د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا د ویډیویي کنفرانس له لارې د مرکز کابل ښار او ولایتونو له پوهنې رییسانو سره د ښوونیز نظام په برخه کې د یو شمېر مهمو مسایلو په اړه خبرې او نظرونه تبادله کړي.
په پیل کې د پوهنې وزیر د پوهنې ریاستونو د دندو لنډ راپورونه اوریدلي او د هغوی د پرمختګونو او ستونزو په اړه یې لازمې لارښوونې کړې دي.
دغه راز نوموړي د اداري او تدریسي چارو لاښه والي په برخه کې، د ولایتي مسولینو د پاملرنې لارښوونه کړې او له هغوی یې غوښتي، چې د اړوندو ولایتونو د ټولو تعلیمي بنسټونو له کتابتونونو څخه په هر اړخیزه توګه څارنه او ارزونه وکړي.
مولوي حبیب الله اغا زیاته کړې، ټول هغه کتابونه چې د اهل سنت والجماعت او حنفي فقهاوو له عقایدو سره په تضاد او ټکر کې وي راټول او راپورونه یې مرکز ته راولېږي.
ورپسې د پوهنې رییسانو هر یو په خپل وار سره د پوهنې وزارت د مشرتابه د لارښوونو د عملي کولو ژمنه کړې، چې ژر تر ژره به د کتابتونونو څارنه او پلټنه پیل کړي او راپور به یې پوهنې وزارت ته واستوي.

