ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بلخ کې د ۴۴ میلیونو افغانیو په لګښت د کډوالو کورنیو لپاره کورونه جوړیږي

کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت وایي؛ بلخ ولايت په زاري، شولګرې او نهر شاهي ولسوالیو کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست په همغږۍ او یونسیار دفتر په مالي لګښت د کډوالو کورنېو لپاره ۴۴ میلیونو افغانیو په ارزښت ۱۲۵ کورونه د څلورو مياشتو په موده کې جوړیږي، چې هر کور باندې څلور زره ډالر لګښت راځي.

کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت د مسلکي برخې مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد ویلي؛ اسلامي امارت مسولین هڅه کوي چې خپلو کډوالو هېوادوالو لپاره اساسي او بنیادي کارونه ترسره کړي تر څو دوي وکولی شي خپل ژوندانه چارو ته په عادي توګه دوام ورکړي.

همدارنګه نوموړی ډاډ ورکړې، چې اسلامي امارت د خپلو کډوالو هېوادوالو لومړنی اړتياوې به پوره کوي او هر څه چې په خپل وس او توان کې ولري د کډوالو کورنېو لپاره به يي ونه سپموي.

د بلخ ولایت کډوالو او بيرته راستنیدونکو چارو رییس مولوي اسدالله وفا ویلي، کډوالو چارو اړوند مسولین هڅه کوي چې کډوالو لپاره د سرپناوو سربېره د کار کولو زمينه هم برابره کړي ترڅو دوي په خپلو پښو ودريږي.

نوموړي زیاته کړې؛ په روان کال کې دې ولايت ته د پاکستان او ایران هېوادونو څخه دوه زره کډوال راستانه شوې او د یاد ریاست لخوا په همغږۍ او د کورني او بهرني موسساتو لخوا ورسره لومړنی مرستې هم شوي.

همداراز د بلخ مرستيال والي مولوي نورالهادي ابوادریس ویلي، د اسلامي امارت مسولین ژمن دي چې د خپلو کډوالو ستونزې هوارې کړي او دوي ته د سرپناوو جوړولو سربېره د کار کولو پراخه زمینه برابره کړي.

ښاغلي ابوادریس پر ټولو کورني او بهرني موسساتو باندې غږ کړی، چې د ژمي موسم په رارسېدو سره سم خپلو اړمنو هېوادوالو سره مرستې وکړي.

دغه‌راز سیمې یو شمېر کډوالو اوسېدونکو د دې نیک اقدام څخه ستاینه کړې او ویلی یې دي، پخوا مونږ په کېږدیو کې په ډېرو سختيو کې شپې ورځې سبا کولې خو اوس د دې کورنو په جوړېدو سره به زمونږ یو شمېر ستونزې هوارې شي.