ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بهرنیو چارو وزارت په لسو ولسوالیو کې د اسنادو د تصدیق خدمتونه پیلوي

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د قونسلي خدمتونو د پراختیا او هېوادوالو ته د اسانتیاوو د برابرولو په موخه به د هېواد په لسو ولسوالیو کې د مصدقو اسنادو د تصدیق خدمتونه پیل کړي.

د وزارت د خبرتیا له مخې، دغه خدمتونه به د کابل په سروبي او قره‌باغ، د کندهار په سپین بولدک، د هرات په شینډنډ، د بلخ په کلدار (حیرتان)، د ننګرهار په مومندرې (تورخم)، د هلمند په ګرشک، د کندز په امام صاحب، د غزني په جاغوري او د پکتیا په څمکنیو ولسوالیو کې وړاندې کېږي.

د خبرتیا له مخې، هېوادوال کولای شي د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري له لومړۍ نېټې څخه خپل اسناد د یادو ولسوالیو د افغان پوسټ امارتي شرکت د څانګو له لارې د بهرنیو چارو وزارت یا د دغه وزارت اړوندو ولایتي ریاستونو ته د تصدیق لپاره ولېږي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دې خدمتونو موخه د قونسلي چارو د لا چټکتیا، د مراجعینو د تګ راتګ د کمولو او د اسنادو د تصدیق بهیر ته د لا اسانه لاسرسي برابرول دي.