ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 990

د چین د لرغونپوهنې ادارې مسلکي پلاوی د کلتوري اړیکو د پراختیا په موخه افغانستان ته سفر کوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي؛ د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي په کابل کې د چین ولسي جمهوریت د سفارت له شارژدافیر باوو ژو هوی سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د چین سفارت شارژدافیر باوو ژو هوی ویلي؛ چین او افغانستان ګډ کلتوري مشترکات لري او د تاریخ په اوږدو کې یې ښې اړیکې سره پاللي دي، خوشحاله یوو چې افغانان له کلونو وروسته اوس په سوله او امنیت کې ژوند کوي.

نوموړي زیاته کړې، هېواد یې غواړي د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره خپلې کلتوري اړیکې پراخې کړي او په همدې خاطر راتلونکې اوونۍ به د چین د لرغونپوهنې ادارې یو ګډ مسلکي پلاوی افغانستان ته سفر وکړي.

باوو ژو هوی ویلي؛ دوی به دلته د تاریخي ابدو، ملي موزیم او مس عینک کې د تاریخي اثارو په ساتنه کې له افغان لرغونپو‌هانو سره ګډ کار وکړي او په خاص ډول د مس عینک پروژې چارو ته به چټکتیا ورکړي.

مولوي عتیق الله عزیزي د افغانستان د تاریخي ابدو او اثارو له پلوه یو بډای هېواد یاد کړی او په دې برخه کې یې د چین همکاري او مرسته اړینه بللې ده.

نوموړي تمه ښودلې، چې د افغانستان ګڼې لرغونې سیمې او تاریخي ابدات د چین په مرسته ورغول شي او په وینا یې، دغه هېواد په دې برخه کې له مسلکي او فني اړخه لوړ ظرفیتونه او وړتیاوې لري.

دغه راز ښاغلي عزیزي، افغانستان ته د چینایي لرغونپو‌هانو راتګ مهم ګام بللی او ژمنه یې کړې، چې دوی ته به اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

د کندهار کرنې ریاست: د شاتو په تولید کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی

د کندهار ولایت کرنې ریاست وايي، دې ولایت کې د ریحانو کرکیله زیاته شوې چې ورسره د شاتو د مچیو فارمونو وده کړې.

یاد ریاست زیاته کړې؛ چي په دامان، ژړۍ، پنجوايي، ارغنداب او یو شمیر نورو  کرکیلو ولسوالیو کې د شاتو د مچیو ۷۵ څخه تر ۱۰۰ پوري فارمونه شتون لري.

د اټکل له مخې به سږ کال شاوخوا ۸۰ زره کیلو ګرامه شات تولید شي، چې دا اټکل د تېر کال د تولید دوه برابره دی. تېر کال په دې ولایت کې ۴۰ زره کیلو ګرام شات تولید شوي وو.

په دې ولایت کې ۱۰ ډوله شات تولیدیږي، چي پکښي د ریحان، شوبین، مالټې، سپلني، بیري، ترخ، بلوڅ، ولي، لمر ګلی او وحشي شات شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې د ریحان شات په نړیوالو بازارونو کې په لوړه بیه پیرل کیږي.

د یوه چینايي شرکت مشر له مولوي بلال کریمي سره په لیدنه کې؛ د شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ماشینري افغانستان ته لېږدوو

چین کې د اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي د مرکزي اسیا د نفت او ګازو (CAPEIC) چنایي شرکت له مشر وین بن لې او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

‏دغه لیدنه چې په بیجینګ کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت په مقر کې تر سره شوه، پر مهال یې د اسلامي امارت لوی سفیر د تیلو د ایستنې پر روان بهیر او د قرارداد د ټولو مندرجاتو او بشپړ عملي کېدو په اړه د یاد شرکت له مشر سره خپل نظر شریک کړی دی.

د دې شرکت مشر وین بن لې هم د یادې پروژې بشپړ عملي کېدل مهم بللي او له خپل اړخه یې د لا ډیرو هڅو ډاډ څرګند کړی.

نوموړي ویلي، په نژدې راتلونکې کې به هلته د یادې پروژې د چارو د لا ښه کېدو او پراخېدو په موخه د شاو خوا ۱۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت ماشینري او وسایل ورسوي ترڅو د پروژې چارې لا ګړندۍ او پراخې شي.

د یاد شرکت مشر زیاته کړې، په پام کې لري د افغان انجنیرانو د ظرفیتونو د ارتقا لپاره هم په چین کې مرحله وار د زده کړو کورسونه دایر کړي او په نهایت کې یې په اړوندو پوهنتونو کې ورته د زده کړو زمینه برابره کړي.

د امریکا جورجیا ایالت په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله ۴ کسان وژل شوي

د یو شمېر نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې؛ د امریکا جورجیا ایالت د ویڼدر ښار په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله ۴ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

له وژل شویو کسانو څخه یې دوه ښوونکي او دوه نور زده‌کوونکي دي.

د راپور له مخې د کلوت ګري په نوم یو ۱۴ کلن زده‌کوونکي د ډزو د تورن په توګه نیول شوی او څېړنې ترې بيل شوې دي.

د امریکا ولسمشر هم په پېښه خواشینې ښودلې ده.

وینډر د جورجیا د مرکز اتلانتا شمال ختیځ ته په شاوخوا ۷۲ کیلو مترۍ کې پروت دی او د دې ښار په اپلاچي نومي ښوونځي کې ډزې شوې دي.

کابل کې د یوناما مشره: یوناما به په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د بدیل کښت په موخه ګډه ناسته جوړه کړي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د یوناما له مشرې روزا اوتنبایوا او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې روزا اوتنبایوا له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت د دریځ او ژمنتیا ستایلې او ویلي يي دي؛ یوناما هڅه کوي په افغانستان کې د کوکنارو او نورو نشه يي توکو د بدیل کښت، د روږدو کسانو درملنې او له بزګرانو سره د مرستې په موخه د ګڼ شمېر هېوادونو او بنسټونو ګډه ناسته جوړه کړي، چې د اسلامي امارت استازو ته به هم په کې د ګډون بلنه ورکړل شي.

نوموړې زیاته کړې، ډېر کار ته اړتیا ده چې په افغانستان کې د څو لسیزو نشه يي توکو د تولید او کاروبار اغېزې له منځه یووړل شي او خلکو ته مناسب بدیل کښت او کار پیدا شي.

روزا اوتنبایوا د افغانستان سویلي ولایتونو ته د خپل سفر د څرنګوالي او لیدنو په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړی او زیاته کړې یې ده، د افغانستان په تړوا به د یوناما درې میاشتینی راپور د ملګرو ملتونو د امینت شورا له غړو سره شریک کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ، د یوناما مشرې او پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال ویلي؛ اسلامي امارت له مخدره توکو سره د اغېزناکې مبارزې په موخه عالي کمېسیون جوړ کړي، چې له اړوندو امارتي ادارو سره تر ناستو وروسته به د یوناما په ګډون له نورو نړیوالو بنسټونو سره ګډې ناستې ولري.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، اسلامي امارت د نشه یي توکو پر وړاندې روښانه دریځ لري او د هیڅ ډول نشه يي بوټو کښت او کاروبار ته اجازه نه ورکوي.

د ناستې په پای کې نوموړي ویلي، له مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې د همکارو بنسټونو او هېوادونو مرستې اغېزناکې تمامیدای شي.

دغه راز مولوي عبدالکبیر یادونه کړې، یوناما دې د افغانستان حقایق او وروستي پرمختګونه له امنیت شورا سره شریک کړي.

فوټسال؛ افغانستان په درېیمه لوبه کې نیوزيلاینډ ته ستره ماته ورکړه

د کانټینېنټل سیالیو په دوام، نن چهارشنبه افغان فوټسال ملي لوبډلې په یوه په زړه پورې لوبه کې نیوزیلاینډ ته ۵ ـ ۱ ماته ورکړه.

په دې سیالیو کې دا دویم ځل دی چې افغانستان پکې بریا خپلوي.

د کانټینېنټل سیالیو په دوام افغان لوبډلې ټولې درې سیالۍ کړي، چې دوه یې ګټلي او په یوې کې یې ماتې منلې.

له دې وړاندې افغان لوبډلې د دې سیالیو په خپله لومړۍ لوبه کې ګواتمالا ته ماتې ورکړې وه، خو په دویمه لوبه کې یې له کویټ هېواد ماته منلې ده.

افغانستان به په خپله څلورمه لوبه کې له کوربه ټایلینډ سره خپل بخت وازمايي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سه شنبې ورځ، د ۱۴۶۶/۲/۳۰ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۶/۱۳ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۲۳ کورنۍ هېواد ته راستانې او د نوموړو کورنیو ۱۳۵ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه نهه کورنۍ چې د غړو شمېر یې۴۵ تنه و، ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۴۵ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۹ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۱۶۴ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۵۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۲۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۴ کورنیو سره ټولې ۲۴۰ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۲۹۸ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۳۵۲ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۱۲۰ تنه کډوالو  ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو  ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۶۳ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۱۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۸۴ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۳۱۶ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۹ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۴۹۰ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۱۱۶ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۸۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۶ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸۳ کورنیو سره ټولې ۸۳۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:              ۲۴۶ کورنۍ او ۸۹۵ وګړي

لېږدول شوي کډوال:          نهه کورنۍ او ۴۵ وګړي

مرسته شوي کډوال:           ۱۶۵ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:     ۲۳۱ عدده