د الجزیرې خبریال او تصویر اخیستونکی حمزه الدحدوح او ازاد خبریال مصطفی ثریا د خان یونس او رفح تر منځ د صهیونیستي رژیم د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی.
د الجزیرې مشر وائل الدحدوح د کورنۍ څلور نور غړي هم د اکتوبر میاشتې په برید کې وژل شوي وو.
الجزیرې په ژوندۍ بڼه د هغو موټر ویډیو خپره کړې، چې د اسرائیلو له لوري برید پرې شوی او دوی پکې سپاره وو.
د حمزه پلار د خپل زوی پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې او د جنازې په مراسمو کې یې ویلي، چې حمزه زما د وجود یوه برخه نه وه، هغه زما ټول تن و. دا د غم او خپګان او انسانیت اوښکې دي.
نوموړي پر نړۍ غږ کړی، تر څو د غزې وضعیت له نږدې وګوري.
وائل الدحدوح هم د صهیونیستي رژیم په هغه برید کې ټپي شوی و، چې د کورنۍ غړي یې پکې وژل شوي وو.
غزه کې د جګړې له پیل راهیسې له ۷۵ ډېر خبریالان وژل شوي دي.