ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له نشه‌يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون پرانیستل شو

ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون پرانیسته وشوه.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د اسلامي امارت د کابینې یو شمېر غړو او د خپلواکو ادارو مسولینو هم ګډون کړی و.

د پرانیستې په مراسمو کې د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني وویل، کورنیو چارو وزارت د ملي دفاع وزارت او نورو اړوندو ارګانونو په ګډې همغږۍ په تېرو درېیو کلونو کې د نشه يي توکو پر وړاندې جدي اقدامات کړي او ګڼې لاسته راړونې لري.

نوموړي زیاته کړې؛ نشه یي توکي نه یواځې د افغانانو، بلکې د ټول بشریت لپاره ګواښ دی، موږ پدې برخه کې د امکاناتو او تجهیزاتو له کمښت سره مخ یوو، اړتیا ده چې نړیواله ټولنه مرسته وکړي او د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده او بزګرانو ته بدیل کښت برابر شي.

ورپسې د ملي دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد له نشه یي توکو سره د مبارزې عالي کمېسیون جوړول لوی نوښت وباله او وې ویل، د ملي اسلامي اردو ځواکونه له نورو اړوندو ادارو سره په بشپړې همکارۍ له نشه يي توکو سره مبارزې ته چمتو دي.

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي وویل؛ په افغانستان کې نه یوازې له نشه يي توکو بلکې، له انساني قاچاق او نورو سره هم باید مبارزه وشي.

نوموړي زیاته کړه، دغه پدیدې د افغان ځوانانو د تباه کولو ترڅنګ له نړیوالو سره د افغانستان پر اړیکو هم منفي اغېز کوي.

همداراز غونډې ته د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي وویل؛ تر اوسه د ۱۴زره معتادینو درملنه شوې خو د بودیجې، بسترخونو، بشري قوې او د زونونو په کچه د سترو روغتیايي مرکزونو نشتون یې چارې ټکنۍ کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، په دې برخه کې دې له عامې روغتیا وزارت سره مرستې وشي.

همدارنګه په دې غونډه کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني او د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس شیخ شهاب الدین دلاور خبرې کړي او د دې کمېسیون چارې یې مهمې بللي.

وروسته د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل، دا کمېسیون له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې د همغږۍ او هدفمنده اقداماتو لپاره رامنځته شوی دی.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړه؛ د اسلامي امارت له حاکمیت را وروسته په افغانستان کې د نشه يي توکو کر، تولید او قاچاق صفر ته نېږدې شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، پر افغانستان د امریکا او ناټو له اشغال سره سم په هېواد کې نشه يي توکي زیات او د نړۍ ۹۰ سلنه نشه يي ‌توکي په افغانستان کې تولیدېدل.

سیاسي مرستیال همداراز وویل؛ وروستیو وچکالیو، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو د افغانستان کرنیز سیستم سخت زیانمن کړی او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

مولوي عبدالکبیر له نړیوالې ټولنې‌ غوښتنه وکړه، چې د نشه يي ‌توکو په لمنځه وړلو او کروندګرو ته د بدیل کښت په برخه کې خپل مسولیتونه ادا کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په ټینګار وویل، دا مهال د افغانستان سرحدونه، بندرونه او هوايي‌ ډګرونه تر بشپړ امنیتي پوښښ لاندې دي او له هر ډول فساد څخه پاک دي.

همداراز د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معین لوی پاسوال ملا عبدالحق همکار وویل، په تېرو درېیو کلونو کې د نشه يي توکو پر ضد ۷۸زره عملیات شوي، چې په اړه یې ۲۰زره مظنونین نیول شوي، یو زر او۴۵۰ د بېلابېلو نشه يي توکو د تولید کارخونې له منځه تللي، ۱۲۲زره روږدي کسان تر درملنې لاندې دي او ۳۷ زره هکتاره ځمکه له نشه يي توکو پاکه شوې ده.