د مصر د فوټبال ملي لوبډلې روزونکي، حسام حسن، د نړیوال جام سیالیو په لړ کې د اسټرالیا پر وړاندې د خپلې لوبډلې بریا د فلسطین ولس ته ډالۍ کړې ده.
په دغه لوبه کې، چې د امریکا د ډالاس ښار په فوټبال لوبغالي کې ترسره شوه، د مصر او اسټرالیا لوبډلو په ټاکلي او اضافي وخت کې ۱-۱ مساوي پایله ثبت کړه.
امام عاشور د لوبې په ۱۳مه دقیقه کې د مصر لپاره لومړی ګول وواهه، خو اسټرالیا په دویمه نیمایي کې د مساوي ګول په وهلو سره د لوبې برخلیک د پنالټیو ضربو ته وغځاوه.
په پای کې، د مصر ملي لوبډلې د پنالټیو په ضربو کې اسټرالیا ته ۴ پر ۲ ماتې ورکړه او د سیالیو د کوارټر فاینل پړاو ته یې لار وموندله.
حسام حسن د لوبې تر پای وروسته د مصر او فلسطین بیرغونه پر خپلو اوږو واچول، دغه بریا یې د فلسطین ولس ته ډالۍ کړه او د فلسطین د جګړې شهیدانو ته یې دعا وکړه.
تر دې وړاندې هم د نړۍ د فوټبال ځوان ستوري، لامین یامال، د هسپانیا د لالیګا سیالیو له اتلولۍ وروسته د فلسطین بیرغ په لاس د خپلې لوبډلې بریا نمانځلې وه.
ټاکل شوې ده، چې د مصر ملي لوبډله به د نړیوال جام د کوارټر فاینل په پړاو کې له ارجنټاین سره مخامخ شي.

