د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په بېلابېلو کتنو کې له یو شمېر امارتي مسولینو سره لیدنه کړې.
مسولینو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د روغتیا پوښتنه کړې او همداراز د خپلو چارو په اړه يې معلومات ورکړي.
یادو مسوولانو ویلي؛ په ټولو امارتي ادارو کې مثبت بدلونونه راغلي، کارونه په ښه او ړون ډول دوام لري او امارتي مسولین خپلو مسوولیتونو ته متوجه دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په ادارو کې د کارونو په اغیزمنتوب او روڼتیا ټینګار کړی.
نوموړي زیاته کړې، مسولين بايد پخپلو چارو کې د خدای (ج) رضا او د ولس هوساينه په نظر کې ونيسي.

