ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 939

نورالدین عزیزي د ایران د درملو شرکتونو مسولینو سره په لیدنه کې افغانستان ته د باکیفیته درملو په واردولو ټینګار کړی

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ايران د درملو د تولید د يو شمېر لویو شرکتونو له مسولینو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د ایران د درملو تولید لويو شرکتونو له مسولینو سره، افغانستان ته د باکیفیته درملو د واردولو او د بې‌کیفیته او تقلبي درملو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د ایراني شرکتونو مسولینو هم په افغانستان کې د خپلو شرکتونو د څانګو پرانیستلو او د خامو کیمیاوي موادو پر تولید چمتووالی ښودلی دی.

همدارنګه د صنعت او سوداګرۍ وزیر د يادو شرکتونو د پروګرامونو هرکلی کړی او ويلي يې دي؛ اوسمهال افغانستان ته د باکیفیته درملو پر وارداتو هېڅ ډول محدودیت او بندیز نشته او له هغوی څخه یې غوښتنه کړې، چې راشي او په افغانستان کې دې پانګونه وکړي.

د ترکیې ولسمشر د اسرائیلو پر وړاندې د اسلامي هېوادونو د ایتلاف جوړېدو غوښتنه کړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، چې د اسرائیلو د توسعه طلبۍ ‘استعمار’ د ګواښ درولو یوازینۍ لاره د اسلامي هېوادونو اتحاد دی.

نوموړي په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د صهیونیستي یرغلګرو له لوري د یوې ترکي الاصله امریکايي مېرمنې ‘عایشه ‌نور’ د وژلو په غبرګون کې د اسرائیلي رژیم پر وړاندې د اسلامي هېوادونو پر ایتلاف ټینګار کړی.

دې ۲۶ کلنې ترکي الاصله امریکايي مېرمنې په لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلي یرغلګرو د ناقانونه مېشتېدو پر وړاندې لاریون کې برخه اخیستې وه.

ښاغلي اردوغان استانبول ښار کې د اسلامي ښوونځیو اتحادیې له لوري په جوړه شوې غونډه کې ویلي: “د اسرائیلو د تکبر، لوټمارۍ او د اسرائیلي دولتي ترهګرۍ د درولو یوازینۍ لاره د اسلامي هېوادونو اتحاد دی.”

د رویټرز د راپور پر اساس، رجب طیب اردوغان له مصر او سوریې سره د ترکیې د اړیکو ښه کېدو په تړاو ویلي، چې د دې اړیکو موخه د اسرائیلو د ‘پراختیا غوښتنې’ ګواښونو پر ضد مبارزه کول دي، چې د نوموړي په وینا؛ د فلسطین تر څنګ لبنان او سوریې ته هم ګواښ پېښوي.

د ترکیې ولسمشر په روانه اونۍ کې د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي کوربه و، چې دواړو لورو د غزې د جګړې او انقرې او قاهرې تر منځ د اړیکو پراختیا په تړاو خبرې کړې وې.

مصر د قطر او امریکا سره په ګډه غزه کې د روانې جګړې پای ته رسولو په برخه کې د منځګړي رول لري.

خوست کې د جنوب ختيځ زون په کچه د افغان طیور دولتي شرکت څانګه پرانېستل شوه

یاد شرکت چې د چرګانو د روزنې، د هغوی د درملنې، واکسینولو او د چرګانو دانې په تیارولو کې کار کوي او له یادو برخو نظارت او څارنه هم کوي، له ننګرهار وروسته یې په خوست کې د جنوب ختيځ زون په کچه څانګه پرانېستل شوه.

په دې اړه جوړې شوې پرانېست غونډه کې د خوست مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت د یاد شرکت فعالېدل د افغانستان اسلامي امارت د لاسته راوړنو بېلګه یاده کړې او ویلي يې دي، دا چې د چرګانو د تولید په برخه کې به اسانتیاوې او د کیفیت ښه والی رامنځته شي.

نوموړي په خوست کې د یاد شرکت څانګې پرانیستلو له امله د مسولینو مننه کړې

د افغانستان د شرکتونو لوی رییس مولوي عبدالحمید اخوندزاده ویلي؛ دا ګام د هېواد د پرمختګ لپاره مهم او ګټور دی، د دې او ورته نورو شرکتونو د لاسنیوي او د لا غوړېدا لپاره موږ د کورنیو او دفاع وزارتونو سره خپل پرمختګونه او ستونزې شریکې کړي او هغوی په ډېره لېوالتیا د مرستې ډاډ راکړی.

مولوي عبدالحمید اخوندزاده پر سوداګرو، شتمنو خلکو او پانګوالو غږ کړی، چې اوس د بشپړ امنیت په راتګ سره تاسو کولی شئ، چې په بېلا بېلو برخو کې پانګونه وکړئ او په بېلا بېلو تولیداتو کې شرکتونه پرانېزئ، موږ مو بشپړې همکارۍ ته چمتو یو.

د افغان طیور شرکت عمومي ریس محمد اسمعیل مخلص ویلي؛ د یادې څانګې په پرانېستل کېدو به له ګاونډي هېواد پاکستان څخه خوست ته د اعلی کوالېټۍ پرته د B  او C  کیفیت چرګوړو را واردول منع شي، چې په پایله کې به یې په کم وخت کې بازار ته په مناسبه بیه د لوړ کیفیت چرګان وړاندې شي.

نوموړي زیاته کړې، دغه شان به بازار ته د حلالو چرګانو د وړاندې کولو پر مهال د هغوی د صحت معاینه ترسره کیږي او د حلالولو پر مهال به د (حلال) ټاپه هم ورکول کیږي، چې له امله به یې په بازار کې د مړو شویو او ناروغو چرګانو د خرڅلاو مخه ونیول شي.

له نشه‌يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون پرانیستل شو

ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون پرانیسته وشوه.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د اسلامي امارت د کابینې یو شمېر غړو او د خپلواکو ادارو مسولینو هم ګډون کړی و.

د پرانیستې په مراسمو کې د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني وویل، کورنیو چارو وزارت د ملي دفاع وزارت او نورو اړوندو ارګانونو په ګډې همغږۍ په تېرو درېیو کلونو کې د نشه يي توکو پر وړاندې جدي اقدامات کړي او ګڼې لاسته راړونې لري.

نوموړي زیاته کړې؛ نشه یي توکي نه یواځې د افغانانو، بلکې د ټول بشریت لپاره ګواښ دی، موږ پدې برخه کې د امکاناتو او تجهیزاتو له کمښت سره مخ یوو، اړتیا ده چې نړیواله ټولنه مرسته وکړي او د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده او بزګرانو ته بدیل کښت برابر شي.

ورپسې د ملي دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد له نشه یي توکو سره د مبارزې عالي کمېسیون جوړول لوی نوښت وباله او وې ویل، د ملي اسلامي اردو ځواکونه له نورو اړوندو ادارو سره په بشپړې همکارۍ له نشه يي توکو سره مبارزې ته چمتو دي.

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي وویل؛ په افغانستان کې نه یوازې له نشه يي توکو بلکې، له انساني قاچاق او نورو سره هم باید مبارزه وشي.

نوموړي زیاته کړه، دغه پدیدې د افغان ځوانانو د تباه کولو ترڅنګ له نړیوالو سره د افغانستان پر اړیکو هم منفي اغېز کوي.

همداراز غونډې ته د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي وویل؛ تر اوسه د ۱۴زره معتادینو درملنه شوې خو د بودیجې، بسترخونو، بشري قوې او د زونونو په کچه د سترو روغتیايي مرکزونو نشتون یې چارې ټکنۍ کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، په دې برخه کې دې له عامې روغتیا وزارت سره مرستې وشي.

همدارنګه په دې غونډه کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني او د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس شیخ شهاب الدین دلاور خبرې کړي او د دې کمېسیون چارې یې مهمې بللي.

وروسته د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل، دا کمېسیون له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې د همغږۍ او هدفمنده اقداماتو لپاره رامنځته شوی دی.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړه؛ د اسلامي امارت له حاکمیت را وروسته په افغانستان کې د نشه يي توکو کر، تولید او قاچاق صفر ته نېږدې شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، پر افغانستان د امریکا او ناټو له اشغال سره سم په هېواد کې نشه يي توکي زیات او د نړۍ ۹۰ سلنه نشه يي ‌توکي په افغانستان کې تولیدېدل.

سیاسي مرستیال همداراز وویل؛ وروستیو وچکالیو، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو د افغانستان کرنیز سیستم سخت زیانمن کړی او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

مولوي عبدالکبیر له نړیوالې ټولنې‌ غوښتنه وکړه، چې د نشه يي ‌توکو په لمنځه وړلو او کروندګرو ته د بدیل کښت په برخه کې خپل مسولیتونه ادا کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په ټینګار وویل، دا مهال د افغانستان سرحدونه، بندرونه او هوايي‌ ډګرونه تر بشپړ امنیتي پوښښ لاندې دي او له هر ډول فساد څخه پاک دي.

همداراز د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معین لوی پاسوال ملا عبدالحق همکار وویل، په تېرو درېیو کلونو کې د نشه يي توکو پر ضد ۷۸زره عملیات شوي، چې په اړه یې ۲۰زره مظنونین نیول شوي، یو زر او۴۵۰ د بېلابېلو نشه يي توکو د تولید کارخونې له منځه تللي، ۱۲۲زره روږدي کسان تر درملنې لاندې دي او ۳۷ زره هکتاره ځمکه له نشه يي توکو پاکه شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت لومړي سیاسي رییس د مالیزیا له ځانګړي استازي سره لیدنه کړې

مالیزیا کې د اسلامي امارت لوی سفیر او د بهرنیو چارو وزارت لومړي سیاسي رییس د افغانستان لپاره د مالیزیا له ځانګړي استازي سره لیدنه کړې.

د بهرنیو چارو وزارت لومړي سیاسي رییس مفتي نور احمد نور او په مالیزیا کې د اسلامي امارت لوی سفیر نقیب الله احمدي په دې هېواد کې د اسلامي امارت لوی سفارت په دفتر کې د افغانستان لپاره د مالیزیا له ځانګړي استازي داتو احمد اعظم سره په ګڼو موضوعاتو خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې د افغانستان د وروستیو سیاسي، امنیتي او اقتصادي حالاتو په اړه هر اړخیز بحث شوی او راتلونکي کې د اړیکو د پراختیا، د ډیپلوماټیک تعامل د کچې لوړولو، کابل کې د سیاسي حضور په پیلولو او ګڼو نورو ورته موضوعاتو خبرې شوې دي.

همداراز په یاده لیدنه کې  له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره په اړیکو په ځانګړي ډول په سیاسي برخه کې د پرمختګونو په اړه خبرې شوي او غوښتنه شوې، چې دغه پرمختګونو ته په کتو مالیزیا هم همکارۍ ته پراختیا ورکړي.

 داتو احمد اعظم له افغانستان سره د مالیزیا د لومړي وزیر په لېوالتیا خبرې کړي او هیله یې څرګنده کړې، چې د مالیزیا لوړ پوړي چارواکي کابل ته سفر وکړي.

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي، نوري فايبر، ټاپ او وسپنې پټلۍ د پروژو د پرانيستې کمېسیون د چمتووالي لومړۍ ناسته وکړه

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل وايي، چې د رياست الوزرا مقام له حکم سره سم، د بهرنيو چارو وزير په مشرۍ د امنیتي ارګانونو، کانونو او پټروليم، ټولګټو چارو، اطلاعاتو او کلتور، مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارتونو او د امارت مرکزي وياند او د افغانستان برېښنا شرکت په ګډون د بهرنيو چارو وزارت کې ترکمنستان سره د ټاپي او ګڼو نورو پروژو د پرانيستې مراسمو لپاره د چمتووالي ناسته وکړه.

د ښاغلي تکل په وینا؛ دې ناسته کې د فرعي کمېټو د چمتووالي راپور اورېدل شوی او د مراسمو د ښه ترسره کېدو په موخه لازمې پرېکړې شوي.

نوموړي زیاته کړې؛ راتلونکو ورځو کې به يادې پروژې د يو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د جمعې ورځ، د ۱۴۴۶/۳/۳ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۶/۱۶هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۳۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۷۳ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۸ تنه و، ننګرهار، کنړ او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۶۹ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۰ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۱۸۲ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۱۲۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

په تورخم کې کډوالو  ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم توزیع شوې دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د تورخم په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۱۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳ کورنیو سره ټولې ۱۰۸ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۳۵۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۱۳ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۳۹۴ تنه کډوالو  ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې او کمپلې کډوالو  ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۱۲۵ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۷۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۷۶ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز 1یو زر او ۵۵۶ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۷ کورنیو سره ټولې ۴۵۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۷۹ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۱ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۰ کورنیو سره ټولې ۲۸۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۱۴۱ کورنۍ او ۶۰۷ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۱۹ کورنۍ او ۹۸ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۱۴۰ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۳۲۵ عدده

د فلسطین روغتیا وزارت: په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۶۱ فلسطینیان شهیدان شوي

د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې پر غزه تړانګه د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۶۱ فلسطینیان شهیدان او ۱۶۲ نور ټپیان شوي دي.

د الجزیرې نړیوالې خبري شبکې د راپور پر اساس، یوازې نن سهار په غزه تړانګه کې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله ۱۸ فلسطینیان شهیدان شوي.

په دې بریدونو کې د مرکزي غزې د کډوالو په بوریج کمپ کې د استوګنې یوه ودانۍ په نښه شوې، چې د یوې کورنۍ څلور غړي پکې شهیدان شوي.

د دې تر څنګ د نصیرات کمپ په لوېدیځه برخه د صهیونیستي یرغلګرو د برید له امله پینځه فلسطینیان شهیدان شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ نور ټپیان دي.

دغه‌راز د کډوالو او بې‌ځایه شویو فلسطینیانو پر یوه بل ښوونځي د اسرائیلي یرغلګرو د هوايي برید له امله ۸ فلسطینیان شهیدان شوي، چې د راپورونو له مخې سم نیمايي یې د یوې کورنۍ غړي دي.

په دې ښوونځي کې له تېرو ۱۰ میاشتو راهیسې فلسطیني بې‌ځایه شویو پناه اخیستې وه.

د یادونې وړ ده، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۴۰ زره او ۹۳۹ فلسطینیان شهیدان او ۹۴ زره او ۶۱۶ نور ټپيان شوي دي.