د اوبو او انرژي وزارت وایي؛ د تخار په مرکز تالقان او فرخار ولسوالي کې د شاه روان، ګاومالي، ملک های خطایان او لجده کانالونو د تحکیماتو او بیارغونې چارې د ۳۸۴ زره امریکایي ډالرو په لګښت د تالقان د سیندیزې فرعي حوزې د ریيس سراج الدین وهاج، قومي مشرانو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون کې پيل شوې.
یاد وزارت زیاتوي، په دغه پروژه کې، یو زر او ۵۰۰ متره تحکیمات او د څلورو دهنو ودانۍ شاملې دي، چې د اف، اې، او موسسې په مالي لګښت د تالقان د سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پلي کېږي.
د یاد وزارت په وینا، د دې پروژې چارې به د ۱۱ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې ته په سپارلو سره به یې ۱۱۰ زره جریبه ځمکه خړوبه شي.

