د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د برېښنا انرژۍ پینځه کلن پراختیايي پلان چې د اقتصادي کمېسیون له لوري تایید شوی و، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی له لوري منظور شو.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي، په دې پلان کې له کورنیو سرچینو لکه اوبو، لمر، باد او ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید ۲۵ پروژې، د برېښنا لېږد مزي غځولو ۱۳ نیمګړې او ۲۳ پلان شوې پروژې، د سبسټېشنونو جوړولو ۲۱ نیمګړې او ۲۱ پلان شوې پروژې او د برېښنا توزیع ۳۴ پلان شوې پروژې په پام کې نیول شوې دي.
د یادو پروژو د چارو په بشپړېدو سره به د انرژۍ په سکټور کې د پام وړ پراختیا او پرمختګ رامنځته او پر وارداتي برېښنا به اتکا راکمه شي.
د اقتصادي معاونیت په وینا، د دغه پلان تطبیق به د هېواد په اقتصادي بیارغونه او د مالي خپلواکۍ په پياوړتیا کې د انرژۍ سکټور رول لا کټور کړي، څو د ځان بسیاینې او د انرژۍ د خوندیتوب پر بنسټ ټاکل شوي اهداف ترلاسه شي.

