د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسولینو نن (یکشنبه، وږي ۱۸مه نېټه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسولینو په یاد خبري کنفرانس کې وویل؛ په تېر کال کې ۳۴ ولسي، درې فوق العاده او ۱۶ ولایتي غونډې جوړې شوي دي.
دغه راز ۷۰۰ سیمه ییزې ستونزې تر پېژندنې وروسته له اړوندو مراجعو سره شریکې او یادو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د مسولینو لخوا ۴۰۰ پروژې منظور شوې دي.
مسولینو زیاته کړه، د زابل او پنجشېر ولایتونو د یو شمېر ولسوالیو د سړکونو جوړولو چارو بشپړېدل، د کاپیسا، میدان وردګو او لوګر ولایتونو اوسېدونکو د برېښنا ستونزو د حل په موخه د اړینو تدابیرو نیول او د بدخشان ولایت په پامیر ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو فعالول، د سیمه ییزو ستونزو د حل برخه کې د وزارت له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.
د یاد وزارت مسولینو د خپلو خبرو په دوام وویل؛ په هېواد کې د اسلامي امارت په بیا حاکمېدو سره، د قومي شخړو کچه را ټیټه شوې او دغه وزارت په تېر یو کال کې د ۳۰۴ غونډو او ۵۲۵ ناستو په جوړولو سره د قومونو او خلکو ترمنځ شخړې او دښمنۍ په بشپړ ډول حل کړي دي.
په همدې ډول، د هرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې د اڅکزیو، طاهري او نورو قومونو تر منځ د ۵۰ کلنې، د بادغیس په اب کمري ولسوالۍ کې د ۲۰ کلنې، په غزني ولایت کې د هزاره او کوچیانو د ۲۴ کلنې او د پنجشیر ولایت په ابشار ولسوالۍ کې د ۴۰ کلنې شخړې حل، په تېر کال کې د دغه وزارت له مهمو فعالیتونو څخه دي.
مسولینو زیاتوي، چې د هېواد د سرحدونو او پولو ساتنه، د وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده او په تېر یوه کال کې په دې برخه کې جدي او پرله پسې هڅې شوي دي.
همدارنګه د یاد وزارت مسولینو وویل؛ د بندرونو ریاست د وزارت په تشکیلاتي جوړښت کې اضافه شوی او دغه ریاست د ننګرهار، خوست، پکتیا، پکتیکا، زابل، کندهار، هرات، فراه، نیمروز، کندوز، تخار، فاریاب او بلخ په بندرونو کې ناروغانو، کډوالو او مسافرو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه، د هېواد له سرحدي ارګانونو سره اړینه همغږي کړې ده.
د مسولینو په وینا، د تېر کال پر مهال د کلتور، وګړو، مساحت، پوهنې، اقتصاد، پراختیا، کرنې او مالدارۍ په برخه کې څو اړخیزې څېړنې ترسره شوي، چې په پایله کې یې له بادغیس، غزني، پکتیا او فراه ولایتونو څخه هر اړخیز معلومات راټول او د سرحدي ولسوالیو نقشه هم چمتو شوې ده.
د دې وزارت مسولینو څرګنده کړه، چې اوسمهال د دغه وزارت په اړوند لېسو کې اووه زره او ۱۰۴ تنه په زده کړو بوخت دي، په تېر کال کې ۶۹۹ زده کوونکي فارغ شوي او یو زر او ۶۳۲ نوي زده کوونکي جذب شوي دي.
مسولینو وویل؛ دغه راز د بدخشان په فیض اباد کې د پامیري زده کوونکو لپاره د پامیر په نوم یوه نوې لېسه جوړه شوې، چې د استادانو او کارکوونکو د استخدام پروسه یې روانه ده.
د یاد وزارت مسولینو وویل؛ په تېر کال کې د ریاست الوزرا عالي مقام د لارښوونې له مخې، په بادغیس، فاریاب، جوزجان، بلخ، تخار، بغلان، بدخشان، ننګرهار، کندهار، هلمند، پکتیکا، ارزګان، بامیان، کونړ او میدان وردګ ولایتونو کې د کوچیانو له زیانمنو کورنیو سره نغدي او غیرې نغدي مرستې شوي دي.
مسولین زیاتوي، چې د هېواد په کچه د کوچیانو د درملنې لپاره ۱۰۰ ګرځنده او ۱۱ ثابت روغتونونه او د هغوی د څارویو د درملنې په موخه ۶۰ حیواني روغتونونه فعالیت کوي، د کوچیانو د مالدارۍ او اقتصادي ودې لپاره، روزنیز پروګرامونه جوړ شوي او په بېلا بېلو ولایتونو کې د څړځاینونو ۴۰ مورده ستونزې له اړونده مراجعو سره شریکې شوي دي.
د مسولینو د معلوماتو پر بنسټ، د وزارت اړوند، ۱۱ ښوونیزو مرکزونو د لیلیې چارو تنظیم په موخه د لایحې، د کوچیانو چارو د سمون، اسکان او څړځایونو د کړنلارې، د ټکنالوژي ریاست ته د ډیټا د امنیت پالېسۍ تخنیکی اسنادو او د قومي شخړو د حل کړنلارې د مسودې چمتو کول او د برېښنایي کتابتون فعالول، په تیر کال کې د دغه وزارت له نورو فعالیتونو څخه دي.

