د اسیايي اوقیانوسیه ویلچر باسکېټبال سیالۍ څلور ورځې وړاندې د ټایلنډ هېواد پلازمېنه بانکوک ښار کې پیل شوې.
د دې سیالیو پر دوام د افغانستان ویلچر باسکېټبال ملي لوبډلې په خپله درېیمه لوبه کې فلیپین هېواد ته ماتې ورکړه او پرلهپسې درېیمه بریا یې هم خپله کړه.
یاده سیالي نن غرمه ۱۲:۳۰ بجې ترسره شوه، چې افغانستان خپلې سیالې فليپينۍ لوبډلې ته د ۴۸/۷۸ نمرو په توپیر ستره ماتې ورکړه.
افغانستان له دې وړاندې خپله لومړۍ سیالۍ کې نیوزیلند او دویمه لوبه کې بیا سعودي عربستان ته ماتې ورکړې دي.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان به د یادو سیالیو پر دوام خپله څلورمه لوبه سبا سېشنبه د کابل پر وخت ۱۲:۳۰ بجې له متحده عربي اماراتو سره ترسره کړي.
ټاکل شوې، چې دا سیالۍ به د روان میلادي کال د جنوري میاشتې تر ۲۰ مې نېټې پورې دوام وکړي.