ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانستان او هند د دوه‌اړخیزو اړیکو او همکاریو د لا پراختیا پر اهمیت ټینګار کړی

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، هند ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو او نساجۍ وزارت له مرستیال وزیر، پبیترا مارګریتا، سره په لیدنه کې د کرنې، مالدارۍ او سوداګرۍ په برخو کې د دواړو هېوادونو د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې شوې دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او هند ترمنځ د دوستانه اړیکو پر پیاوړتیا، د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو پر پراختیا، د تجربو پر تبادلې، د کرنې سکټور پر پرمختګ او د اقتصادي همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی دی.

مولوي عطاءالله عمري، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکټور پراخو ظرفیتونو ته په اشارې ویلي، افغانستان چمتو دی هغه کرنیز او حیواني محصولات چې هند ورته اړتیا لري، برابر او دغه هېواد ته یې صادر کړي.

نوموړي همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرو د تګ راتګ د اسانتیا پر اهمیت ټینګار کړی او د سوداګرۍ د پراختیا او د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي لپاره یې د لا ډېرو اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کړې ده.

ورته مهال د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر، پبیترا مارګریتا، هم له دې لیدنه څخه د خوښۍ په څرګندولو سره، د افغانستان اسلامي امارت له پلاوي سره په بېلابېلو برخو کې د هند د همکاریو پر دوام ډاډ ورکړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د دوه‌اړخیزو اړیکو د لا پراختیا پر اهمیت ټینګار کړی.