر يوه کال کې د واليبال د درېيم، د وزلوبې لیګ پینځم، د فوټبال او فوټسال ليګونو د درېیم او د غورسي لیګ دویم پړاو سياليو په تر سره کولو سره، د سپورټ د ودې او پياوړتيا په برخه کې مهم ګامونه پورته کړي دي.

مسولینو د خپلو خبرو په دوام وویل، افغان ورزشکارانو د اورا اسيا سياليو په ۱۴م پړاو کې پخپل ګډون سره، دويم مقام خپل کړی دی.

په یادو سیالیو کې د ۱۲ اسیايي هېوادونو ورزشکارانو برخه اخیستې وه، چې افغان ورزشکارانو پکې د سرو زرو نهه، د سپینو زرو څلور او د برونزو پينځه مډالونه وګټل او ښه وځلېدل.

د المپيک کمېټې، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست مسئولین زیاتوي، چې په تېر یوه کال کې په ۳۵ فدراسیونونو کې ۱۹۱ لوبې څارل شوي او ۴۵۰ ورزشکارانو ته د روزنیزو سمینارونو جوړولو ترڅنګ، اړینې سپارښتنې هم شوي دي.

د مسولینو د معلوماتو پر بنسټ، د ورزشي جوړښتونو پياوړتيا، په بهرنيو سياليو کې د افغان لوبغاړو د ګډون زمینه برابرول، په هېواد کې د سياليو په لار اچول، د پوهنې وزارت او کابل ښاروالۍ سره د همکارۍ د تفاهم ليک لاسليکول، د ظرفيت لوړونې پروګرامونو جوړول او د هېواد د رسنيو له لارې د سياليو خپرول، په روان کال کې د دغه ریاست له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ۲۱۷ عمري قول اردو له مسولینو، مجاهدینو او یو شمېر علماوو، مخورو او معلولینو سره لیدنه کړې

ملي دفاع وزارت وایي، چې د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د دغه وزارت اړوند د ۲۱۷ عمري قول اردو له مسولینو، مجاهدینو او یو شمېر علماوو، مخورو او معلولینو سره لیدنه کړې.

د یاد وزارت په وینا؛ عالیقدر امیر المؤمنین حفظه‌الله په دې کتنه کې پر یوالي، اخلاص، تقوا او اطاعات ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې یووالی به ستاسو د پرمختګ او بریالیتوب سبب شي.

د اسلامي امارت زعیم دغه راز مسولینو او مجاهدینو ته د ښې حکومتولۍ په برخه کې اړینې سپارښتنې کړې دي.

کابل کې د جاپان سفیر: هېواد یې د افغانستان له موزیم سره په لومړي قدم کې ۳۰۰ زره ډالر مرسته کوي

د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د جاپان سفیر د نشه يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت جدي او اغېزناکه مبارزه ستایلې او له افغانستان سره یې د جاپان د مرستو د دوام ډاډ ورکړی.

تاکایوشي کورومایا ویلي، جاپان له وړاندې له نشه یي توکو سره د مبارزې لپاره ۱۰ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړې ده.

نوموړي زیاته کړې؛ د جاپان حکومت د افغانستان د تاریخي میراثونو او ابداتو د ساتنې او د اړوندو ادارو د ظرفیت لوړولو لپاره په پلان کې لري، چې په لومړي قدم کې په کابل کې ملي موزیم ته د ۳۰۰ زره ډالرو مرسته ځانګړې کړي.

ښاغلي کورومایا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په لا پیاوړتیا د ټینګار ترڅنګ ویلي، هېواد یې په پام کې لري چې د افغانستان په نهو ولایتونو کې ۱۶۵ لومړني ښوونځي جوړ کړي.

په کابل کې د جاپان سفیر څرګنده کړې؛ جاپان د افغان ټولنې ارزښتونو ته درناوی لري، توکیو د اسلامي امارت پر مختګونه څاري او دغه راز یاد هېواد د G7 هېوادونو او اسلامي امارت تر منځ د اړیکو رامنځته کېدو هڅه کوي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د جاپان سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ په بېلا بېلو برخو کې له افغانستان سره د یاد هېواد د مرستو او همکاریو مننه کړې.

مولوي عبدالکبیر له جاپان سره د افغانستان پياوړو اړیکو ته په اشارې ویلي، د کابل او توکیو اړیکې خورا مهمې او د دواړو لوریو په ګټه دي او دغه راز جاپان یې د اسلامي امارت د بهرني سیاست مهمه برخه یاده کړې ده.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت هيله لري د دوحې د درېیمې ناستې ژمنې ژر پلې شي او یادونه یې کړې، اسلامي امارت د مسول حکومت په توګه ټولې ژمنې په یوازې ځان او د چا له مرستې پرته پوره کړې دي.

مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې ویلي، ژر به د اسلامي امارت له لوري له مخدره توکو سره د مبارزې عالي کمېسیون عملي کار پیل کړي او له همکارو ادارو او بنسټونو سره به ناستې ولري.

د مولوي امیرخان متقي او ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال لیدنه؛ د یو شمېر سترو پروژو د پرانیستې لپاره په چتووالي خبرې شوي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف په مشرۍ د دواړو هېوادونو د ګڼو ارګانونو پلاوو د افغانستان او ترکمنستان د ګډې پولې په صفري نقطه کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل لیکې د غځولو، وسپنې پټلۍ رغونې، برېښنا او نوري فایبر پروژو د پرانیستي لپاره د نهايي تیاریو په اړه خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې د دواړو لوریو اړوندو ټیمونو په نژدې راتلونکي کې د یادو سترو پروژو د پرانیستې مراسمو تیاري هم ارزول شوی دی.

د اداري کمېسيون غونډه د رياست الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوې.

په دې غونډه کې لومړی د کمېسيون له لوري ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه معلومات ورکړي.

وروسته د ماليې، لوړو زده کړو، پوهنې، اطلاعاتو او فرهنګ او همداراز د امارتي شرکتونو رياست د اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخيز بحث شوی او په اړه يې لازم تصميمونه نیول شوي دي.