دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب “مجاهد”، شمال ختیځو سیمو ته د خپل سفر په ترڅ کې د بدخشان ولایت د کران و منجان، د زیباک له توپخانې، واخان او پامیر ولسوالۍ کې دهېواد له هغو مهمو ستراتیژیکو سرحدي سیمو څخه لیدنه کړې، چې له چین، تاجکستان او ډیورنډ کرښې سره نښتي دي.
دفاع وزارت وایي، چې د دې لیدنې پر مهال مولوي محمد یعقوب “مجاهد” د سرحدي ځواکونو له فعالیتونو او چمتووالي ارزونه کړې ده.
دغهراز نوموړي د هغوی د هڅو ستاینه کړې او ټینګار یې کړی، چې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او سرحدونو ساتنه د ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ګډ مسولیت دی.
مولوي محمد یعقوب “مجاهد” ویلي، چې د سرحدي ځواکونو د وړتیاوو لوړولو، لازمې همغږۍ او اړینو اسانتیاوو د برابرولو لپاره به لا ډېرې هڅې وشي.

