ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خلیفه سراج‌الدین حقاني د شاپور ځدراڼ کورنۍ ته د غمرازۍ لپاره ورغلی

د کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراج‌الدین حقاني، د ارواښاد شاپور ځدراڼ کور ته ورغلی او د هغه له کورنۍ سره یې د تسلیت او ډاډګیرنې ترڅنګ د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې له لوبغاړو سره هم غمشریکي ښودلې ده.

ښاغلي حقاني، شاپور ځدراڼ د هېواد یو پیاوړی او د ولس محبوب ځوان بللی.

د کورنیو چارو وزیر ويلي: «شاپور ځدراڼ یو پیاوړی، ولسي او پر خلکو ګران ځوان و، چې مړینې يې ګڼ افغانان غمجن او دردمن کړي دي.»

د یادونې وړ ده، چې د شاپور ځدراڼ د جنازې او فاتحې مراسم د لسګونه زره هېوادوالو په ګډون، د امن او نظم په فضا کې ترسره شول.