په تهران کې د افغانستان سفارت ویلي؛ ۱۶۵ افغان بندیان، چې د بند موده یې پوره شوې وه، د هویت له تثبیت او د قانوني چارو له بشپړېدو وروسته له ایران څخه افغانستان ته لېږدول شوي دي.
سفارت زیاتوي، چې د دې بهیر په ترڅ کې یوه ایرانۍ ښځینه بندي هم له افغانستان څخه ایران ته سپارل شوې ده.
د لېږدول شویو افغان بندیانو په ډله کې ۸ نارینه او یوه ښځه هم شامل دي چې د ایران محکمو د اعدام سزا ورته ټاکلې وه.

