د افغانستان ټولچاری لوبغاړی عظمت الله عمرزی د سویلي افریقا کرېکټ غوره لیګ راتلونکي پړاو ته د پارل رویل لوبډلې له لوري واخیستل شو.
که څه هم د سویلي افریقا کرېکټ غوره لیګ پینځم پړاو بولۍ مراسم راتلونکې اکټوبر میاشتې پر ۷مه نېټه ترسره کیږي، خو پارل رویل لوبډلې عمرزی له بولۍ وړاندې اخیستی دی.
د سویلي افریقا کرېکټ غوره لیګ راتلونکی پړاو سیالۍ د ۶ لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۷ کال جنورۍ میاشتې پر ۱۷مه نېټه پیلیږي.

