د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسولینو نن (دوشنبه، د وږۍ ۱۹مه نېټه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه وزارت د یوکلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسولینو په دې خبري کنفرانس کې وویل؛ دغه وزارت د کار ملي کنفرانس په جوړولو او له بېلا بېلو ادارو سره د ۱۵ هوکړه لیکونو په لاسلیکولو، هوډ لري چې ۱.۵ میلیونه کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.
د یاد وزارت مسولینو زیاته کړه، په تېر یوه کال کې د کار بازار له اړتیا سره سم، ۷۴ زره او ۷۳۸ کسانو ته فني او حرفوي زده کړې ورکړل شوي دي.
همدا راز ۱۱۸ زره او ۷۵۵ کورنیو او درې زره او ۳۸۱ بهرنیو اتباعو ته د کار جوازونه وېشل شوي، د فني او حرفوي زده کړو ۱۵موسسو د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي او د څلور نورو موسسو د فعالیت جوازونه تمدید شوي دي.
د مسولینو په وینا، د تېر کال په اوږدو کې له ۶۸ موسسو سره د پاملرنې، فني او حرفوي زده کړو او بشري مرستو په برخه کې د همکارۍ هوګړه لیکونه لاسلیک شوي، چې له دې لارې ۶۰ زره کسانو ته ګټه رسېدلې او درې زره نورو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
په همدې ډول د کار او ټولنیزو چارو وزارت په تېر یوه کال کې د اوو زونونو په کچه د کار بازار، کاري فرصتونو، کاري ځواک او فني او حرفوي زده کړو په اړه، هر اړخیز مطالعات ترسره کړي دي.
یاد وزارت مئولینو څرګنده کړې، په تېر یوه کال کې له ۶شپږ زره او ۳۴۱ یتیمانو سره مرسته شوې او لس زره او ۲۹۷ ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شوې ده.
همدارنګه له قطر، روسیې او متحده عربي اماراتو سره د ماهرو او نیمه ماهرو کارګرانو د لېږلو په اړه، لازمه همغږي شوې او د نهو هوکړه لیکونو مسودې هم په محلي او انګلیسي ژبه چمتو شوي دي
د دې تر څنګ، دغه وزارت له بېلا بېلو ادارو سره د همکارۍ هو کړه لیکونو د لاسلیک له لارې له ۸۰۲ زره او ۲۵۲ اړمنو کورنیو سره مرسته کړې ده.
مسولینو د خپلو خبرو په دوام وویل؛ د کار ملي کنفرانس د ژمنو تعقیب، د کار د جوازونو وېش، له ۲۷ ولایتونو څخه د کار بازار په اړه د هر اړخیزه معلوماتو راټولول او له قطر، ایران، سعودي عربستان، ترکیې او متحده عربي اماراتو سره د هوکړه لیکونو د لاسلیک څارل، د وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
د وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د زونونو په کچه د کارموندنې مرکزونو جوړول، د تقنیني اسنادو نهايي کول، په امارتي ادارو کې د پوهاوي ورکولو پروګرامونو تنظیم، د کارموندنې موسسو له کړنو څخه څارنه، د روزنیزو، فني او حرفوي پروګرامونو په لار اچول، د ماشومانو قضیو ته رسېدنه، د بې سرپرسته او یتیمو ماشومانو د ملاتړ پروګرامونو دوام او د کاري فرصتونو رامنځته کول، د وزارت تر کار لاندې پروګرامونه دي.

