ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 982

افغانستان بانک د مالي خدمتونو پراختیا په موخه غونډه کړې

د افغانستان بانک وایي، لومړي مرستیال صدیق الله خالد په مشرۍ د مالي خدمتونو د پراختیا په موخه د سوداګریزو بانکونو د ټولنې او د سوداګریزو بانکونو له رییسانو سره غونډه شوې.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ویلي؛ یاد بانک غواړي، چې هېوادوال اسانه، ارزانه او رسمي مالي خدمتونو ته لاسرسی ولري.

صدیق الله خالد زیاته کړې، یاده غونډه د همدې موخې لپاره جوړه شوې ده، ترڅو د اړوندو مسايلو په اړه ګډې خبرې او نظرونه په کې شریک شي.

په دې غونډه کې پېرودونکو ته د اسلامي مالي تمویلاتو د برابرولو پر څرنګوالي، په محاکمو کې د خصوصي بانکونو ستونزو ته د حل لارو پر موندلو، پېرودونکو ته د معیاري خدمتونو پر وړاندې کولو، نړیوالو لېږدونو (TT) کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه د نظرونه شریک او مفصلې خبرې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د اړوندو مسایلو په اړه د سوداګریزو بانکونو مسولینو خپل نظرونه او وړاندیزونه د افغانستان بانک له لومړي مرستیال سره شریک کړي او په هېواد کې یې د مالي خدمتونو د پراختیا په برخه کې د هلو ځلو ژمنه کړې ده.

ملا نورالله نوري: افغان قومونو تل د خپلې خاورې د دفاع په موخه د یرغلګرو پر وړاندې ځانونه سپر کړي

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ د میدان وردګو ولایت له قومي مخورو سره د ځينو سیمه ییزو ستونزو د حل په موخه لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د یاد ولایت مشرانو د اسلامي امارت لاسته راوړنې ستایلي او خوښي يې څرګنده کړې، چې دوی ته الله تعالی ﷻ له څو لسیزو وروسته یو مستحکم نظام ورکړی چې له برکته یې د هېواد ټول قومونه د یووالي په ټغر ناست دی.

دوی په خپله سیمه کې د ځينو ستونزو یادونه کړې او د حل په برخه کې یې د مسولینو د پاملرنې او همکاري غوښتنه کړې.

ملا نورالله نوري قومي مخورو ته له هرکلي وروسته ویلي؛ قوم کوم امتیاز نه دی، بلکې د خلکو د معرفت یوه وسیله ده.

نوموړي زیاته کړې؛ افغان قومونه یوه اسلامي بڼه لري او هرځل د اسلام او خپلې خاورې د دفاع په خاطر، په یوه غږ راټول شوي او د یرغلګرو پر وړاندې یې ځانونه سپر کړي.

ښاغلي نوري یادو قومي مشرانو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړی.

د کابل ـ غزني لویې لارې د دویم لین جوړولو چارې پيل شوې

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۲۰ مه نېټه له کابل څخه د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ تر دشت ټوپ سیمې پورې د دویم سړک د لومړياو دویم فاز کار پیل شو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او یو شمېر نورو امارتي مسولینو ګډون کړی وو.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د سړک د کار د پرانیستلو په مراسمو کې وویل؛ په ترانسپورټياو مواصلاتي زېربناوو کې پانګونه د اسلامي امارت په اساسي او مهمو اقداماتو کې شمېرل کیږي او د خپلې دغې ژمنې د عملي کولو په لړ کې نن د دې مهمې پروژې کار پیلوي.

ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه؛ د غزني او کابل ترمنځ د دویم لين سړک جوړول د مرکز او سوېل ترمنځ د نښلېدوبنسټيز پل دی چې په پايله کې به يې سوداګریز فعالیتونه اسانه، د توکو د لېږد وخت او لګښتونه به کم او د دې لارې مسافرو ته به اسانتیاوې برابرې شي.

د ښاغلي برادر اخوند په وینا؛ د لارې په اوږدو کې به لسګونه نوي کاري فرصتونه رامنځته او په ټوله کې به یاده لار د کابل او غزني ترمنځسوداګریز تړاو غښتلی کړي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړه؛ د کابل ـ کندهار لویه لاره به د مرکز او سوېل پر نښلولو سربېره له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو سره زموږ سوداګریز مسیر لا غښتلی کړي.

ملا عبدالغني برادر اخوند له هېوادوالو وغوښتل، چې د دغه ملي پروژې په بشپړولو کې همکاري وکړي تر څو یې چارې په ټاکل شوي وخت بشپړې شي.

همداراز د دې پروژې له قراردادي شرکت څخه یې وغوښتل، چې د سړک کیفیت ته پام وکړي.

د یادولو وړ ده چې له کابل څخه تر غزني پورې د دویم لین سړک ۱۱۱ کیلومټره اوږدوالی لري چې په اوږدو کې یې نهه لوی پلونه او ۵۹۴ پلچکونه شته چې چارې به یې په ټاکل شوې موده کې پای ته ورسیږي.

ټاپي؛ د افغانستان د ابادۍ او ښېرازۍ پر لور یو ستر ګام!

ټاپي د افغانستان لپاره غوره او حیاتي پروژه ده، چې د عملي چارو په پیلېدو سره به د هېواد د ابادۍ او ښېرازۍ پر لور یو ستر ګام واخیستل شي.

اسلامي امارت د هېواد ستراتیژیک موقعیت ته په کتو هڅه کوي، چې له انرژي څخه غني مرکزي اسیا د انرژۍ له کمبود سره مخ سویلي اسیا سره ونښلوي.

د انرژۍ دغه پروژه چې د افغانستان له لارې تېریږي د ټاپي پروژه ده، چې افغانستان کې به یې عملي چارې ډېر ژر پیل شي.

د ټاپي نل‌لیکه شاوخوا یو زر او ۸۲۱ کلیو متره اوږدوالی لري، چې ۸۲۱ کیلو متره یې د افغانستان له خاورې څخه تېریږي.

یاده نل‌لیکه په کلني ډول د ۳۳ میلیارده متر مکعب ګاز د لېږد ظرفیت لري او د ترانزیټ فیس (حق‌العبور) له درکه یې افغانستان ته ۴۵۰ میلیونه ډالر کلني عواید اټکل شوي دي.

څرنګه چې د ټاپي نل‌لیکه د افغانستان له دوو ممو ولایتونو (هرات او کندهار) څخه تېرېږي، دا ولایتونه به له رزانه او پایداره انرژي څخه برخمن شي.

یاده پروژه له ترکمنستان څخه پيل، د افغانستان له خاورې څخه په تېرېدو به لومړی پاکستان او په پای کې هند ته ورسېږي.

د دې نل‌لیکې د رغولو او وروسته د استفادې پر مهال د حفظ او مراقبت او امنیت په برخو کې زرګونه کسانو ته په مستقیم او غیرې مستقیم ډول د کار زمینه برابرېږي.

دغه‌راز افغانستان له دې ګاز څخه په ګټه اخیستلو سلګونه میګاواټه برېښنا هم تولیدولای شي.

د دې سترې اقتصادي پروژې په پیلېدو سره به مو هېواد پر ځان بسیا شي، هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره او ډېر ځوانان به د بهرنیو هېوادونو له مسافرت څخه وژغورل شي. د دې تر څنګ ټاپي د هېواد لپاره له لاسته راوړنو یوه ډکه پروژه ګڼل کېږي.

د افغانستان اسلامي امارت رهبرۍ د ټاپي پروژې د پلې کولو په موخه ګړندۍ هڅې پیل کړې، چې ډېر ژر به یې د افغانستان په خاوره کې عملي چارې پیل شي.

د دې پروژې په پلي کېدو سره به اقتصادي ودې او پرمختګ ته لاره اواره شي او هېواد به ګړندی پرمختګ ورسره وکړي.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د ترانزیټ او انرژۍ د لېږد لپاره تر ټولو نږدې او امن لار ده او اسلامي امارت تل هڅه کړې، چې له دې لارې څخه منځنۍ او سویلي اسیا ونښلوي او افغانستان د سوداګرۍ په مرکز بدل کړي.

افغانستان ته د ټاپي پروژې ګټې څه دي؟

د ټاپي پروژې لنډه تاریخچه!

د ۲۰۰۲ کال په ډسمبر میاشت کې د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان د حکومتونو مشران د ترکمنستان پلازمېنه عشق اباد کې سره جرګه شول او د یو بین الحکومتي درې اړخیز تړون په لاسلیکولو سره یې د پروژې لپاره نوی بنسټ کېښود.

دا پروژه په دې وخت کې درې اړخیزه وه، یانې ټاپ (ترکمنستان-افغانستان-پاکستان) نومېده، خو د ۲۰۱۰ کال په ډسمبر کې د یو بل څلور اړخیز بین الحکومتي تړون په لاسلیکېدو سره هند هم رسماً له ټاپ سره یو ځای شو او دا پروژه له ټاپ څخه ټاپي شوه.

په ۲۰۱۳ کال کې افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هندوستان خپل د ګازو دولتي شرکتونه معرفي کړل، چې هر یو د خپل دولت په استازیتوب د پروژې تخنیکي چارې مدیریت او پر مخ یوسي.

د افغانستان په استازیتوب افغان ګاز تصدي، د ترکمنستان په استازیتوب ترکمن ګاز، د پاکستان په استازیتوب انټرسټېټ ګاز پرایوېټ لمېټد (ISGS) او د هند په استازیتوب ګېل لمېټډ (GAIL) پروژې ته معرفي شول.

څلور واړو هېوادونو پرېکړه وکړه، چې د پروژې د تطبیق لپاره به یو کنسرشیوم جوړوي. ترکمن ګاز ته د ۸۵٪ ونډې په ورکولو سره د کنسرشیوم د رهبرۍ مسولیت وسپارل شو او پاتې ۱۵٪ ونډه پر افغان ګاز، انټرسټېټ ګاز سیستم او ګېل باندې ووېشل شوه، چې هر یو په پروژه کې د ۵ سلنه درلودونکی شو.

په ۲۰۱۵ کال کې د ټاپي کمپنۍ لمېټډ (TAPI Company limited) په نامه د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د ټاپي شرکت تاسیس شو، چې د پروژې د ډیزاین، تمویل او تطبیق چارې پرمخ یوسي. اوس‌مهال د پروژې د مدیریت، تطبیق او تمویل چارې د همدې شرکت پر غاړه دي.

د پروژې تخنیکي ځانګړنې:

– د پایپلاین اوږدوالی: د ترکمنستان له ګالکنېش ګازي ساحې څخه د پاکستان او هند تر سرحدي نقطې فاضیلکا پورې ۱۸۲۱ کیلومتره.

– د ګازو د لېږد کلنی ظرفیت: ۳۳ میلیارده مترمکعب.

– په افغانستان کې د پایپلاین اوږدوالی: ۸۲۱ کیلومتره.

– د پروژې ټول تخمیني لګښت: د ۶ او ۷ میلیارده امریکايي ډالرو ترمنځ.

– د پروژې عمر: ۳۰ الی ۵۰ کاله.

– د پایپلاین قطر: ۵۶ اینچه. د ټرانزیټ فیس (حق العبور) له درکه د افغانستان کلني تخمیني عواید: ۴۰۰ میلیونه ډالر.

د پروژې اقتصادي ګټې:

دا د انرژۍ یوه پروژه ده، نو ښکاره ده چې انرژي نن سبا د اقتصادي ودې لپاره اساسي شرط ګڼل کېږي؛ په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره ددې پروژې مستقیمې ګټې په لاندې ډول خلاصه کولی شو:

۱- ټرانزیټ فیس: دا چې پایپلاین د افغانستان له خاورې هند او پاکستان ته تېرېږي، د تېرو شویو تړونونو پربنسټ پاکستان او هند مکلف دي چې افغانستان ته هر کال یو مقدار حق العبور یا ټرانزیټ فیس ورکړي.

که څه هم تر اوسه د افغانستان، هند او پاکستان ترمنځ د تزانزیټ تړون نهايي شوی نه دی، خو په ۲۰۱۲ کال کې د یو ابتدايي توافق او محاسبې پراساس له هر هېواد څخه په کال کې شاوخوا ۲۱۲ میلیونه امریکايي ډالر به د ترانزیټ فیس په نامه اخیستل کېږي.

۲- کارموندنه: د ټاپي پایپلاین د ساختمان او عملیاتو په پړاوونو کې زرګونه کسان پر کار بوختېدای شي.

د ساختمان په مرحله کې به د بشري قوې پر مصرفېدو سربېره ټاپي شرکت مکلف دی، چې د پروژې د اړتیا وړ ټوله ماشینري، توکي او بشري قوه د افغانستان څخه تدارک کړي.

۳- دوامداره انرژۍ ته لاسرسی: دا چې ټاپي پایپلاین د افغانستان له دوو مهمو صنعتي او تجارتي ولایتونو لکه هرات او کندهار څخه تېرېږي، دغه ولایتونه به له ارزانې او پایدارې انرژۍ څخه برخمن شي.

په لومړي سر کې په پام کې ده چې له تورغونډۍ څخه د هرات تر ګذرې پورې ۱۵۲ کیلو متره پایپلاین بشپړ شي، چې په دې فاز کې ټول تمرکز به د هرات صنعتي پارک ته د ګازو پر برابرولو وي. که چېرې د هرات صنعت پارک ته ارزانه او دوامداره ګاز برابر شي، نو صنعت به فوق العاده وده وکړي او ګڼ افغان پانګوال به وهڅول شي چې له بهر څخه خپلې پانګې را ولېږدوي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: ۶۵۲ تنه جید علما د استادانو په توګه سعودي عربستان استول شوي

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسولینو نن د سه شنبې په ورځ (۲۰ وږی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسولینو په یاد خبري کنفرانس کې وویل؛ په تېر یوه کال کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو او ۲۶۰ نظامي مرکزونو کې د قرآن کریم د تفسیر او ترجمې پروګرامونو له څرنګوالي څخه څارنه شوې ده.

دغه راز سعودي عربستان ته د ۳۰ زره حاجیانو د لېږد لپاره اړینې اسانتیاوې او شرایط برابر شوي او ۶۵۲ تنه جید علما د استادانو په توګه هغه هېواد ته استول شوي دي.

مسولینو زیاته کړه؛ په ګمرکونو کې د ۱۳ جوماتونو او د ولایتونو په مستوفیتونو کې د ۲۵ جوماتونو د جوړولو لپاره لازم تدابیر نیول شوي دي.

همدارنګه، په لوګر ولایت کې د استیناف محکمې اړوند د یوه جومات، په بدخشان ولایت کې د نبوي جومات او عیدګاه جومات، په فاریاب ولایت کې د درې جوماتونو او په بلخ ولایت کې د حاجیانو د مجتمع جوړولو له چارو څخه په دوامداره توګه څارنه شوې ده.

په همدې ډول، په مرکز او ولایتونو کې د جوماتونو د امامانو لپاره د ظرفیت لوړونې د څلورو سیمینارونو جوړول، په ۱۴ ولایتونو کې د ۷۵ جوماتونو سمبالول او د ټرانسپورټ وزارت، اټومي انرژۍ ادارې، سټنډرډ ادارې، د سمنګان ولایت مقام او د فراه ولایت محکمې په مربوطاتو کې د پینځه جوماتونو جوړول؛ په تیر کال کې د وزارت له عمده فعالیتونو څخه دي.

د مسولینو په خبره، د عمرې او زیارت له ۱۳۲ متقاضي شرکتونو سره تړونونه لاسلیک شوي، د عمرې او زیارت متقاضي شرکتونو ته ۴۲ جوازونه ورکړل شوي، سعودي عربستان ته د ۴۴ زره او ۳۰۷ معتمرینو او عمرې متقاضیانو د لېږد لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوي او د ۴۰ قراردادي شرکتونو له فعالیتونو څخه په دوامداره ډول څارنه شوې ده.

مسئولینو د خپلو خبرو په دوام وویل؛ د بېلابېلو مسایلو په اړه ۳۵۳ فتواګانې صادرې شوي، په ۴۲ مواردو کې د قرآن کريم، تفسيرونو، کتابونو او رسایلو د چاپ د صحت په اړه نظر ورکړل شوي او اووه علمي اثار تالیف او تدوین شوي دي.

همدارنګه نړیوالو سیالیو ته د ممتازو قاریانو د ورپېژندنې په موخه، په ټول هېواد کې د قرآنکریم د حفظ، تجوید او قرائت سیالۍ تر سره شوي، چې په پایله کې یې درې قاریان او یو داور په ایران کې د قرآنکریم د نړیوالو سیالیو ۴۰م پړاو او دوه قاریان په ترکیې کې د قرآنکریم د نړیوالو سیالیو نهم پړاو ته ورپېژندل شوي دي.

د مسولینو په وینا، په تېر کال کې اته زره او ۵۰۸ تنه د دیني علومو له بېلابېلو څانګو، ۸۰ تنه د ائمه تدریب ستاژ له لومړۍ دورې او ۱۵ تنه د قرائت له عالي انسټیټوټ څخه فارغ شوي دي.

مسئولین زیاتوي، چې په غور، کابل، سرپل، کندوز، جوزجان، میدان وردګو او لغمان ولایتونو کې د جوماتونو، مدرسو او هدېرې لپاره ۱۲۷ جریبه ځمکه ثبت شوې ده.

دغه راز د میدان وردګو، غزني، زابل او کندهار په لویه لار کې هم د جوماتونو جوړولو لپاره ۱۸ جریبه ځمکه تثبیت شوې ده.

د وزارت د مسولینو د معلوماتو پر بنسټ، په تېر کال کې د وزارت د رهبرۍ پلاوي په ایران کې د اسلامي مذاهبو د نېږدېوالي په ۲۷ کنفرانس او ​​په ترکیې کې د اسلامي نړۍ د علماوو په مشورتي کنفرانس کې ګډون کړی.

همدارنګه اوزبیکستان ته د سفر تر څنګ یې، د حاجیانو ستونزو ته د رسېدنې په موخه سعودي عربستان ته هم سفر کړی دی.

د سیاسي چارو کارپوهان: د اسلامي امارت او یو شمېر هېوادونو تر منځ به د تعامل نوې پاڼه پرانیستل شي

په لندن کې د افغانستان سفارت اعلان کړی، چې د برېتانیا دولت د رسمي غوښتنې په اساس ټاکل شوې د روان زېږدیز کال د سپټمبر په ۲۷مه دا سفارت په رسمي ډول وتړل شي.

د چارو کارپوهان په دې باور دي، چې ټاکل شوې د اسلامي امارت او یو شمېر هېوادونو ترمنځ د اړیکو او تعامل نوې پاڼه پرانستل شي.

له بل لوري د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا عمومي مدیر سید رسول موسوي په لندن کې د افغانستان سفارت تړل کېدو ته په اشارې سره دغه اقدام له اسلامي امارت سره د اړیکو عادي کېدو لپاره د اروپايي هېوادونو د هڅو نښه بولي.

نوموړی وايي: “اروپا کې د افغانستان د سفارتخونو تړل کېدل له کابل سره د اروپایي پلازمېنو د نژدې کېدو لپاره یو ګام دی. که څه هم دغه اقدام په ښکاره متناقضه لیدل کېږي، خو ښيي چې اروپا له اسلامي امارت سره د تعامل نوې لاره نیولې ده.”

په وروستیو کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په برېتانیا او یو شمیر نورو اروپایي هېوادونو کې د افغانستان له سفارتخونو او قونسلګریو څخه صادر شوي اسناد او مدارک له افغان حکومت سره د نه همغږۍ له امله نه تاییدوي.

د یادونې وړ ده، چې اوس‌مهال په یو شمېر اروپايي هېوادونو لکه: اسپانیا، هالند، بلغارستان، چک جمهوریت او د المان مونیخ کې د افغانستان قونسلګري له اسلامي امارت سره تعامل لري او خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

د عامې روغتیا وزیر د روغتيايي وضعیت ارزونې په موخه لوګر او پکتیا ولایتونو ته سفر کړی

د عامې روغتیا وزارت وایي، مولوي نور جلال جلالي لوګر ولایت ته د سفر په ترڅ کې د نایب امین الله خان روغتون څخه لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي خدمتونو د بهیر څخه د لېدنې سربېره په دې روغتون کې د جدي پاملرنې څانګې د جوړېدو له چارو هم لیدنه کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به یې د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

مولوي نور جلال جلالي همداراز د یاد روغتون له مسولینو سره په دې روغتون کې د یو شمېر نورو روغتیايي برخو پر پراختیا هم خبرې کړي او دې برخې د بشپړې پاملرنې ډاډ یې ورکړی دی.

همداراز د عامې روغتیا وزیر پکتیا ولایت ته د خپل سفر په لړ کې د دې ولایت د سیمه ییز روغتون له خدمتونو لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې مولوي نور جلال جلالي د ټولو روغتیايي څانګو د خدمتونو څخه د لیدنې برسېره د بستر ناروغانو احوال اخیستی او د خدمتونو د بهیر په اړه یې ورڅخه پوښتنې کړې دي.

 نوموړي همدارراز د یاد روغتون د تشکیل، درملو او تخصصي برخه کې د ستونزو د حل ډاډ څرګند کړ او روغتیايي پرسونل ته یې د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې کړې دي.

ملي دفاع وزارت: د ځانګړو ځواکونو فرقې په ورکشاپ کې څه‌باندې زر عرادې پوځي وسایط ترمیم شول

 د ملي دفاع وزارت وایي، د دې وزارت اړوند د ځانګړو ځواکونو فرقې په ګارنیزیون کې یو زر او ۱۴۵ عرادې بېلا بیل ډول پوځي وسایط، چې د تېرو څو کلونو را په دې خواه د یادې فرقې په اړوند جزوتامونو کې ویجاړ پراته وو، د تخنیکي ټیم له لوري ترمیم او ګټې اخيستنې ته چمتو شوي دي.

یاد وزارت زیاتوي، په دغو وسایطو کې زیات شمېر ضربتي ټانګونه، زرهي هاموې ټانګونه، رېنجر موټر، څلور ټایره موټر سایکلونه، واړه اوغټ امبولانسونه او انټرنېشنل موټر شامل دي.

پر غزه د صهیونیستي یرغلګرو د بریدونو دوام؛ پر المواسي پنډغالي برید کې ۴۰ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې نړیوالې خبري شبکې د راپور له مخې، اسرائیلي یرغلګرو د غزې تړانګې سویل المواسي نومي پنډغالي کې د بې‌ځایه شويو فلسطینیانو پر خیمو برید کړی، چې له امله یې لږ تر لږه ۴۰ فلسطینیان شهیدان او ۶۰ نور ټپیان شوي دي.

د غزې د ملکي د دفاع اداره وايي، چې نن سې‌شنبه سهار د خان یونس په المواسي سیمه کې د بې‌ځایه شویو لږ تر لږه ۲۰ خېمې په نښه شوې دي.

په المواسي کې وروسته له هغه ګڼو فلسطینیانو پناه اخیستې او په خیمو کې یې ژوند پیل کړی، کله چې پر رفح او خان یونس د صهیونیستي یرغلګرو د ځمکنیو بریدونو له امله د خوندي زون په توګه اعلان شوه.

د الجزیرې عربي د راپور له مخې، په سیمه کې ژغورونکو ډلو ویلي، چې د خیمو په دې کمپ کې له برید وروسته تر ۹ مترو (۳۰ پوټه) ژورې کندې موندل شوې دي.

عیني شاهدانو په سیمه کې د ګډوډۍ او اورلګېدنې خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې اسرائیلي جاسوسي الوتکې په شاوخوا الوتنې کوي.