ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 936

اقتصادي معاونیت: ډېر ژر به په سیمه کې د ګازو د انتقال تر ټولو لویې پروژې (ټاپي) عملي چارې پیل شي

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي؛ افغانستان د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د ټرانزیټ او د انرژۍ لیږد لپاره تر ټولو نږدې او امن لار ده.

اسلامي امارت د هېواد ستراتیژیک موقعیت ته په کتو هڅه کوي، چې له انرژي څخه غني مرکزي اسیا د انرژۍ له کمبود سره مخ سویلي اسیا سره ونښلوي.

د انرژۍ دغه پروژه چې د افغانستان له لارې تېریږي، د ټاپي پروژه ده چې په نږدې ورځو کې به یې عملي چارې په افغانستان پیل شي.

د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا د افغانستان او د بل لوري به د سویلي اسیا هېوادونو د انرژۍ کمبود تر یوې اندازې پوره شي.

د دې ترڅنګ به هېواد کې کاري فرصتونه رامنځته، اقتصادي وده به ګړندۍ او د ترانزیټي فیس له مخې به د ملي عوایدو لپاره ښه سرچینه پیدا شي.

د ټاپي نل لیکه شاوخوا یو زر او ۸۱۴ کلیو متره لري، چې له دې جملې ۸۱۶ کیلو متره یې د افغانستان له خاورې تېریږي.

دغه د ګازو نل لیکه د ترکمنستان څخه پیل او د افغانستان له هرات، فراه، نیمروز هلمند او کندهار ولایتونو څخه په تېرېدو سره لومړی پاکستان او په پای کې هند ته رسیږي.

د دغې نل لیکې مجموعې ظرفیت په یو کال کې ۳۳ میلیارد متره مکعب ګاز ته رسیږي، چې له دې څخه به پینځه میلیارد متره مکعب په افغانستان او پاتې ۱۴ـ۱۴ میلیارد متره مکعب به په پاکستان او هندوستان کې په مصرف ورسیږي.

د دې نل لیکې د رغولو او وروسته د استفادې پر مهال د حفظ او مراقبت او امنیت په برخو کې زرګونو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابریږي.

همدارنګه افغانستان به وکولی شي، چې له دې ګازو څخه په ګټې اخیستنې سلګونه میګاه واټه برېښنا هم تولید کړي.

همداراز به افغانستان وکولی شي، په کلني ډول له دغې پروژې څخه شاوخوا ۴۵۰ میلیون ډالر ترانزيټي فیس هم ترلاسه کړي.

د اوبو او انرژي وزارت: تخار کې د څلورو کانالونو بیارغونې چارې د نږدې ۴۰۰ زره ډالرو په لګښت پيل شوې

د اوبو او انرژي وزارت وایي؛ د تخار په مرکز تالقان او فرخار ولسوالي کې د شاه روان، ګاومالي، ملک های خطایان او لجده کانالونو د تحکیماتو او بیارغونې چارې د ۳۸۴ زره امریکایي ډالرو په لګښت د تالقان د سیندیزې فرعي حوزې د ریيس سراج الدین وهاج، قومي مشرانو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون کې پيل شوې.

یاد وزارت زیاتوي، په دغه پروژه کې، یو زر او ۵۰۰ متره تحکیمات او د څلورو دهنو ودانۍ شاملې دي، چې د اف، اې، او موسسې په مالي لګښت د تالقان د سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پلي کېږي.

د یاد وزارت په وینا، د دې پروژې چارې به د ۱۱ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې ته په سپارلو سره به یې ۱۱۰ زره  جریبه ځمکه خړوبه شي.

د عامې روغتیا وزیر او د ایران درمل جوړونې خصوصي سکټور د پلاوي لیدنه؛ هېواد ته د با کیفیته درملو په واردولو خبرې شوي

د عامې روغتیا وزارت وایي، د دې وزارت وزیر مولوي نور جلال جلالي له ایران هېواد څخه د درمل جوړونې خصوصي سکتور د راغلي پلاوي سره لیدنه کړې.

یاد وزارت زیاته کړې؛ په دې لیدنه کې د ایران هېواد د سفارت استازو، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد او د روغتیایې پراختیا او پالیسۍ مرستیال ډاکټر محمد حسن غیاثي هم شتون درلود.

په دې لیدنه کې په هېواد کې د درملو پر تولید، په دې برخه کې د تجربو پر شریکولو، د خصوصي سکتور پر پیاوړتیا او د با کیفیته درملو واردولو په اړه خبرې شوې.

مولوي نور جلال جلالي د خصوصي سکتور له لوري د درملو جوړولو په برخه کې خپله ژمنتیا څرګنده کړې او د درمل جوړلو په برخه کې یې د اړینې پاملرنې غوښتنه کړې.

ډاکتر ملا عبدالواسع: مسولین دې خپلو مسولیتونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي

د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع په مشرۍ د چارو د همغږۍ او ښه والي د چټکتیا په موخه ګډه اداري غونډه نن له غرمې مخکې په چهار چنار ماڼۍ کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې چې د ریاست الوزرا د دفتر لوی ریاست مرستیالانو، د ریاست الوزرا د مرستیالانو د دفتر عمومي رییسانو، د دې ادارو بېلابېلو رییسانو او مسولینو شتون درلود.

 غونډ کې ډاکتر ملا عبدالواسع د مخکېنیو غونډو پایلې مثبتې وارزولې او وې ویل، د بېلابېلو ادارو ترمنځ تفاهم او همغږي زیاته شوې او هیله من یم د ورورۍ، تفاهم او د مرستو شریکولو فضا لا زیاته شي.

د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رییس زیاته کړه، موږ په دنیا او اخرت کې د خپلو کړنو ځواب ویونکي یوو، پر دې بنا باید خپلو مسولیتونو ته ښه پام او د ستونزو د حل لپاره اړوندو مسولینو ته مراجعه وکړو.

وروسته د ریاست الوزرا اداري معاونیت د دفتر رییس مولوي عبدالخلیل روحاني او د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رییس مولوي ذاکرالله ذاکر او یو شمېر نورو مسولینو د خدماتو او حفظ و مراقبت په برخه کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رییس سره شریک کړل.

په دې غونډه کې د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر د بشري سرچینو رییس مولوي محمد داوود محمدي د ظرفیت لوړولو، د مکافاتو او مجازاتو اصولو د پلي کېدل او د اهلیت، لیاقت او شخصیت لرونکو کسانو د تقرر په اړه د اړوندو ادارو د استخدام کمېټو د همغږي په اړه خپل وړاندیزونه وکړل او وې ویل، موږ باید داسې ادارې جوړې کړو چې ټولو امارتي ادارو ته الګو وي.

په همدې ترتیب د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی ریاست د دعوت او ارشاد رییس مولوي محمد هاشم شهید ورور د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د اوامرو پر اطاعت ټینګار وکړ وې ویل، مامورین دې په اسلامي درسونو کې خپل حضور او دوام ته پاملرنه وکړي.

همداراز د یادې غونډې د اجنډا اړوند په ازادو بحثونو کې د امارتي ادارو مسولینو په بېلابېلو برخو کې خپل نظرونه، توضیحات، وړاندیزونه او معلومات د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړل.

غزه کې د صهیونیستي یرغلګرو روان وحشت؛ له ۶۳۰ زره زیات فلسطیني ماشومان د زده‌کړو له حق څخه محروم شوي

د الجزیرې نړیواله خبري شبکه د فلسطین د پوهنې وزارت له قوله وايي، چې د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د اکټوبر میاشتې له ۷مې راهیسې له ۶۳۰ زره زیات فلسطیني زده‌کوونکي د زده‌کړو له حق څخه محروم شوي دي.

د یاد وزارت چارواکي وايي، چې دا تعداد زده‌کوونکي نن دوشنبه یو ځل بیا د ښوونیز کال له پیل سره سم ښوونځیو ته نشي تلای، ځکه چې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله د دویم کال لپاره هم ښوونیز سیسټم له ستونزو او ګډوډیو سره مخ دی.

د یاد وزارت په وینا؛ ټاکل شوې وه، چې نن ۵۸ زره زده‌کوونکي په لومړي ټولګي کې شامل او ښوونځی پیل کړي.

دغه‌راز ۳۹ زره زده‌کوونکي د لیسې په ازموینه کې له ګډون څخه پاتې شوي دي.

د فلسطین د پوهنې وزارت زیاتوي؛ د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله له ۲۵ زره زیات فلسطیني ماشومان شهیدان او ټپیان شوي، چې له ۱۰ زرو زیات یې زده‌کوونکي دي.

د دې تر څنګ د ۳۰۷ دولتي ښوونځيو شاوخوا ۹۰ سلنه ودانۍ ویجاړې شوې دي.

کار او ټولنیزو چارو وزارت: سږ کال به ۱.۵ میلیونه کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسولینو نن (دوشنبه، د وږۍ ۱۹مه نېټه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه وزارت د یوکلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسولینو په دې خبري کنفرانس کې وویل؛ دغه وزارت د کار ملي کنفرانس په جوړولو او له بېلا بېلو ادارو سره د ۱۵ هوکړه لیکونو په لاسلیکولو، هوډ لري چې ۱.۵ میلیونه کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.

د یاد وزارت مسولینو زیاته کړه، په تېر یوه کال کې د کار بازار له اړتیا سره سم، ۷۴ زره او ۷۳۸ کسانو ته فني او حرفوي زده کړې ورکړل شوي دي.

 همدا راز  ۱۱۸ زره او ۷۵۵ کورنیو او درې زره او ۳۸۱ بهرنیو اتباعو ته د کار جوازونه وېشل شوي، د فني او حرفوي زده کړو ۱۵موسسو د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي او د څلور نورو موسسو د فعالیت جوازونه تمدید شوي دي.

د مسولینو په وینا، د تېر کال په اوږدو کې له ۶۸ موسسو سره د پاملرنې، فني او حرفوي زده کړو او بشري مرستو په برخه کې د همکارۍ هوګړه لیکونه لاسلیک شوي، چې له دې لارې ۶۰ زره کسانو ته ګټه رسېدلې او درې زره نورو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

په همدې ډول د کار او ټولنیزو چارو وزارت په تېر یوه کال کې د اوو زونونو په کچه د کار بازار، کاري فرصتونو، کاري ځواک او فني او حرفوي زده کړو په اړه، هر اړخیز مطالعات ترسره کړي دي.

یاد وزارت مئولینو څرګنده کړې، په تېر یوه کال کې له ۶شپږ زره او ۳۴۱ یتیمانو سره مرسته شوې او لس زره او ۲۹۷ ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شوې ده.

 همدارنګه له قطر، روسیې او متحده عربي اماراتو سره د ماهرو او نیمه ماهرو کارګرانو د لېږلو په اړه، لازمه همغږي شوې او د نهو هوکړه لیکونو مسودې هم په محلي او انګلیسي ژبه چمتو شوي دي

د دې تر څنګ، دغه وزارت له بېلا بېلو ادارو سره د همکارۍ هو کړه لیکونو د لاسلیک له لارې له ۸۰۲ زره او ۲۵۲ اړمنو کورنیو سره مرسته کړې ده.

مسولینو د خپلو خبرو په دوام وویل؛ د کار ملي کنفرانس د ژمنو تعقیب، د کار د جوازونو وېش، له ۲۷ ولایتونو څخه د کار بازار په اړه د هر اړخیزه معلوماتو راټولول او له قطر، ایران، سعودي عربستان، ترکیې او متحده عربي اماراتو سره د هوکړه لیکونو د لاسلیک څارل، د وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

د وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د زونونو په کچه د کارموندنې مرکزونو جوړول، د تقنیني اسنادو نهايي کول، په امارتي ادارو کې د پوهاوي ورکولو پروګرامونو تنظیم، د کارموندنې موسسو له کړنو څخه څارنه، د روزنیزو، فني او حرفوي پروګرامونو په لار اچول، د ماشومانو قضیو ته رسېدنه، د بې سرپرسته او یتیمو ماشومانو د ملاتړ پروګرامونو دوام او د کاري فرصتونو رامنځته کول، د وزارت تر کار لاندې پروګرامونه دي.

پوهنې وزیر د مرکز او ولایتونو له پوهنې رییسانو سره د ویډیویي کنفرانس له لارې انلاین غونده کړې

د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا د ویډیویي کنفرانس له لارې د مرکز کابل ښار او ولایتونو له پوهنې رییسانو سره د ښوونیز نظام په برخه کې د یو شمېر مهمو مسایلو په اړه خبرې او نظرونه تبادله کړي.

 په پیل کې د پوهنې وزیر د پوهنې ریاستونو د دندو لنډ راپورونه اوریدلي او د هغوی د پرمختګونو او ستونزو په اړه یې لازمې لارښوونې کړې دي.

دغه راز نوموړي د اداري او تدریسي چارو لاښه والي په برخه کې، د ولایتي مسولینو د پاملرنې لارښوونه کړې او له هغوی یې غوښتي، چې د اړوندو ولایتونو د ټولو تعلیمي بنسټونو له کتابتونونو څخه په هر اړخیزه توګه څارنه او ارزونه وکړي.

مولوي حبیب الله اغا زیاته کړې، ټول هغه کتابونه چې د اهل سنت والجماعت او حنفي فقهاوو له عقایدو سره په تضاد او ټکر کې وي راټول او راپورونه یې مرکز ته راولېږي.

 ورپسې د پوهنې رییسانو هر یو په خپل وار سره د پوهنې وزارت د مشرتابه د لارښوونو د عملي کولو ژمنه کړې، چې ژر تر ژره به د کتابتونونو څارنه او پلټنه پیل کړي او راپور به یې پوهنې وزارت ته واستوي.

ټولګټو وزارت: د قوشتیپې–درزآب سړک د رغونې چارې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت پیل شوې

ټولګټو وزارت وايي؛ د جوزجان ولایت اړوند د قوشتیپې–درزآب سرک د اساسي رغونې چارې، په دریوو لاټونو کې د دې وزارت لخوا د دریو بېلا بېلو سړک جوړونې او ودانیزو شرکتونو سره په تخمیني ډول د ۱.۴ میلیارده افغانیو په ارزښت قرارداد شوي، چې رغنیزې چارې یې د یاد ولایت د ټولګټو رییس مولوی اسد الله مسرور او یو شمیر سیمه ییزو مسوولینو په شتون کې پیل شوې.

 یاد وزارت زیاته کړې؛ دغه سرک د ۵۱ کيلومتره په اوږدوالي سره د جوزجان ولایت له قوشتیپېو لسوالۍ څخه پیل او د دغه ولايت تر درزآب ولسوالۍ پورې رسیږي، چې د دوه پایو پلونو، د ۱۳۷ پایو پُلګوټو، استنادي دیوالونو او د سړک د څنډو د لښتیو (ویالو) د رغونې کار هم پکې شامل دی.

 د دې وزارت د معلوماتو له مخې؛ لومړی لاټ یې د ۱۹.۸ کیلومتره په اوږدوالي سره د قوشتیپېو لسوالۍ له نوآباد سيمې څخه پيل بيا تر تراغلي سیمې پورې، دویم لاټ د ۱۷.۴۶ کیلومتره په اوږدوالي سره له تراغلي څخه بيا تر شیربیک سيمې پورې او دریم لاټ یې د ۱۳.۵ کیلومتره په اوږدوالي سره تر درزآب ولسوالۍ پورې رسیږي.

 د یاد سړک په رغونې سره به د خلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او د سوداګریزو او کرنیزو توکو په چټک او خوندي لیږد-رالیږد کې به د پام وړ اسانتیاوې رامنځ ته شي.

 ټولګټو وزارت تل هڅه کوي، چې د هېواد د لويو لارو او سړکونو په رغونې، ترميم او بیارغونې سره درنو هېوادوالو ته بشپړې ټرانسپورتي اسانتياوې رامنځته کړي.

پر سوریه د اسرائیلو یرغلګرو د هوايي برید له امله ۵ کسان شهیدان شوي

د سوریي دولتي خبري اژانس ‘سانا’ خبر ورکړی، چې صهیونیستي رژیم پرون (یکشنبه، د سپټمبر په ۸مه) د لبنان له فضا په مرکزي سوريه کې پر پوځي تاسیاساتو توغندیز برید کړی.

په دې برید کې ۵ کسان شهیدان او ۱۹ نور ټپیان شوي دي. د دې برید قربانیان ملکي وګړي ښودل شوي دي.

د سوریې یوې امنیتي سرچینې هم ‘سانا’ خبري اژانس ته د دې برید پخلی کړی او ویلي یې دي، چې یو شمېر توغندي د سوريې هوایي ځواک له لوري شنډ او له منځه وړل شوي دي.