یاد شرکت چې د چرګانو د روزنې، د هغوی د درملنې، واکسینولو او د چرګانو دانې په تیارولو کې کار کوي او له یادو برخو نظارت او څارنه هم کوي، له ننګرهار وروسته یې په خوست کې د جنوب ختيځ زون په کچه څانګه پرانېستل شوه.
په دې اړه جوړې شوې پرانېست غونډه کې د خوست مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت د یاد شرکت فعالېدل د افغانستان اسلامي امارت د لاسته راوړنو بېلګه یاده کړې او ویلي يې دي، دا چې د چرګانو د تولید په برخه کې به اسانتیاوې او د کیفیت ښه والی رامنځته شي.
نوموړي په خوست کې د یاد شرکت څانګې پرانیستلو له امله د مسولینو مننه کړې
د افغانستان د شرکتونو لوی رییس مولوي عبدالحمید اخوندزاده ویلي؛ دا ګام د هېواد د پرمختګ لپاره مهم او ګټور دی، د دې او ورته نورو شرکتونو د لاسنیوي او د لا غوړېدا لپاره موږ د کورنیو او دفاع وزارتونو سره خپل پرمختګونه او ستونزې شریکې کړي او هغوی په ډېره لېوالتیا د مرستې ډاډ راکړی.
مولوي عبدالحمید اخوندزاده پر سوداګرو، شتمنو خلکو او پانګوالو غږ کړی، چې اوس د بشپړ امنیت په راتګ سره تاسو کولی شئ، چې په بېلا بېلو برخو کې پانګونه وکړئ او په بېلا بېلو تولیداتو کې شرکتونه پرانېزئ، موږ مو بشپړې همکارۍ ته چمتو یو.
د افغان طیور شرکت عمومي ریس محمد اسمعیل مخلص ویلي؛ د یادې څانګې په پرانېستل کېدو به له ګاونډي هېواد پاکستان څخه خوست ته د اعلی کوالېټۍ پرته د B او C کیفیت چرګوړو را واردول منع شي، چې په پایله کې به یې په کم وخت کې بازار ته په مناسبه بیه د لوړ کیفیت چرګان وړاندې شي.
نوموړي زیاته کړې، دغه شان به بازار ته د حلالو چرګانو د وړاندې کولو پر مهال د هغوی د صحت معاینه ترسره کیږي او د حلالولو پر مهال به د (حلال) ټاپه هم ورکول کیږي، چې له امله به یې په بازار کې د مړو شویو او ناروغو چرګانو د خرڅلاو مخه ونیول شي.

