د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور په داسي کال کې چې لهٔ دشت الوان څخه د کابل تر ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي د غځولو پروژې د پرانیستلو په موخه بغلان ولایت ته سفر کړی دی د میدان وردګ ولایت له والي قاري بختیار معاذ او د بغلان ولایت له یو شمیر مخورو سره لیدنه کړې.
او د یادې پروژې د ارزښت او د اوبو او انرژي په برخه کې د بغلان خلکو د نورو ستونزو په هکله خبرې وکړې.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د انرژي د پراختیا په برخه کې د یاد مزي د غځولو پروژې پرانیسته یو مثبت ګام بللی او همدارنګه یې د بغلان ولایت مخورو ته ډاډ ورکړی، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د دوی ستونزو ته رسېدنه وشي.
د یادونې وړ ده، چې د دشت الوان سب استیشن څخه د کابل تر ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي د غځولو پروژه به نن د اسلامي امارت د لوړپوړو مسولینو په شتون کې پرانیستل شي.

