ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 937

پر سوریه د اسرائیلو یرغلګرو د هوايي برید له امله ۵ کسان شهیدان شوي

د سوریي دولتي خبري اژانس ‘سانا’ خبر ورکړی، چې صهیونیستي رژیم پرون (یکشنبه، د سپټمبر په ۸مه) د لبنان له فضا په مرکزي سوريه کې پر پوځي تاسیاساتو توغندیز برید کړی.

په دې برید کې ۵ کسان شهیدان او ۱۹ نور ټپیان شوي دي. د دې برید قربانیان ملکي وګړي ښودل شوي دي.

د سوریې یوې امنیتي سرچینې هم ‘سانا’ خبري اژانس ته د دې برید پخلی کړی او ویلي یې دي، چې یو شمېر توغندي د سوريې هوایي ځواک له لوري شنډ او له منځه وړل شوي دي.

مولوي عتيق الله عزيزي د يوه پلاوي په مشرۍ د جام تاریخي منار د وضعيت ارزونې په موخه غور ته سفر کړی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتيق الله عزيزي، د يوه پلاوي په مشرۍ د جام تاریخي منار د وضعيت د څېړلو په موخه غور ته سفر کړی او د یاد ولایت شهرک ولسوالۍ اړونده د جام تاریخي منار څخه یې لیدنه کړې.

مولوي عتیق الله عزیزي د دې تاریخي منار څخه د لیدنې پر مهال ویلي؛ د جام سیند ورستي له خطره ډک سېلابونو لرغوني منار ته په ښکاره زیان ندی اړولی، خو د راتلونکي سېلابونو او طبعي پېښو له امله د خطر اوړېدو ويره شته، چې مهم ټکي په ګوته شول او ډیر ژر به ورباندې عملي کار پیل شي.

نوموړي زیاته کړې، د ریاست الوزرا د لارښونې پر بنسټ د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مشرۍ د څو وزارتونو ګډ تخنیکي ټیم ټاکل شوی، ترڅو د منار د استحکام لپاره دایمي پلان جوړ او عملي شي.

ښاغلي عزیزي د منار انحراف په اړه خپرې شوې اوازې دروغ  بللي او ویلي یې دي، منار په خپل استقامت او ظرافت ولاړ ده.

د هنر او کلتور مرستیال زیاته کړې، په تېرو کلونو کې نړیوال کلتوري سازمانونه په خانګړي توګه یونسکو د لرغوني جام د بنیادي  استحکام لپاره خپل مسولیت په سمه توګه نه دی ادا کړی، له دې ورسته زموږ هېله دا ده چې خپل کارونه په عمل کې ترسره کړي نه په خبرو.

ډاکټر عبدالباري عمر د حرارتي دستګاه او برېښنا انرژۍ کنټرول له مرکز څخه لېدنه کړې

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د کابل ترخېلو ۱۰۵ مېګاوټه حرارتي دستګاه او مرکزي ډیسپیچینګ (د برېښنا انرژۍ کنټرول مرکز) څخه لومړنۍ لېدنه کړې.

د دې لیدنې پر مهال د یادې دستګاه او ډیسپیچینګ تخنیکي ټیمونو د خپلو کارکړنو او د ټولو سیستمونو په اړه بشپړ معلومات ورکړي دي.

د برېښنا انرژۍ کنټرول مرکز کارکوونکو د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس سره د خپلو لاسته راوړنو تر څنک خپلي شته ستونزې هم شریکې کړي دي، چې ښاغلي عمر یې کارکړنې او زیارونه ستایلي او او د هر اړخیزې همکارۍ بشپړ ډاډ یې ورکړی دی.

ډاکټر عبدالباري عمر د چارو د لا ښه سمون، تجهیزاتو خوندېتوب، ضایعاتو مخنېوي او پر شبکې د کره څارنې او سمون په اړه تخنیکي ټیمونو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د یادونې ده، چې د تره خیلو ۱۰۵ مېګاواټه حرارتي دستګاه څخه په ځانګړو او بیړنیو حالاتو کې کار اخېستل کیږي او ډیسپیچینګ چې د افغانستان برېښنا شرکت ځانګړی تخنیکي مرکز دی؛ ټول هېواد کې کارېدونکې برېښنا ترې کنټرول او تنظیمیږي.

د اردن او اسرائیلو پر پوله درې اسرائیلي عسکر وژل شوي

یو شمېر رسنیو د اسرائيلي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې یوه وسله‌وال کس د اسرائيلو او اردن پر پوله د اللنبي پل سره نږدې، پر صهیونیستي عسکرو ډزې کړې او درې کسان یې وژلي.

د اردن په پلازمېنه عمان کې بیا خلک د بریدګر په ملاتړ واټونو ته وتلي او د نوموړي دا کار یې ستایلی دی.

د راپورونو له‌مخې، یاد ۳۹ کلن برید کوونکی د لارۍ چلوونکی و، چې له برید وروسته اسرائیلي عسکرو شهید کړی دی. اسرائیلو او اردن یاده پوله تر بلې خبرتیا تړلې ده.

ویل کېږي، چې د فلسطین د اسلامي جهاد ډلې د برید مسولیت منلی او ویلي یې دي، چې دا د اسرائیلو وحشیانه ټول‌وژنې ته طبیعي غبرګون دی.

پر غزه د صهیونیستي رژیم بریدونه دوولسمې میاشتې ته ننوتي او په سیمه‌ییزه کچه هم ترینګلتیا ډېرېدونکې ده.

د اللنبي لاره د اردن پلازمېنې عمان، بیت‌المقدس او د ارام سمندر په شمال کې موقعیت لري، چې اردنیان او فلسطینیان یې د پاچا حسین پل یا الکرامه پل بولي.

دا پل اوس‌مهال د فلسطینیانو لپاره یوازینۍ لاره ده، چې له اشغال شوې لوېدیځې غاړې څخه پر اسرائیلو له تېرېدو پرته تګ-راتګ پرې کولای شي.

خوست کې د ۷۴ زره ډالرو په ارزښت د اتو کارېزونو د ترمیم چارې پیل شوې

د خوست د شمل خرم فرعي سیندیزې حوزې د ریاست تر نظارت لاندې د یونسکو سازمان د  STFA موسسې په مالي لګښت د خوست په مرکز، باک، نادرشاه کوټ، موسی خیلو او صبریو ولسوالیو کې د اتو کارېزونو د ترمیم چارې د ۷۴ زره ډالرو په لګښت پیل شوې، چې شاوخوا پینځو میاشتو کې به یې چارې پای ته ورسیږي.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې کې د خوست ولایت د دفتر ریس قاري رحمت الله سوبمن ویلي، د اوبو مهارول اړین او ضروري دي.

قاري رحمت الله سوبمن زیاته کړې؛ افغانستان یو زرعتي هېواد دی که چیرته یې د اوبو مدیریت په سمه توګه وکړل شي، نو لرې نه ده، چې اقتصاد به یې وده وکړي او په دې برخه کې به ژر پر خپل ځان بسیا شي.

د یاد ریاست ریس مولوي عبدالقیوم ثابت ویلي؛ یاد کارېزونه چې پخوا جوړ شوي ول، پاکولو، او ترمیم ته اړتیا لري، چې په پایله کې به یې سلګونه جریبه ځمکه خړوبه شي او خلک به یې د څښاک لپاره هم له اوبو ګټه واخلي.

ورته مهال د یادو سیمو د ځایي اوسېدونکو د دې پروژو په پیل خوښي ښودلې او ویلي یې دي؛ د کارېزونو په بیا ترمیم به اوبه زیاتې او له امله به یې د زراعتي ځمکو په خړوبولو کې دوی ته اسانتیاوې رامنځته شي او کرنیز حاصلات به یې زیات شي.

د دغو پروژو ساختماني چارې چې یو خصوصي ساختماني شرکت ته سپارل شوي، په اړه یې د یاد شرکت انجینر ویلي، د ځمکو د خړوبولو لپاره د دا ډول کارېزونو جوړول پخوانی دود دی او د ژورو څاه ګانو په پرتله يې ډېرو خلکو ته ګټه هم رسیږي او د ځمکې لاندې اوبو د کمښت مخنیوی هم کوي.

د یادونې وړ ده، چې د یادو کارېزونو د ترمیم او پاک کارۍ په چارو کې به سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

د تره خېلو د ۲۵۲ میګاولټ امپیر د نوي سب سټیشن د جوړولو چارې پیل شوې

د تره خېلو د ۲۵۲ میګاولټ امپیر د نوي سب سټیشن د جوړونې او له چمتلې څخه د تره خېلو تر نوي سب سټیشن پورې د ۲۲۰ کیلو ولټ امپیر لېږد مزي پروژې پرانیستل شوې.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور، د صنعت او سوداګري وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد، د افغانستان برېښنا شرکت د اجراییوي ریيس ډاکټر عبدالباري عمر، د اوبو او انرژي وزارت د مقام سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د اسلامي امارت د نورو لوړ پوړو مسولینو، د اوبو او انرژي وزارت د ریيسانو او د سیمې د ګڼ شمېر اوسېدونکو شتون درلود.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د دغو پروژو په پرانیست غونډه کې په هېواد کې د شته برېښنا د تولید وړتیاوو ته په اشارې ویلي، د اوبو مدیریت او د کورنۍ انرژي د تولید پراختیا د افغانستان د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې ځای لري.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغو پروژو په پرانیست غونډه کې د هغوی د ارزښت په هکله خبرې کړي او ویلي یې دي، د اوبو او انرژي وزارت له لوري په بېل ابېلو ولایتونو کې څو ټولګټې پروژې پلي شوې، چې د افغانستان خلک به یې په نږدې راتلونکي کې د بشپړېدو او ګټې ته د سپارلو شاهدان و اوسي.

همدغه راز، د  افغانستان برېښنا شرکت اجراییوي رییس د هېواد د ځان بسیاینې په برخه کې د انرژي پراختیا یو بنسټیز او مهم اصل بللی او ویلي يې دي، د برېښنا شرکت د اوبو او انرژي وزارت په همغږي سره د انرژي د پراختیا په برخه کې دایمي هلو، ځلو ته ژمن دی.

دغه پروژه د يوه کورني شرکت لخوا د ۱۸.۷ ميليونه ډالرو په پانګونې سره د دوو کلونو په موده کې  پلې کېږي چې په بشپړېدو سره به يې د ۲۵۰زره مشتريانو او صنعتي پارکونو د برېښنا ستونزې حل شي.

همدغه راز، د دغو پروژو په پلي کېدو سره به په کابل کې د برېښنا انرژي د جذب په برخه کې  زمینه چمتو او د صنعت کارانو د برېښنا د کموالي ستونزې هم هوارې شي.

مولوي ذبیح‌الله مجاهد د کورنیو او بهرنیو رسنیو له مسولینو سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د کورنیو او بهرنیو رسنیو له مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې لومړی مولوي ذبیح الله مجاهد د یو شمېر بنسټيزو پروژو لکه ټاپي، نوري فایبر، رېل پټلۍ، ټاپ او نورو مهمو پروژو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړي او د رسنیو له مسولینو یې غوښتي، ترڅو د یادو پروژو د ښه پوښښ او انعکاس لپاره همکاري وکړي.

دغه‌راز نوموړي له یادو مسولینو غوښتي، چې د راپورونو د ترتیب ترڅنګ د دې پروژو د اقتصادي او ټولنیز اهمیت په اړه له یو شمېر کارپوهانو سره تحلیلي بحثونه وکړي، ترڅو د یادو پروژو د ارزښت او اهمیت په اړه هېوادوالو ته لا پوهاوی ورکړل شي.

د غونډې په پای کې د کورنیو او بهرنیو رسنیو مسولینو د یادو پروژو د ښه انعکاس په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه د افغانستان اسلامي امارت له مرکزي ویاند سره شریک کړي دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزیر د ترکمنستان له سفیر سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر خواجه عوضوف سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د نوري فایبر، سایبر سکیورټي او ټکنالوژي اړوند موضوعاتو خبرې شوې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزیر د ترکمنستان هېواد سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي؛ دواړه هېوادونه د اقتصادي ثبات لپاره، چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو لپاره هم حیاتي ارزښت لري، په ګډه کار کوي.

نوموړي په اوسني دور کې ټکنالوژي د وخت اړینه اړتیا یاده کړې او زیاته کړې یې ده، چې د ډیټا د انتقال لپاره تر ټولو مهمه برخه د فایبر غځول دي.

همدا راز هېوادونه اوس‌مهال په دې هڅه کې دي، چې خپل انټرنټي ماحول د امنیت له پلوده ډاډمن کړي او موږ هم په دې برخه کې پوره هڅه کړې؛ د هېواد په کچه د سایبري جرایمو لابراتوار جوړ شوی او په دې برخه کې لا نور اړین اقدامات هم ترسره کوو.

د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف هم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت څخه مننه کړې ده او ویلي یې دي، چې د فایبر غځونې او سایبر سکیوریټي په برخه کې به ګډ کار ته دوام ورکړي.