د افغانستان اسلامي امارت د کابينې پینځمه غونډه د ریيس الوزرا الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ پرون دوشنبه (۱۴۴۶ هجري قمري کال د ربيع الاول ۶مه/ وږي ۱۹مه) ترسره شوه.
په دې غونډه کې د يو شمېر موضوعاتو په اړه بحث او پريکړې وشوې.
دا غونډه چې د قرانکريم د مبارکو ايتونو په تلاوت پيل شوه، له اجنډا سره سم په یو شمېر موضوعاتو بحث وشو او د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې هېواد کې د امنیت د ټينګښت په وياړ امنيتي ارګانونونه وستايل شي او د امنيت لا ټينګښت او همغږۍ زياتوالي په موخه دې اړوند ارګانونه خپلمنځي ناستې وکړي او راپور دې یې د ریاست الوزرا عالي مقام سره شريک کړي.
همدا راز د کابينې په دې غونډه کې د چارو ادارې لوی ریيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور ته دنده وسپارل شوه، تر څو هغو ادارو سره چې د هېواد د بيارغونې چارې ترسره کوي، د همغږۍ پياوړتيا په موخه ناستې وکړي او خپلو کارونو ته يې لا متوجه کړي.
د کابينې دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.

