د ایران د پارلمان رییس، محمدباقر قالیباف ویلي؛ چې تهران به هېڅکله د واشنګټن پر وړاندې تسلیم نه شي او که امریکا له شویو هوکړو سرغړونه وکړي، ایران د هر اړخیز دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لري.
قالیباف ویلي: «موږ هېڅکله د هېواد د دفاع لپاره له چمتووالي لاس نه دی اخیستی او که امریکایان له شته هوکړې څخه سرغړونه وکړي، هره شېبه د بشپړې دفاع لپاره چمتو یو.»
نوموړي همداراز ټینګار کړی، چې د جګړې پای ته رسېدل د نړۍ د ډېرو هېوادونو له لومړیتوبونو څخه دي، خو دا جګړه به هېڅکله د ایران په تسلیمېدو پای ته ونه رسېږي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې ادعا کړې وه چې تهران او واشنګټن د خبرو اترو پر دوام هوکړې ته رسېدلي، خو اوربند پای ته رسېدلی دی.

