ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ایران د انرژۍ له وزیر سره لیدنه کړې

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور او مل پلاوي یې د ایران د نیرو له وزیر محرابیان سره لیدنه کړې.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دوی له کوربتوب، څو لسیزو را پدېخوا د افغانستان کډوالو ته په خپله خاوره کې د استوګنې شرایطو برابرولو او د اشغالګرو ځواکونو په وړاندې د افغانستان د مسلمان او مجاهد ملت د جهاد له داعیې څخه د ملاتړ په پار مننه کړې.                

د دواړو هېوادونو پلاوو له ایران څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا د تړون پر غځولو او د برېښنا په تعرفه باندې خبرې کړي.         

دواړو خواوو تخنیکي ډلو ته دنده سپارلې، تر څو د موضوع ټول اړخونه په تفصیل سره وڅیړي او تر راتلونکې ناستې پورې یې د هوکړې لپاره چمتو کړي. 

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر او مل پلاوي یې د تهران په شمال کې د سیابېشه اوبو بند څخه چې نژدې زرمیګاواټه برېښنا تولیدوي، هم لیدنه کړې چې د یاد بند د مسولینو له خوا یې تود هرکلی شوی او د بند په هکله ورته مکمل معلومات ورکړل شوي دي.