چين ته د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سفر وروسته ټاکل شوې، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په نږدې راتلونکې کې چین ته سفر وکړي.
کريملین ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې د دې سفر لپاره چمتووالی نیول شوی او وروستۍ نېټه به یې د مسکو او بیجینګ له خوا په ګډې همغږۍ اعلان شي.
د دې سفر اعلان داسې مهال کېږي، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره (چهارشنبه د غويي ۲۳مه) په دوه روځنی رسمي سفر چين ته تللی او په بيجينګ کې یې د دغه هېواد له ولسمشر شي جينګپيګ سره لیدلي دي.
ياده ليدنه کې د چین ولسمشر ويلی و، چې امریکا او چین باید همکاران وي نه سیالان او دغه راز یې د تايوان مسلې د سم مديريت غوښتنه کړې وه.
شی جينګپينګ ويلي و، که دا موضوع په ناسم ډول مدیریت شي، نو د دواړه هېوادونه ترمنځ به «ټکر او حتی شخړې» رامنځته شي او ټولې اړیکې به له خطر سره مخ کړي.
چين ته د امريکا او روسیې د ولسمشرانو سفرونه داسې مهال ترسره کېږي، چې په منځني ختيځ کې د امريکا او ايران جګړې له امله سياسي او سوداګريز وضعيت د ګډوډ دی.

