بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له اداره کوونکي الکساندر ډي کرو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له عالي کمېشنر ښاغلي برهم احمد صالح سره لیدنه کړې.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا، د افغان کډوالو د وضعیت، بشري او پراختیايي مرستو، د راستنېدونکو کډوالو د اړتیاوو، بدیل معیشت او د دوامدارو پراختیايي پروګرامونو په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.
مولوي امیرخان متقي د افغانستان له خلکو سره د یادو سازمانونو د همکاریو قدرداني کړې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت په تېرو څو کلونو کې د امنیت، ثبات، اقتصادي پرمختګ، د اداري فساد د مخنیوي او د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو په برخو کې مهمې لاسته راوړنې لري، چې د هېواد د بیا رغونې او دوامدار پرمختګ لپاره یې مناسب فرصتونه رامنځته کړي دي.
د بهرنیو چارو وزیر د افغان کډوالو د جبري ایستلو او د هغوی د راستنېدو پر مهال د رامنځته کېدونکو بشري ستونزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت د راستنېدونکو هېوادوالو د هرکلي او لومړنیو خدمتونو د برابرولو لپاره پراخ اقدامات کړي؛ خو د هغوی د دایمي مېشتېدو، په اوږدمهال کې د معیشت د تامین او ژوند د شرایطو د ښه والي لپاره لا ډېرو پراختیايي همکاریو او ملاتړ ته اړتیا شته.
ښاغلي وزیر همدارنګه ویلي، چې د کوکنارو د کښت له منځه وړل یوه مهمه لاسته راوړنه ده، خو د بدیل معیشت، کرنیزو پروژو، د خصوصي سکټور د پیاوړتیا او د کارموندنې پروګرامونو پلي کول د دې بریا د دوام لپاره ضروري دي.
دغهراز نوموړي د هغو افغانانو ستونزې هم یادې کړي، چې په ځینو هېوادونو کې د هویتي اسنادو د نشتوالي له امله له قانوني ستونزو او توقیف سره مخ دي او په دې برخه کې یې د (UNHCR) له لوري د اړینو هڅو د ترسره کېدو غوښتنه کړې.
مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو د فعالیتونو د اسانتیا په برخه کې د اسلامي امارت د همکارۍ ډاډ ورکړی او څرګنده کړې یې ده، چې اسلامي امارت پخوا هم اړینې اسانتیاوې برابرې کړي او په راتلونکي کې به هم خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
ورته مهال ښاغلي الکساندر ډي کرو او ښاغلي برهم احمد صالح د اسلامي امارت له چارواکو سره د مستقیمو خبرو او نظرونو د تبادلې دغه فرصت ارزښتناک بللی او هیله یې څرګنده کړې، چې دا ډول لیدنې به د ګډو همکاریو د لا پراختیا او د افغانستان د خلکو د اړتیاوو د ښه درک لپاره ګټورې تمامې شي.
د (UNDP) اداره کوونکي، الکساندر ډي کرو، د افغانستان په امنیتي وضعیت، سراسري ثبات او د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو په برخه کې شوي پرمختګونه مثبت بللي او ویلي یې دي، چې دغه لاسته راوړنې د نړیوالې ټولنې لپاره د پراختیايي همکاریو د پراخولو مناسب فرصتونه رامنځته کوي.
نوموړي زیاته کړې، اوس د دې وخت رارسېدلی چې د بشري مرستو ترڅنگ د اقتصادي ودې، د خصوصي سکټور د پیاوړتیا، د کارموندنې، بدیل معیشت او بنسټیزو خدمتونو په برخو کې هم عملي گامونه واخیستل شي.
همدارنګه د (UNHCR) عالي کمېشنر، ښاغلي برهم احمد صالح ویلي، چې د افغانستان خلک د نړیوالې ټولنې د دوامدار ملاتړ مستحق دي او(UNHCR) به له هغوی سره خپلې همکارۍ په رښتینولۍ او ژمنتیا دوامدارې وساتي.
نوموړي ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د امنیت، ثبات او د مخدره موادو د کښت د له منځه وړلو په برخو کې رامنځته شوي پرمختګونه باید د نړیوالې ټولنې له خوا تقدیر شي او د نړیوال تعامل د پیاوړتیا لپاره ترې ګټه واخیستل شي.
ښاغلي برهم احمد صالح زیاته کړې، چې که څه هم په تېرو کلونو کې په افغانستان کې ډېرې مالي سرچینې لګول شوي، خو لا هم په بېلابېلو پراختیايي او خدماتي برخو کې زیاتې پانګونې ته اړتيا ليدل کېږي.
نوموړي څرګنده کړې، چې (UNHCR) د افغان کډوالو له جبري ایستلو ملاتړ نه کوي او هڅه کوي له ګاونډیو هېوادونو سره په دې برخه کې خبرې وکړي ترڅو د افغان کډوالو ستنېدل په داوطلبانه، خوندي، باعزته او انساني ډول ترسره شي.
همدارنګه ښاغلي صالح ویلي؛ چې (UNHCR) د افغانستان، پاکستان او (UNHCR) او همدارنگه د افغانستان، ایران او (UNHCR) ترمنځ د درې اړخیزو همکاریو د میکانېزمونو پر پیاوړتیا کار کوي، ترڅو د افغان کډوالو ستونزو ته دوامدار اومناسب حل وموندل شي. د لیدنې په پای کې دواړو خواوو د بشري او پراختیايي همکاریو د لا پراختیا، د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل، د متقابل تفاهم او همغږۍ د پیاوړتیا او د افغانستان د خلکو د هوساینې لپاره د گډو همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.

