ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سیاسي چارو کارپوهان: د اسلامي امارت او یو شمېر هېوادونو تر منځ به د تعامل نوې پاڼه پرانیستل شي

په لندن کې د افغانستان سفارت اعلان کړی، چې د برېتانیا دولت د رسمي غوښتنې په اساس ټاکل شوې د روان زېږدیز کال د سپټمبر په ۲۷مه دا سفارت په رسمي ډول وتړل شي.

د چارو کارپوهان په دې باور دي، چې ټاکل شوې د اسلامي امارت او یو شمېر هېوادونو ترمنځ د اړیکو او تعامل نوې پاڼه پرانستل شي.

له بل لوري د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا عمومي مدیر سید رسول موسوي په لندن کې د افغانستان سفارت تړل کېدو ته په اشارې سره دغه اقدام له اسلامي امارت سره د اړیکو عادي کېدو لپاره د اروپايي هېوادونو د هڅو نښه بولي.

نوموړی وايي: “اروپا کې د افغانستان د سفارتخونو تړل کېدل له کابل سره د اروپایي پلازمېنو د نژدې کېدو لپاره یو ګام دی. که څه هم دغه اقدام په ښکاره متناقضه لیدل کېږي، خو ښيي چې اروپا له اسلامي امارت سره د تعامل نوې لاره نیولې ده.”

په وروستیو کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په برېتانیا او یو شمیر نورو اروپایي هېوادونو کې د افغانستان له سفارتخونو او قونسلګریو څخه صادر شوي اسناد او مدارک له افغان حکومت سره د نه همغږۍ له امله نه تاییدوي.

د یادونې وړ ده، چې اوس‌مهال په یو شمېر اروپايي هېوادونو لکه: اسپانیا، هالند، بلغارستان، چک جمهوریت او د المان مونیخ کې د افغانستان قونسلګري له اسلامي امارت سره تعامل لري او خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.