د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي؛ د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي په کابل کې د چین ولسي جمهوریت د سفارت له شارژدافیر باوو ژو هوی سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د چین سفارت شارژدافیر باوو ژو هوی ویلي؛ چین او افغانستان ګډ کلتوري مشترکات لري او د تاریخ په اوږدو کې یې ښې اړیکې سره پاللي دي، خوشحاله یوو چې افغانان له کلونو وروسته اوس په سوله او امنیت کې ژوند کوي.
نوموړي زیاته کړې، هېواد یې غواړي د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره خپلې کلتوري اړیکې پراخې کړي او په همدې خاطر راتلونکې اوونۍ به د چین د لرغونپوهنې ادارې یو ګډ مسلکي پلاوی افغانستان ته سفر وکړي.
باوو ژو هوی ویلي؛ دوی به دلته د تاریخي ابدو، ملي موزیم او مس عینک کې د تاریخي اثارو په ساتنه کې له افغان لرغونپوهانو سره ګډ کار وکړي او په خاص ډول د مس عینک پروژې چارو ته به چټکتیا ورکړي.
مولوي عتیق الله عزیزي د افغانستان د تاریخي ابدو او اثارو له پلوه یو بډای هېواد یاد کړی او په دې برخه کې یې د چین همکاري او مرسته اړینه بللې ده.
نوموړي تمه ښودلې، چې د افغانستان ګڼې لرغونې سیمې او تاریخي ابدات د چین په مرسته ورغول شي او په وینا یې، دغه هېواد په دې برخه کې له مسلکي او فني اړخه لوړ ظرفیتونه او وړتیاوې لري.
دغه راز ښاغلي عزیزي، افغانستان ته د چینایي لرغونپوهانو راتګ مهم ګام بللی او ژمنه یې کړې، چې دوی ته به اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

