ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 976

“د ملګرو ملتونو سازمان غړي یا بل هر مرستندوی بنسټ کارکوونکي په ډاډمن ډول خپلو فعالیتونو ته دوام ورکولای شي”

د کورنيو چارو وزیر خليفه سراج الدين حقاني د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستيال جيل مشاو او کابل کې د دغه سازمان د امنيت له مسول اندريکا راټ واټ سره لیدنه کړې.

په دې ليدنه کې ښاغلي مشاو ویلي، چې د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ اړيکې پياوړې شوې او د ملګرو ملتونو کارکوونکو د امنيت خونديتوب له امله یې مننه کړې ده.

نوموړي افغانستان سره د مرستو د دوام په اړه هم خبرې کړې دي.

خليفه سراج الدين حقاني پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او ډاډ يې ورکړی، چې په ټول هېواد کې امنيت خوندي دی. د ملګرو ملتونو د سازمان غړي یا بل هر مرستندوی بنسټ کارکوونکي په ډاډمن ډول خپلو فعالیتونو ته دوام ورکولای شي.

کابل کې د قزاقستان سفیر: د افغانستان موقعیت د سیمې او په ځانګړې توګه د قزاقستان لپاره ارزښتناک دی

کابل کې د قزاقستان سفیر علیم خان یسین ګیلدییف د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره تودیعي ناسته کړې.

مولوي امیرخان متقي له فتحې وروسته کابل کې د قزاقستان د سفارت د کار دوام ستایلی او په تېرو درېیو کلونو کې يې د افغانستان او قزاقستان د اړیکو پراختیا کې د سفیر د رول ستاینه کړې ده.

نوموړي د افغانستان او قزاقستان اړیکې نږدې بللې او د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ پر لا پراختیا یې ټینګار کړی دی.

دغه‌راز په افغانستان کې یې د قزاقستان د سفیر ماموریت بریالی بللی او په راتلونکي ماموریت کې يې د بریا هیله ورته څرګنده کړې ده.

ښاغلي علیم خان یسین ګلدییف ویلي، چې د ماموریت په موده کې يې په قزاقستان کې د ممنوعه ډلو له لیست څخه د اسلامي امارت لرې کېدل او په استانه کې یې د شارژدافیر منل دوه مهم سیاسي پرمختګونه وو.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان د قزاقستان لپاره یو مهم اقتصادي هدف دی او د غنمو لپاره یو ښه بازار او ټرانزیټي لاره ګڼل کېږي.

د علیم خان یسین ګلدییف په وینا؛ قزاقستان او افغانستان دواړه لویو بازارونو ته د توکو د لېږد لپاره ترانزیټي لارې ورکولای شي. ده د افغانستان موقعیت د سیمې او په ځانګړې توګه د قزاقستان لپاره ارزښتناک بللی دی.

د ملي دفاع وزارت دويم مرستیال د کندوز او تخار ولايتونو کې له سرحدي پوستو څخه لیدنه کړې

د ملي دفاع وزارت وايي، چې د دې وزارت دويم مرستیال او سرحداتو عمومي مسول ملا عبدالقيوم ذاکر او مل پلاوي د کندوز او تخار ولايتونو کې له سرحدي پوستو څخه لیدنه کړې.

د یاد وزارت په وینا دې لیدنه کې ښاغلي ذاکر د کندوز د قلعه زال، امام صاحب او کلباد او د تخار ولايت خواجه غار، دشت قلعه، درقد ينګي قلعه او د چاه آب ولسوالیو سرحدي سیمو کې د پوستو د مسولینو او مجاهدینو ستونزې اورېدلي او د حل په موخه یې لازمې سپارښتنې کړې دي.

کرېکټ؛ افغان کرېکټ بورډ د سوېلي افریقا پر وړاندې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو ته د افغان لوبډلې نوملړ اعلان کړ

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي؛ د لوبغاړو غوراوي کمېټې نن د سوېلي افریقا پر وړاندې د درې نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ لپاره د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ.

د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۸مه نېټه د متحده عربي اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۲۲مې نېټې به دوام ومومي.

تکړه پیلیز توپوهونکی ابراهیم ځدراڼ تېره اونۍ د نیوزیلنډ لوبډلې پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره د تمریناتو پرمهال ټپي شو او د چپې پښې ښنګری یې واوښت چې له امله به یې د سوېلي افریقا پر وړاندې د راتلونکې لوبلړۍ برخه نه وي.

دغه راز د ملي لوبډلې د پیاوړي ورو توپ اچوونکي مجیب الرحمن د لاس ټپ لا هم ندی رغېدلی او د سوېلي افریقا پر وړاندې یو ورځنیو سیالیو کې به هم د افغان لوبډلې ملتیا نه کوي.

د سوېلي افریقا پر وړاندې د درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لپاره په افغان لوبډله کې دوه ځوانو لوبغاړو ته، چې په کورنیو سیالیو کې یې له ځانه غوره وړتیا ښودلې، ځای ورکړل شوی دی.

تکړه ښي لاسی پیلیز توپوهونکی عبدالمالک، چې په تېرو کورنیو لېسټ اې سیالیو کې یې ښه کارکردګي درلوده، د ابراهیم ځدراڼ پر ځای د لوبډلې برخه ګرځېدلی دی.

همدارنګه، بل تکړه توپوهونکی دروېش رسولي، چې په تېرو لېسټ اې او شپږیزه کرېکټ لیګ سیالیو کې یې له ځانه وړتیا ښودلې، لوبډلې ته اضافه شوی دی.

دروېش رسولي تر اوسه اووه نړیوالې ۲۰ اوریزې سیالۍ ترسره کړې، خو دا به لومړی ځل وي چې نوموړی په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې لوبېږي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ځلانده ستوری راشد خان، چې په تېرو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې د ایرلنډ پر وړاندې نه و لوبېدلی، اوس لوبډلې ته راګرځېدلی دی.

په لوبډله کې نور هغه لوبغاړي شامل دي، چې د روان کال په مارچ میاشت کې د ایرلنډ پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو په لړۍ کې لوبېدلي وو.

د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان وايي؛ د لومړني ځل لپاره د سوېلي افریقا کوربه توب کوو چې دا زموږ د کرېکټ په تاریخ کې غوره لاسته راوړنه شمېرل کېږي، سوېلي افریقا د کرېکټ د نړۍ خورا غوره لوبډله ده او د دغې لوبډلې پر وړاندې لوبو ته موږ ټول لېواله یو.

نوموړي زیاته کړه؛ د لویو لوبډلو سره لوبو ته موږ د یوې پروسې په سترګه ګورو او غواړو چې زموږ لوبډله په دوه اړخیزو سیالیو کې هم هومره پیاوړې شي څومره چې د تېرو دوه-درې کلونو په موده کې په بېلابېلو نړیوالو جامونو کې لوبېدلې ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې لنډمهالی مشر احمد شاه سلیمانخېل وايي؛ ابراهیم ځدراڼ تېره اونۍ د تمریناتو پر مهال ټپي شو، چې له امله یې د نیوزیلنډ پر وړاندې د ټېسټ لوبې له نوملړ بهر شو او همدارنګه به د سوېلي افریقا پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لپاره هم د لوبډلې برخه نه وي.

سربېره پر دې، مجیب الرحمن لا هم تر درملنې لاندې دی او د سوېلي افریقا پر وړاندې په یو ورځنیو سیالیو کې هم ګډون نه شي کولی.

نوموړی زیاتوي؛ موږ دا ځل دوه نوي ځوان لوبغاړي لوبډلې ته اضافه کړي دي، عبدالمالک او دروېش رسولي په وروستیو کورنیو سیالیو کې غوره لوبې کړې دي.

همدارنګه، الله محمد غضنفر، چې په تېرو نړیوالو او کورنیو سیالیو کې یې ښې لوبې کړي دي، هم لوبډله کې ټاکل شوی دی.

موږ هیله لرو چې غضنفر به د مجیب الرحمن تشه د سوېلي افریقا پر وړاندې لوبو کې په غوره توګه ډکه کړي او د افغان لوبډلې لپاره به ښې لوبې وکړي.

د ایرلنډ پر وړاندې یو ورځنیو سیالیو لپاره د افغان لوبډلې په نوملړ کې حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمن الله ګربز او اکرام علي خېل ویکټ ساتونکي، عبدالمالک، ریاض حسن، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، ننګیال خروټی، الله محمد غضنفر، بلال سمیع، فضل الحق فاروقي، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک شامل دي.

کابل ښاروالۍ د خپلو یو کلنو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ

د کابل ښاروالۍ مسولینو، د پنجشنبې په ورځ (۲۲ وږی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د خپلو یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د کابل ښاروالۍ مسولینو په دې خبري کنفرانس کې وویل؛ په تېر کال کې په ټولیز ډول ۱۲۵.۸۷ کیلومتره عمومي او فرعي سړکونه، سفالټ، کانکرېټ او په تېږو فرش شوي دي.

د ۷۳ زره او ۸۵۲ مربع متر په مساحت سړکونه د سفالټ په شکل ترمیم او د ۳۸ زره او ۸۷۲ مربع متر په مساحت د نورو سړکونه داغګیري شوې ده.

مسولینو زیاته کړه، د دوه رزه او ۵۰۰ مترو په اوږدوالي د کانال ساختمان او جبارخان سړک، د ۲۷۳ مترو په اوږدوالي د څرخي پله د تلاشي سيمې د کانال ساختمان، د ۵۱۱ مترو په اوږدوالي د خيرخانې درېيمې برخې د کانال ساختمان او د یو زر او ۲۹۷ مترو په اوږدوالي د امنیت ښارګوټي د کانال ساختمان د لوېدیځې برخې چارې بشپړې شوي او د دوه زره او ۱۹۴ مترو په اوږدوالي د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک پورې د کانال ساختمان جوړولو د چارو دوام؛ په تېر یوه کال کې د کابل ښاروالۍ له فعالیتونو څخه دي.

په همدې ډول، ۱۸مه ناحیه کې د تعمیر ساختمان او د برېښنا برج، د ۱۷مې ناحیې د احاطې ساختمان او د کابل ښاروالۍ مربوطاتو کې د تیلو پمپ سټیشن ساختمان جوړول، همدارنګه په اتمه ناحیه کې د ښځو مارکیټ د ساختمان، له قصبې نه تر پنجصد فامیلیو پورې د زېرزمیني دوکانونو ساختمان او د کابل ښاروالۍ مربوطاتو کې د ګرین هاوس او ګدامونو د ساختمان جوړولو چارو بشپړېدل، دغه راز د کابل ښار بېلابېلو ناحیو کې د څاګانو کیندل؛ د تېر کال پر مهال د کابل ښاروالۍ نور فعالیتونه دي.

د مسولینو په وینا، د اتمې او ۱۲مې ناحیې د ساختمانونو، د سنګ نوشتې کارخونې د تاسیساتو او د تره خیلو کارخونې د مسجد او تاسیساتو ترمیم، په تېر کال کې د کابل ښاروالۍ د کړنو یوه برخه ده.

همدارنګه د سړک غاړو د پینځه زره څراغونو نصب او فعالول، د کابل ښار بېلابېلو ناحیو کې د نهه زره او ۷۰۰ تنویر پایو ترمیم، د ۶ څلورلارو ښکلي کول، د ښار په ۲۲ ناحیو کې د ادرس موندلو لوحو لګول، د عمومي او فرعي جادو رنګول او د کابل ښار له بېلابېلو برخو څخه د دوه زره او ۶۸ موانعو راټولول؛ په تېر کال کې د کابل ښاروالۍ له نورو اجرااتو څخه دي.

په تېر کال کې د UNOPS په همکارۍ، د کوڅو او کانالونو د احداث او کانکرېټ اچولو او پارکونو د شنه کولو، ۲۰۰ پروژې تر پلان لاندې وې.

همدارنګه د کابل ښار له ۲۲ ناحیو څخه ۵۲۶ زره او ۸۰ ټنه کثافات د نظر وړ سیمو ته لېږدول شوي او د ۵۷ زره او ۵۶۵ مترو په اوږدوالي عمومي کانالونه او ۴۰۵ زره او ۴۴ متره د سړک غاړې ویالې هم پاکې شوي دي.

مسولینو د خپلو خبرو په دوام وویل؛ په تېر یوه کال کې په ټولیز ډول د نباتي بوټو دوه میلیونه ډوله تولید، تکثیر او کېښودل شوي، شته پارکونه او نوي جوړ شوي پارکونه شنه شوي او په څرخي پله کې د مرنجان تپې، رحمان مېنې، کازینو او د قبال جومات شمال کې د پارکونو پر جوړولو کار روان دی.

مسولین زیاتوي، چې له لاس پلورونکو او کراچیو څخه د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو د مزدحمو ساحو پاکول، د سرغړونو له امله د دوه زره او ۶۲۶ اصنافو فعالیت په موقتي توګه ځنډول، د یو زر او ۵۷ بې جوازه اصنافو پېژندنه، د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې ۱۱ زره او ۹۵۷ اصنافو ته د جوازونو ورکړه، د ١٠٢ مارکېټونو او ۱۱ پمپ سټېشنونو ثبتول او د ژمي په موسم کې کابل ښاريانو ته د ډبرو سکرو وېش؛ د کابل ښاروالۍ له لاسته راوړنو څخه دي.

د مسولینو په خبره، د فلټرونو نشتون له امله د ۶۲۵ لوړ پوړیزه ودانیو بندول، د ۲۰۵ زره او ۵۷۷ کیلو ګرامه تاریخ تېرو خوراکي او بې کیفیته مینځونکو توکو راټولول، د کابل سیند ته د ۸۲۵ لوړ پوړیزه ودانیو او استوګنې کورونو د فاضله اوبو د جریان بندول او اصنافو ته د اته زره او ۸۷۲ صحي کارتونو وېش؛ د چاپېریال ساتنې برخه کې د کابل ښاروالۍ فعالیتونه دي.

د مسولینو د معلوماتو له مخې، د تفصیلي پلانونو طرحه، د سوداګریزو او استوګنیزو ساحو لپاره پیشنهادي طرحې، ساختمانونو ته د ۲۴۸ جوازونو او ۲۲ نقشو ورکړه او د ۵۵۳ نورو نقشو ویزه کول او د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې د ۳۰۹۵ ودانیو له سرغړونو مخنیوی؛ په تېر کال کې د کابل ښاروالۍ عمده لاسته راوړنې دي.

خوست کې د نږدې ۹۴ زره ډالرو په ارزښت د یوه کانال بیارغونې چارې پیل شوې

د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رییس مولوي عبدالقیوم ثابت د یاد ریاست تخنیکي ټيم په ملتیا او د ګڼ شمېر مشرانو او ځایي اوسېدونکو په شتون کې د خوست ولایت اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالي اړوند د ارخېلو سیمې کانال د جوړولو چارو پرانیسته وکړه.

مولوي عبدالقیوم ثابت د یادې پروژې د پرانیست غونډې پرمهال ګډون والو ته ویلي؛ د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د بیارغونې کارونه په چټکي سره روان دي او د هېواد په بېلا بېلو برخو کې لویې او کوچنۍ د پروژې پلي کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د یاد کانال د رغولو چارې د اف، اې، او موسسې لخوا د یو کورني خصوصي شرکت له لوري د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د ۹۳ زره او ۸۱۴ امریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې.

یاد کانال د یو زر او ۲۰۶ متره اوږدوالي په درلودلو سره ۷۳۰ کورنیو ته د څښلو اوبو رسولو او ۱۲۲ هکتاره ځمکې د خړوبولو ظرفیت لري، چې د رغولو چارې به یې د شپږ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبي ورځ، د ۱۴۴۶/۳/۸ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۶/۲۱هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۱۸ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۸۵ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه شپږ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۲ تنه و، ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۶۴ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له لس کورنیو سره ټولې ۸۰ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۸۵ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

په تورخم کې کډوالو  ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۳۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۴ کورنیو سره ټولې ۲۸۸ زره  افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۳۰۸ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۰۹ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۴۰۴ تنه کډوالو  ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې او کمپلې کډوالو  ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۱۳۶ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۸۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۳۶ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۱۸۶ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۷ کورنیو سره ټولې ۵۷۶ زره  افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۸۹ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۲۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۶۰ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۲۳ کورنیو سره ټولې ۹۳۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه اته کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۱ تنه و، پکتیا، کندوز او جوزجان ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۷ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۲۶۹ کورنۍ او ۸۸۱ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۱۴ کورنۍ او ۷۳ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۲۴۴ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۳۱۰ عدده

بلخ کې د ۴۴ میلیونو افغانیو په لګښت د کډوالو کورنیو لپاره کورونه جوړیږي

کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت وایي؛ بلخ ولايت په زاري، شولګرې او نهر شاهي ولسوالیو کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست په همغږۍ او یونسیار دفتر په مالي لګښت د کډوالو کورنېو لپاره ۴۴ میلیونو افغانیو په ارزښت ۱۲۵ کورونه د څلورو مياشتو په موده کې جوړیږي، چې هر کور باندې څلور زره ډالر لګښت راځي.

کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت د مسلکي برخې مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد ویلي؛ اسلامي امارت مسولین هڅه کوي چې خپلو کډوالو هېوادوالو لپاره اساسي او بنیادي کارونه ترسره کړي تر څو دوي وکولی شي خپل ژوندانه چارو ته په عادي توګه دوام ورکړي.

همدارنګه نوموړی ډاډ ورکړې، چې اسلامي امارت د خپلو کډوالو هېوادوالو لومړنی اړتياوې به پوره کوي او هر څه چې په خپل وس او توان کې ولري د کډوالو کورنېو لپاره به يي ونه سپموي.

د بلخ ولایت کډوالو او بيرته راستنیدونکو چارو رییس مولوي اسدالله وفا ویلي، کډوالو چارو اړوند مسولین هڅه کوي چې کډوالو لپاره د سرپناوو سربېره د کار کولو زمينه هم برابره کړي ترڅو دوي په خپلو پښو ودريږي.

نوموړي زیاته کړې؛ په روان کال کې دې ولايت ته د پاکستان او ایران هېوادونو څخه دوه زره کډوال راستانه شوې او د یاد ریاست لخوا په همغږۍ او د کورني او بهرني موسساتو لخوا ورسره لومړنی مرستې هم شوي.

همداراز د بلخ مرستيال والي مولوي نورالهادي ابوادریس ویلي، د اسلامي امارت مسولین ژمن دي چې د خپلو کډوالو ستونزې هوارې کړي او دوي ته د سرپناوو جوړولو سربېره د کار کولو پراخه زمینه برابره کړي.

ښاغلي ابوادریس پر ټولو کورني او بهرني موسساتو باندې غږ کړی، چې د ژمي موسم په رارسېدو سره سم خپلو اړمنو هېوادوالو سره مرستې وکړي.

دغه‌راز سیمې یو شمېر کډوالو اوسېدونکو د دې نیک اقدام څخه ستاینه کړې او ویلی یې دي، پخوا مونږ په کېږدیو کې په ډېرو سختيو کې شپې ورځې سبا کولې خو اوس د دې کورنو په جوړېدو سره به زمونږ یو شمېر ستونزې هوارې شي.

د پوهنې وزیر د پوهنییز وضعیت ارزونې په موخه لوګر ته سفر کړی

د پوهنې وزارت وایي؛ مولوي حبیب الله اغا د ښوونیز وضعیت د څېړلو، ارزولو په موخه لوګر ولایت ته سفر کړی.

یاد وزارت زیاتوي؛ مولوي حبیب الله اغا د خپل سفر په لړ کې د حضرت عمر فاروق رض د هلکانو لېسې، فاروقیه دیني مدرسې او د حضرت امیر حمزه رض مرکزي درالایتام څخه د لیدنې پرمهال، د یادو تعلیمي بنسټونو د زده کړو بهیر یې له نږدې ارزولی.

مولوي حبیب الله اغا له طالب العلمانو او زده کوونکو څخه ښوونیزې پوښتنې کړي، سم ځواب ویونکو طالب العلمان او زده کوونکي یې په نغدي جایزو ستایلي او هم یې د زده کوونکو او طالب العلمانو ښوونیزې غوښتنې او ستونزې اورېدلې.

د دې ترڅنګ د پوهنې وزیر د یاد ولایت د پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې د دې ریاست د مسولینو او کارکوونکو په جوړه شوې غونډه کې هم ګډون کړي.

مولوي حبیب الله اغا په ښوونیز ډګر کې د پوهنې ریاست د مسولینو، کارکوونکو او ښوونکو هڅې ستایلي او د دغه ریاست مسولین ، کارکوونکي او ښوونکي یې لا هڅولي، تر څو د پوهنې بهیر د لا ښه والي په موخه خپلې هڅې پراخې کړي.

مولوي عبدالکبیر: ولسونو ته خدمت او د ستونزو حل یې د اسلامي امارت مسولیت دی

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې د ننګرهار د چپرهار او پچیراګام او لوګر د برکي برک ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې، د ننګرهار د چپرهار او پچیراګام ولسوالیو قومي مشرانو په خپلو سیمو کې د یو لړ پروژو د پیل له امله د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت له همکارۍ په مننې ویلي، د پخوانیو وړاندېزونو پر بنسټ یې په سیمو کې د پراختیايي پروژې لومړني کارونه پیل شوي او ژر به یې عملي چارې هم ترسره شي.

د ننګرهار قومي مشرانو ویلي؛ سیمې یې د جګړو له امله ځپل شوې او ولسونه لاډېرو لومړنیو خدمتونو ته د لاسرسي غوښتنه لري.

دغه‌راز یادو قومي مشرانو په چپرهار او پچیراګام ولسوالیو کې د روغتیايي روغتونونو، سړک او ښوونځیو د رغولو په موخه خپل وړاندېزونه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته سپارلي.

همدارنګه د لوګر د برکي برک ولسوالۍ قومي مشرانو او علماوو د اسلامي امارت له مشرانو او مسولینو سره لیدنې د خلکو د ستونزو د حل لپاره مهمې او ګټورې بللي او ویلي يې دي، د هېواد په کچه قومي جوړښتونه او علما له خپل نظام څخه خوښ او په هېواد کې د وروستیو لویو پروژو هرکلی او ملاتړ کوي.

د برکي برک قومي مشرانو ځیني وړاندېزونه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته سپارلي.

مولوي عبدالکبیر قومي مشرانو او علماوو ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي، د قومي مشرانو او علماوو پر لیدنو خوښ دی او له ولسونو سره همکاري او د ستونزو حل خپل مسولیت بولي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د ولس د ملاتړ او قربانیو په پایله کې اسلامي نظام حاکم کړی، نو خلکو ته خدمت د حکومت لومړیتوب دي.

د دغو ناستو په پای کې مولوي عبدالکبیر قومي مشرانو  او علماوو ته ډاډ ورکړی، چې پر ستونزو به یې غور وشي او حللارې به ورته ولټوي.