په ۱۴۴۷ هـ.ق کال کې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد کچه د ۱۴۴۶ هـ.ق کال په پرتله ۷۷.۹ سلنه لوړه شوې ده.
ټولګټو وزارت وایي، چې په ۱۴۴۷ هـ.ق کال کې د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ بندرونو او د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۷ میلیونه ۶۰۲ زره ۴۱۹ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې د حیرتان بندر له لارې پینځه میلیونه، ۱۶۹ زره او ۹۸۵ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۶۳۵ زره او ۴۲۷ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۹۱۴ زره او ۷۹۶ ټنه او د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۸۲ زره او ۲۱۱ ټنه توکي لېږدول شوي دي، چې ټولټال ۷ میلیونه ۶۰۲ زره ۴۱۹ مټریک ټنه نفتي، غیرې نفتي او بېلابېل نور توکي پکې شامل دي هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو انتقالاتو یوه برخه صادرات او ترانزیټ دی، چې په ۱۴۴۷ هـ.ق کال کې ټولټال ۳۶ زره ۱۱۹ ټنه سوداګریز توکي ترانزیټ او صادر شوي دي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، وريجې، کچالو، معدني ډبرې، د هندواڼې تخم، نخود، مس او د انارو جوس دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په ۱۴۴۶ هـ.ق کال کې د همدې څلورو لارو له لارې ۴ میلیونه ۲۷۲ زره ا و۷۱ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي وو، چې په ۱۴۴۷ هـ.ق کال کې د انتقالاتو کچه د ۱۴۴۶ هـ. ق کال په پرتله ۷۷.۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

