ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عطاءالله عمري د هند د کرنیزې پراختیا او کلیوالي پرمختیا ملي بانک له رییس سره وکتل

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري هند ته د سفر په لړ کې د دې هېواد د کرنیزې پراختیا او کلیوالي پرمختیا ملي بانک له رییس، ډاکټر شاجي کرېشنن وي، سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د کرنې د پراختیا، کلیوالي پرمختیا، د تخنیکي او بنسټیزو ظرفیتونو د لوړولو او د ګډو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو خبرې کړي.

ښاغلي عمري په دې لیدنه کې د کرنې د پراختیا او د کلیوالو سیمو د وضعیت د ښه والي اهمیت ته په اشاره د ګډو همکاریو پر پراختیا او د کرنیزو ظرفیتونو د پیاوړتیا او دوامدار پرمختګ په موخه د بریالیو تجربو پر ګټې اخیستنې ټینګار کړی دی.