د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د ترکیې له سفیر جنک اونال سره په خپل کاری دفتر کې لیدنه کړې.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د ترکیې سفیر هرکلی کړی او پر بېلا بیلو چاپېریالي موضوعاتو یې خبرې کړي.
مولوي مطیع الحق خالص ویلي؛ افغانستان او ترکیه دوه دوست هېوادونه دي، چې له تاریخي پلوه ډېرې نژدې او ښې اړیکي لري او موږ به دې اړیکو پاللو او ګډو همکاریو ته دوام ورکړو.
نوموړي زیاته کړې؛ اقلیمي بدلون او چاپېریال یوه مهمه او نړیواله موضوع ده او دې اهمیت ته په کتو د چاپېریال ساتنې ملي اداره د ټولو نړیوالو کنوانسینونو تعهداتو ته ژمنه ده، په داسې حال کې چې نړیوال د چاپېریالي مسایلو په برخه کې له افغانستان سره اړینه همکاري نه کوي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس ویلي، افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه زیات اغېزمن شوی، چې په هېواد کې غیر موسمي بارانونه، طبیعي پیښي او خطرناکه سېلابونه یې له عمده لاملونو څخه ګڼل کیږي.
ښاغلي خالص څرګنده کړې موږ هیله لرو، د ترکیې هېواد سره د چاپېریالي موضوعاتو، د تکنالوژیو او تجاربو د انتقال او ظرفیت لوړونې په برخه کې ګډې همکارۍ ولرو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شي.
د ترکیې سفیر جنک اونال د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له عمومي رییس څخه مننه کړې او ویلي یې دي، د افغانستان او ترکیې تر منځ له پخوا څخه دوستانه او تاریخي اړیکې وې او موږ غواړو، چې د افغانستان له حکومت سره خپلو ګډو همکاریو ته دوام ورکړو.
نوموړي زیاته کړې، هېواد یې له افغانستان سره د چاپېریالي مسایلو په برخه کې ملاتړ او همکارۍ ته چمتو دی او هڅه به یې دا وي، چې په چاپېریالي او نورو مسایلو کې د افغانستان له حکومت سره مرسته او همکاري وکړي.
جنک اونال ویلي؛ موږ به ستاسو غوښتنې له خپل هېواد سره شریکي کړو او هڅه به مو داوي چي څنګه وکولی شو د اقلیمي بدلون په برخه کې خپل مشورې، تجربې او ګډو همکاریو ته له تاسو سره دوام ورکړو.

