د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزیر د ترکمنستان له سفیر سره لیدنه وکړه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر خواجه عوضوف سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د نوري فایبر، سایبر سکیورټي او ټکنالوژي اړوند موضوعاتو خبرې شوې.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزیر د ترکمنستان هېواد سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي؛ دواړه هېوادونه د اقتصادي ثبات لپاره، چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو لپاره هم حیاتي ارزښت لري، په ګډه کار کوي.
نوموړي په اوسني دور کې ټکنالوژي د وخت اړینه اړتیا یاده کړې او زیاته کړې یې ده، چې د ډیټا د انتقال لپاره تر ټولو مهمه برخه د فایبر غځول دي.
همدا راز هېوادونه اوسمهال په دې هڅه کې دي، چې خپل انټرنټي ماحول د امنیت له پلوده ډاډمن کړي او موږ هم په دې برخه کې پوره هڅه کړې؛ د هېواد په کچه د سایبري جرایمو لابراتوار جوړ شوی او په دې برخه کې لا نور اړین اقدامات هم ترسره کوو.
د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف هم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت څخه مننه کړې ده او ویلي یې دي، چې د فایبر غځونې او سایبر سکیوریټي په برخه کې به ګډ کار ته دوام ورکړي.
کرېکټ؛ د احمد شاه ابدالي فرسټکلاس سیالیو مهالوېش په ډاګه شو
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي؛ د کورني کرېکټ څانګې له کلني پلان سره سم اووم پړاو احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ پیلېږي.
یاد بورډ زیاته کړې، د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۶مه نېټه پیل شي چې د راتلونکې اکټوبر میاشتې تر ۲۶مې نېټې پورې به د ننګرهار ولایت په دوه بېلابېلو کرېکټ لوبغالو کې دوام ولري.
په یادو سیالیو کې څلور بېلابېلې لوبډلې، ماهیپر ستوري، میوند اتلان، پامیر لیجېنډز او هندوکش سټرایکرز، ګډون لري چې په لومړۍ لوبه کې به یې د هندوکش سټرایکرز لوبډله د سپټمبر میاشتې په ۱۶مه نېټه د ماهیپر ستوري لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
د دغو سیالیو د مهالوېش له مخې به ټولې ګډون کوونکې له یو بل سره دوه ځلې مخامخ شي، هره لوبډله به شپږ لوبې وکړي، چې له منځه به یې دوه مخکښې لوبډلې د اکټوبر میاشتې په ۲۲مه نېټه پیلېدونکې پایلوبې ته لاره ومومي.
په اووم پړاو احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو کې به د ملي لوبډلې د یو شمېر لوبغاړو ترڅنګ د کورني کرېکټ ګڼ شمېر نوموتي او د غوره کارکردګۍ لرونکي لوبغاړي ولوبېږي.
دغه راز ځوانو لوبغاړو ته د لا زیاتو غوره لوبیزو فرصتونو برابرولو په موخه د هېواد یو شمېر ځوانو لوبغاړو ته هم په یادو سیالیو کې د لوبېدو موقع ورکول کېږي چې د خپلو ملي لوبغاړو ترڅنګ به په دغو سیالیو کې ولوبېږي.
احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ په جوړښت کې له خورا ستر ارزښته برخمنې دي چې په هېواد کې د لوبغاړو او لوبې د اوږدې بڼې د ودې په برخه کې ستر رول لوبوي.
د خوست مرستیال والي امنیتي ځواکونو ته: په خاوره تېري کوونکي وځپئ
د خوست مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت تېره شپه (شنبه، د وږي ۱۷مه) د یاد ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ ته تللی او له امنیتي ځواکونو سره یې په فرضي کرښه کې د وروستیو حالاتو په اړه خبرې کړي.
مولوي محبوب شاه قانت د امنیتي ځواکونو سرښندنې او ميړانې ستایلې او دوی ته یې ویلي دي، ځیرک او متوجې اوسئ او هیچا ته د دې اجازه ورنه کړئ چې په خاوره مو تیری وکړی، د هر ډول تیري مخه ونیسي او له خپلې خاورې څخه کلکه دفاع او ننګه وکړي.
امنیتي ځواکونو مرستیال والي ته ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، په لوړه روحیه او قوي مورال سره به د هر ډول تیري مخه نیسي او له خپلې خاورې څخه به کلکه دفاع او ننګه کوي.
د دې ترڅنګ ولسونو په خپلو څرګندونو کې ویلي، د خپلو امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ دي او هر هغه چاته به کلک جواب ورکړي، څوک چې د دوی په خاوره ظلم او تیري ته زړه ښه کوي.
په قلبي، صدري انسټیټیوټ کې د دویم ځل لپاره د یوه ناروغ د زړه عملیات بریالي شول
د کابل طبي علومو پوهنتون په قلبي، صدري او وعایي ناروغیو انسټیټیوټ کې د یوه ناورغ د زړه وال یا MVR په بریالي ډول تبدیل او عملیات یې په بشپړ ډول بریالي شول.
د دې ۳۵ کلن ناروغ عملیات د سویسي ډاکټرانو په ملتیا د افغان ډاکټرانو له لوري ترسره شوي، چې روغتیايي وضعیت یې په بشپړ ډول د ډاډ وړ دی.
دا دویم ځل دی چې په یاد انسټیټیوټ کې د زړه د ناروغ وال بدلېږي.
د یادونې وړ ده، چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د سویسي متخصصینو یاد پلاوی د دې انسټیټیوټ د ډاکترانو ظرفیت لوړونې او پیچلو عملیاتونو د ترسراوي په موخه راغلی، چې تر دې مهاله یې د زړه یو شمېر مهم عملیات هم تر سره کړي دي.
سویس هېواد تېر کال هم د ایرو ایشیا بنسټ له لوري د قلبي، صدري او وعایي ناروغیو له انسټیټیوټ سره د ۵۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د زړه د بېلابېلو ناروغیو د وسایلو مرسته کړې وه.
د ملي دفاع وزارت د منسوبینو په هڅو پنجشیر له بدخشان سره ونښلول شو
ملي دفاع وزارت وایي، چې د انجینرۍ منسوبینو یې د پنجشیر ولایت د انجمن کوتل په هوارولو سره پنجشیر له بدخشان سره ونښلوه.
دا سړک ۳۰۰ کیلو متر اوږدوالی او ۱۰ متره پلنوالی لري، چې د نږدې ۵۰ کیلو متره چارو په بشپړېدو سره یې یاد دوه ولایتونه یو له بل سره وصل شول.
یاد وزارت زیاتوي؛ د دغه سړک پاتې چارې، چې د بدخشان تر بهارک ولسوالۍ پورې غځیږي په جدي ډول روانې دي او تر راتلونکو درېيو میاشتو به بشپړې شي.
دغهراز د دې سړک د چارو په بشپړېدو سره اوس د کران و منجان، یمګان، جرم او بهارک ولسوالۍ اوسېدونکي په کم لګښت او ۶ ساعتونو کې ځانونه پلازمینې کابل ته رسولای شي.
د بدخشان د ولسوالیو اوسېدونکي د دې سړک په جوړولو سره د ملي دفاع وزارت هڅې ستايي او وايي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره ښه پاملرنه ورته شوې ده.
اسرائیلو کې د رژیم ضد لاریونوالو شمېر ۷۵۰ زره ته رسېدلی
د الجزیرې نړیوالې خبري شبکې د راپور له مخې، اسرائیلو کې د رژیم ضد لاریونوالو شمېر شاوخوا ۷۵۰ زره ته رسېدلی او د لاریونونو د تنظیم کوونکو په وینا، یوازې ۵۰۰ زره کسان په تلابیب کې لارو، کوڅو او سړکونو ته راوتلي دي.
اسرائیلو کې د حکومت ضد لاریونونو زور اخیستی او په ورځنۍ چاره بدل شوي دي، ځکه چې د بندیانو تبادلې او غزه تړانګه کې د جګړې پای ته رسولو په برخه کې د بنیامین نتانیاهو د ماتې او پاتې راتلو له امله د خلکو نهیلي لا پسې زیاتېږي.
د وسلهوالو شخړو د ځای او پېښو د معلوماتو پروژې (ACLED) د شمېرو له مخې، د تېر زېږدیز کال د اکټوبر له ۷مې راهیسې په اسرائیلو کې هره میاشت په منځني ډول ۱۱۳ لاریونونه شوي دي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت: تېر کال هېواد کې د قومونو او خلکو ترمنځ ګڼې شخړې او دښمنۍ حل شوي
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسولینو نن (یکشنبه، وږي ۱۸مه نېټه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسولینو په یاد خبري کنفرانس کې وویل؛ په تېر کال کې ۳۴ ولسي، درې فوق العاده او ۱۶ ولایتي غونډې جوړې شوي دي.
دغه راز ۷۰۰ سیمه ییزې ستونزې تر پېژندنې وروسته له اړوندو مراجعو سره شریکې او یادو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د مسولینو لخوا ۴۰۰ پروژې منظور شوې دي.
مسولینو زیاته کړه، د زابل او پنجشېر ولایتونو د یو شمېر ولسوالیو د سړکونو جوړولو چارو بشپړېدل، د کاپیسا، میدان وردګو او لوګر ولایتونو اوسېدونکو د برېښنا ستونزو د حل په موخه د اړینو تدابیرو نیول او د بدخشان ولایت په پامیر ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو فعالول، د سیمه ییزو ستونزو د حل برخه کې د وزارت له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.
د یاد وزارت مسولینو د خپلو خبرو په دوام وویل؛ په هېواد کې د اسلامي امارت په بیا حاکمېدو سره، د قومي شخړو کچه را ټیټه شوې او دغه وزارت په تېر یو کال کې د ۳۰۴ غونډو او ۵۲۵ ناستو په جوړولو سره د قومونو او خلکو ترمنځ شخړې او دښمنۍ په بشپړ ډول حل کړي دي.
په همدې ډول، د هرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې د اڅکزیو، طاهري او نورو قومونو تر منځ د ۵۰ کلنې، د بادغیس په اب کمري ولسوالۍ کې د ۲۰ کلنې، په غزني ولایت کې د هزاره او کوچیانو د ۲۴ کلنې او د پنجشیر ولایت په ابشار ولسوالۍ کې د ۴۰ کلنې شخړې حل، په تېر کال کې د دغه وزارت له مهمو فعالیتونو څخه دي.
مسولینو زیاتوي، چې د هېواد د سرحدونو او پولو ساتنه، د وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده او په تېر یوه کال کې په دې برخه کې جدي او پرله پسې هڅې شوي دي.
همدارنګه د یاد وزارت مسولینو وویل؛ د بندرونو ریاست د وزارت په تشکیلاتي جوړښت کې اضافه شوی او دغه ریاست د ننګرهار، خوست، پکتیا، پکتیکا، زابل، کندهار، هرات، فراه، نیمروز، کندوز، تخار، فاریاب او بلخ په بندرونو کې ناروغانو، کډوالو او مسافرو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه، د هېواد له سرحدي ارګانونو سره اړینه همغږي کړې ده.
د مسولینو په وینا، د تېر کال پر مهال د کلتور، وګړو، مساحت، پوهنې، اقتصاد، پراختیا، کرنې او مالدارۍ په برخه کې څو اړخیزې څېړنې ترسره شوي، چې په پایله کې یې له بادغیس، غزني، پکتیا او فراه ولایتونو څخه هر اړخیز معلومات راټول او د سرحدي ولسوالیو نقشه هم چمتو شوې ده.
د دې وزارت مسولینو څرګنده کړه، چې اوسمهال د دغه وزارت په اړوند لېسو کې اووه زره او ۱۰۴ تنه په زده کړو بوخت دي، په تېر کال کې ۶۹۹ زده کوونکي فارغ شوي او یو زر او ۶۳۲ نوي زده کوونکي جذب شوي دي.
مسولینو وویل؛ دغه راز د بدخشان په فیض اباد کې د پامیري زده کوونکو لپاره د پامیر په نوم یوه نوې لېسه جوړه شوې، چې د استادانو او کارکوونکو د استخدام پروسه یې روانه ده.
د یاد وزارت مسولینو وویل؛ په تېر کال کې د ریاست الوزرا عالي مقام د لارښوونې له مخې، په بادغیس، فاریاب، جوزجان، بلخ، تخار، بغلان، بدخشان، ننګرهار، کندهار، هلمند، پکتیکا، ارزګان، بامیان، کونړ او میدان وردګ ولایتونو کې د کوچیانو له زیانمنو کورنیو سره نغدي او غیرې نغدي مرستې شوي دي.
مسولین زیاتوي، چې د هېواد په کچه د کوچیانو د درملنې لپاره ۱۰۰ ګرځنده او ۱۱ ثابت روغتونونه او د هغوی د څارویو د درملنې په موخه ۶۰ حیواني روغتونونه فعالیت کوي، د کوچیانو د مالدارۍ او اقتصادي ودې لپاره، روزنیز پروګرامونه جوړ شوي او په بېلا بېلو ولایتونو کې د څړځاینونو ۴۰ مورده ستونزې له اړونده مراجعو سره شریکې شوي دي.
د مسولینو د معلوماتو پر بنسټ، د وزارت اړوند، ۱۱ ښوونیزو مرکزونو د لیلیې چارو تنظیم په موخه د لایحې، د کوچیانو چارو د سمون، اسکان او څړځایونو د کړنلارې، د ټکنالوژي ریاست ته د ډیټا د امنیت پالېسۍ تخنیکی اسنادو او د قومي شخړو د حل کړنلارې د مسودې چمتو کول او د برېښنایي کتابتون فعالول، په تیر کال کې د دغه وزارت له نورو فعالیتونو څخه دي.
عامې روغتیا وزارت: د اکمال تخصص پروګرام له نږدې ۶۰۰ فارغانو څخه د “Comprehensive” ازموینه واخیستل شوه
د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د دغه وزارت او د ازموینو ملي ادارې له لوري د اکمال تخصص پروګرام له فارغانو څخه د “Comprehensive” ازموینه واخیستل شوه.
یاد وزارت زیاتوي؛ د یادې ازموینې د پروسې روڼتیا په موخه د تخصصي روغتونونو د استادانو له لوري د قرنطین شرایطو لاندې پوښتنې چمتو شوې وې او په شرایطو برابرو۵۹۱ تنو هغه کاندیدانو څخه، چې مونوګرافونه یې بشپړ کړي وو او په انلاین ډول یې نوملیکنه کړې وه ازموینه واخیستل شوه.
د یادونې وړ ده، چې د اکمال تخصص لوی ریاست تل هڅه کړې د تخصصي پروګرامونو د بډایه کولو لپاره علمي معیارونه پلي او د ډاکټرانو علمي کچه لوړه کړي، ترڅو هېوادوالو ته په کور دننه معیاري خدمات وړاندې شي.
مولوي نجیب الله حیات حقاني: د انټرنټي امنیت په موخه د هېواد په کچه د سایبري جرایمو لابراتوار جوړ شوی
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي؛ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني د ترکمنستان هېواد له سفیر خواجه عوضوف سره لیدنه کړې.
یاد وزارت زیاته کړې؛ په دې لیدنه کې د نوري فایبر، سایبر سکیورټي او همدا راز د ټکنالوجۍ اړوند موضوعاتو خبرې وکړې.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د ترکمنستان هېواد سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ د عشق اباد او کابل اړیکې د وروۍ او د ښه ګاونډیتوب وبللې او ويي ویل، چې دواړه هېوادونه د اقتصادي ثبات لپاره چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو لپاره هم حیاتي ارزښت په ګډه کار کوي.
مولوي نجیب الله حیات حقاني اوسني دور کې ټکنالوجي د وخت اړینه اړتیا یاده کړه او زیاته یې کړه، چې د ډیټا د لیږد لپاره تر ټولو مهمه برخه د فایبر غځول دي.
نوموړي وویل، هېوادونه اوس مهال په دې هڅه کې دي چې خپل انټرنټي ماحول د امنیت له پلوده ډاډمن کړي چې مونږ هم په دې برخه کې پوره هڅه کړې د هېواد په کچه د سایبري جرایمو لابراتوار جوړ شوی او هڅه کوو په دې برخه کې نور لازم اقدامات هم ترسره کړو.
د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف هم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت څخه مننه وکړه او ويي ویل، اوسمهال دواړه هېوادونه په دې بوخت دي چې د فایبر غځونې او سایبر سیکیورټي په برخه کې په ګډه کار وکړي.
د همدې موخې د څارنې لپاره موده وړاندې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت استازو یاد هېواد ته سفر درلود او په ځینو مهمو مواردو یې بحث او خبرې کړي او ځینې تفاهم لیکونه یې هم لاسلیک کړي دي.









