ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 935

د کرېکټ اسیایي شورا د غړو هېوادونو د استازو ترمنځ ناسته وشوه

د کرېکټ اسیايي شورا د غړو هېوادونو ترمنځ د مالیزیا پلازمېنه کولالنپور ښار کې د اسیايي هېوادونو کرېکټ اجرایه مشرانو ترمنځ ناسته وشوه.

په دې ناسته کې د اړوند هېوادونو ترمنځ پر لا ډېرې همکارۍ، په ۲۰۲۴م کال کې د کرېکټ اسیایي شورا د سیالیو، له ۲۰۲۴ تر ۲۰۳۱م کال پورې د یادې شورا د رسنیزو حقوقو او د نویو هېوادونو د غړیتوب په تړاو خبرې وشوې.

د افغانستان کرېکټ بورډ مشرتابه هم له یادې ناستې په ګټې د بېلابېلو بورډونو له مشرانو سره خبرې وکړې او د افغانستان په کوربه توب یې د یادې شورا د سترو سیالیو د ترسراوي غوښتنه وکړه او دغه راز یې د بنګله دېش له مشر سره د افغانستان په کوربه توب د راتلونکې لوبلړۍ په وخت ترسره کولو خبرې اترې وکړې.

په یاده ناسته کې چې د کرېکټ نړیوالې او اسیایي شوراګانو د مشر او د هندوستان کرېکټ د سرمنشي جې شا له لوري رهبري کېده؛ دغه راز پکې د پخوانیو ناستو د موضوعاتو د تایید، د ۲۰۲۶م کال په اسیایي لوبو کې د کرېکټ پر شمولیت، د اوزبیکستان، منګولیا او فلیپین د غړیتوب د غوښتنې د ارزونې او نورو اړوند موضوعاتو په تړاو خبرې اترې وشوې.

همدارنګه په دغه ناسته کې د کرېکټ اسیايي شورا د پرمختیا کمېټې غړو د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو د پلانونو او سیالیو په تړاو د غړو هېوادونو له مشرانو سره هر اړخیز معلومات شریک کړل، چې په پایله کې یو ځل بیا د کرېکټ اسیایي شورا د غړیتوب لرونکو هېوادونو ترمنځ پر لا ډېرې همکارۍ ټینګار وشو.

د افغانستان کرېکټ بورډ مشرتابه یاده ناسته د ادارې او افغانستان لپاره ډېره ګټوره بولي، چې په لړ کې یې له بېلابېلو هېوادونو سره هر اړخیزې خبرې وشوې او دغه راز ګډونوالو ته په هېواد کې د کرېکټ د لا ډېر پرمختګ راپور وړاندې شو.

مولوي مطیع الحق خالص: د چاپېریال ساتنې ملي اداره د ټولو نړیوالو کنوانسینونو تعهداتو ته ژمنه ده

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د ترکیې له سفیر جنک اونال  سره په خپل کاری دفتر کې لیدنه کړې.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د ترکیې سفیر هرکلی کړی او پر بېلا بیلو چاپېریالي موضوعاتو یې خبرې کړي.

مولوي مطیع الحق خالص ویلي؛ افغانستان او ترکیه دوه دوست هېوادونه دي، چې له تاریخي پلوه ډېرې نژدې او ښې اړیکي لري او موږ به دې اړیکو پاللو او ګډو همکاریو ته دوام ورکړو.

نوموړي زیاته کړې؛ اقلیمي بدلون او چاپېریال یوه مهمه او نړیواله موضوع ده او دې اهمیت ته په کتو د چاپېریال ساتنې ملي اداره د ټولو نړیوالو کنوانسینونو تعهداتو ته ژمنه ده، په داسې حال کې چې نړیوال د چاپېریالي مسایلو په برخه کې له افغانستان سره اړینه همکاري نه کوي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس ویلي، افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه زیات اغېزمن شوی، چې په هېواد کې غیر موسمي بارانونه، طبیعي پیښي او خطرناکه سېلابونه یې له عمده لاملونو څخه ګڼل کیږي.

ښاغلي خالص څرګنده کړې موږ هیله لرو، د ترکیې هېواد سره د چاپېریالي موضوعاتو، د تکنالوژیو او تجاربو د انتقال او ظرفیت لوړونې په برخه کې ګډې همکارۍ ولرو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شي.

د ترکیې سفیر جنک اونال د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له عمومي رییس څخه مننه کړې او ویلي یې دي، د افغانستان او ترکیې تر منځ له پخوا څخه دوستانه او تاریخي اړیکې وې او موږ غواړو، چې د افغانستان له حکومت سره خپلو ګډو همکاریو ته دوام ورکړو.

نوموړي زیاته کړې، هېواد یې له افغانستان سره د چاپېریالي مسایلو په برخه کې ملاتړ او همکارۍ ته چمتو دی او هڅه به یې دا وي، چې په چاپېریالي او نورو مسایلو کې د افغانستان له حکومت سره مرسته او همکاري وکړي.

جنک اونال ویلي؛ موږ به ستاسو غوښتنې له خپل هېواد سره شریکي کړو او هڅه به مو داوي چي څنګه وکولی شو د اقلیمي بدلون په برخه کې خپل مشورې، تجربې او ګډو همکاریو ته له تاسو سره دوام ورکړو.

د خوست والي امنیتي ځواکونو ته؛ هیڅوک مه پریږدئ چې یوه لویشت خاوره مو تر خپل واک لاندې راولي

خوست والي مولوي عبدالقیوم روحاني د دې ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ ته تللی او د وروستیو نښتو له ساحو او له امنیتي ځواکونو سره یې په فرضي کرښه کې د وروستیو حالاتو په اړه له نږدې لیدنه او خبري کړي.

مولوي عبدالقیوم روحاني د افغان امنیتي ځواکونو سره په لیدنه کې د دوی سرښندنې او ستړیاوې ستایلي او ویلي يې دي، دوی د خپلې خاورې او خلکو څخه د دفاع پر هدف هر ډول سرښیندنې او قربانۍ ته چمتو دي او له خپلې خاورې څخه په کلک هوډ او ایماني عظم سره دفاع کوي.

ښاغلي روحاني امنیتي ځواکونو ته ویلي، هیڅوک مه پریږدئ چې د هېواد یوه لویشت خاوره مو تر خپل واک لاندې راولي، بلکې کلک مخنیوی یې وکړئ او له خپلې خاورې او ولسونو څخه د دفاع په برخه کې مو خپله سپيڅلۍ فریضه په سمه توګه ادا کړئ.

ورته مهال خوست والي په وروستیو نښتو کې د یوې ښځېنه په ګډون د دریو عامو (زخمیانو) وګړو له کورنیو سره هم لیدنه کړې او له دوی سره یې یوه اندازه نغدي مرسته هم کړې، کوم چې دوه ورځې وړاندې په فرضي کرښه کې د پاکستان هېواد له لوري د برید په پایله کې ژوبل شوي و.

مولوي عبدالقیوم روحاني ځاځي میدان ولسوالۍ ته په داسې حال کې تللی، چې څو ورځې وړاندې پاکستاني ځواکونو پر افغان خاوره د تیري هڅه کړې وه، چې په نتیجه کې یې له ځوابي او غاښ ماتونکي ځواب سره مخ شول.

د یادونې وړ ده، چې افغان امنیتي ځواکونه د هر تعرضي برید ځواب ته بشپړ چمتوالی لري.

د کابينې پینځمه غونډه: د امنيتي ارګانونو ستاينې او بيارغونې چارو د همغږۍ په اړه بحث وشو

د افغانستان اسلامي امارت د کابينې پینځمه غونډه د ریيس الوزرا الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ پرون دوشنبه (۱۴۴۶ هجري قمري کال د ربيع الاول ۶مه/ وږي ۱۹مه) ترسره شوه.

په دې غونډه کې د يو شمېر موضوعاتو په اړه بحث او پريکړې وشوې.

دا غونډه چې د قرانکريم د مبارکو ايتونو په تلاوت پيل شوه، له اجنډا سره سم په یو شمېر موضوعاتو بحث وشو او د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې هېواد کې د امنیت د ټينګښت په وياړ امنيتي ارګانونونه وستايل شي او د امنيت لا ټينګښت او همغږۍ زياتوالي په موخه دې اړوند ارګانونه خپلمنځي ناستې وکړي او راپور دې یې د ریاست الوزرا عالي مقام سره شريک کړي.

همدا راز د کابينې په دې غونډه کې د چارو ادارې لوی ریيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور ته دنده وسپارل شوه، تر څو هغو ادارو سره چې د هېواد د بيارغونې چارې ترسره کوي، د همغږۍ پياوړتيا په موخه ناستې وکړي او خپلو کارونو ته يې لا متوجه کړي.

د کابينې دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.

د افغانستان بانک: د افغانستان بانکي او مالي انستیتوت بیا فعالیږي

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال صدیق الله خالد په مشرۍ د افغانستان د بانکي او مالي انستیتوت د سهمدارانو، مسفا ادارې او د افغانستان د بانکونو ټولنې د اجراییوي رییس په ګډون غونډه جوړه شوې.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد د دې انستیتوت بیا فعالېدنه د خورا ارزښت وړ یاده کړې.

نوموړي ویلي؛ دا چې د افغانستان بانک غواړي، ترڅو په هېواد کې اسلامي بانکوالۍ ته پراختیا ورکړي، نو د دې انستیتوت بیا فعالیدنه به وکولی شي چې د بانکونو د کارکوونکو د وړتیاوو او پوهې په لوړولو کې مهم رول تر سره کړي.

صدیق الله خالد زیاته کړې؛ د افغانستان بانک ژمن دی، چې د بانکي سکتور د ټینګښت او درنو هېوادوالو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره په ټولو برخو کې اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د نوموړي په وینا، د دې انستیتوت د بیا فعالیدو پرېکړه هم د همدې موخې لپاره ترسره شوې ده.

په دې غونډه کې د یاد انستیتوت د مالي تمویل، ښوونیزو پروګرامونو، تشکیلاتي جوړښت، عوایدو او لګښتونو، پالیسیو، کړنلارو، له کورنیو او بهرنیو اکاډمیکو مرکزونو سره پر اړیکو ټینګولو، تخنیکي همکاریو، سالم رقابت رامنځته کولو، معلوماتو او تجربو پر شریکولو، معیاري ښونیزو خدمتونو پر وړاندې کولو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو هم خبرې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د یاد انستیتوت د اساسنامې جوړولو لپاره یوه کمېټه و ټاکل شوه، ترڅو د اساسنامې تر جوړولو وروسته د هغې په رڼا کې فعالیتونه ترسره کړي.

د هیواد شمالي، شمال لوېدیځو او شمال ختیځو ولایتونو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله سفر

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ولایتي لیدنو په دوام دا ځل له شمال لوېدیځو، شمالي او شمال ختیځو ولایتونو بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، کندوز، تخار او بدخشان ولایتونو څخه د لیدنې پرمهال له ځایې مسولینو، علماء کرامو قومي مخورو او ګڼو نورو هېوادوالو سره ليدني کړې دي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په بلخ کې له مسولینو، علماء کرامو قومي مخورو سره په دوو جلا لیدنو او مجالسو کې د یاد ولایت د مسولینو هڅې ستایلې او هغوی یې د ولس لاښه خدمت کولو ته هڅولي دي.

همداراز عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په بلخ ولایت کې د شمال زون ۲۰۹ الفتح قول اردو څخه د لیدنې پرمهال د دې قول اردو مسولینو ته هدایات او سپارښتني کړې دي.

نوموړي په مزارشریف ښار کې د شمال زون ولایتونو د علماوو شورا ګانو له مسولینو او اعضاوو سره مشورتي ناسته کړې ده.

په دې ناسته کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله علماء کرامو ته د اتفاق اتحاد او د ولس ستونزو د حل په اړه سپارښتني کړې، علماء کرام یې د ولسي اختلافاتو او قومي شخړو حل ته هڅولي او ویلي یې دي، چې د افغانستان علماء کرام د ټولني رهنمایان دي، د ولسي ستونزو په حل کې له خپلو مسولینو سره په ګډه پوره کوښښ او هلي ځلي وکړئ.

د دې تر څنګ عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د سمنګان او بغلان ولایت له مسولینو سره هم د بلخ ولایت مقام په تالار کې غونډه کړې، د بغلان او سمنګان ولایت ستونزي یې اورېدلې او د حل په موخه یې مسولینو ته اړینې سپارښتني او هدایات کړي دي.

د همدې لیدنو په دوام عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، کندوز، تخار او بدخشان ولایتونو څخه هم لیدنې کړې او هلته یې د مسولینو تر څنګ له علماء کرامو قومي مخورو او ولسي خلکو سره لیدلي او د قومونو ترمنځ یې په یووالي او اتحاد ټینګار کړی دی.

اقتصادي معاونیت: ډېر ژر به په سیمه کې د ګازو د انتقال تر ټولو لویې پروژې (ټاپي) عملي چارې پیل شي

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي؛ افغانستان د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د ټرانزیټ او د انرژۍ لیږد لپاره تر ټولو نږدې او امن لار ده.

اسلامي امارت د هېواد ستراتیژیک موقعیت ته په کتو هڅه کوي، چې له انرژي څخه غني مرکزي اسیا د انرژۍ له کمبود سره مخ سویلي اسیا سره ونښلوي.

د انرژۍ دغه پروژه چې د افغانستان له لارې تېریږي، د ټاپي پروژه ده چې په نږدې ورځو کې به یې عملي چارې په افغانستان پیل شي.

د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا د افغانستان او د بل لوري به د سویلي اسیا هېوادونو د انرژۍ کمبود تر یوې اندازې پوره شي.

د دې ترڅنګ به هېواد کې کاري فرصتونه رامنځته، اقتصادي وده به ګړندۍ او د ترانزیټي فیس له مخې به د ملي عوایدو لپاره ښه سرچینه پیدا شي.

د ټاپي نل لیکه شاوخوا یو زر او ۸۱۴ کلیو متره لري، چې له دې جملې ۸۱۶ کیلو متره یې د افغانستان له خاورې تېریږي.

دغه د ګازو نل لیکه د ترکمنستان څخه پیل او د افغانستان له هرات، فراه، نیمروز هلمند او کندهار ولایتونو څخه په تېرېدو سره لومړی پاکستان او په پای کې هند ته رسیږي.

د دغې نل لیکې مجموعې ظرفیت په یو کال کې ۳۳ میلیارد متره مکعب ګاز ته رسیږي، چې له دې څخه به پینځه میلیارد متره مکعب په افغانستان او پاتې ۱۴ـ۱۴ میلیارد متره مکعب به په پاکستان او هندوستان کې په مصرف ورسیږي.

د دې نل لیکې د رغولو او وروسته د استفادې پر مهال د حفظ او مراقبت او امنیت په برخو کې زرګونو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابریږي.

همدارنګه افغانستان به وکولی شي، چې له دې ګازو څخه په ګټې اخیستنې سلګونه میګاه واټه برېښنا هم تولید کړي.

همداراز به افغانستان وکولی شي، په کلني ډول له دغې پروژې څخه شاوخوا ۴۵۰ میلیون ډالر ترانزيټي فیس هم ترلاسه کړي.