ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي: اسلامي امارت د پراختیايي پروژې په پلي کولو سره غواړي د هېواد ملي اقتصاد پیاوړی کړي

په مالي او اداري چارو کې د ملګرو ملتونو مشورتي کمېټې غړو، چې دبېلابېلو هېوادونو ٢١ غړي لري او د یوناما استازو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پر استازیتوب، بشري مرستو پر ګټورتوب او په افغانستان کې د پراختیايي پروژو د ملاتړ پر امکان خبرې شوي دي.

په پیل کې د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د معتادینو د درملنې، د یتیمانو مالي ملاتړ او د خصوصي سکتور په اړه خبرې کړي دي.

مولوي امیر خان متقي ویلي؛ له کلونو جګړو او بې‌ثباتیو وروسته اوس د دې فرصت برابر شوی، چې د افغانستان په خاوره کې د سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو لکه؛ ټاپي، کاسا-۱۰۰۰، افغان ټرانس رېل او ورته نورو پروژو پیل ته لارې چارې برابرې شي.

ښاغلي متقي د ملګرو ملتونو له بشري مرستو د مننې ترڅنګ زیاته کړې؛ اسلامي امارت نه غواړي چې افغانان د اوږد مهال لپاره د نورو په بشري مرستو متکي وي، بلکې په کار دي چې داسې پروژې پلي شي، چې د افغانستان ملي اقتصاد پر خپلو پښو ودرېږي.

د کمېټې مشر بچار بونګ عبدالله ویلي؛ د سفر موخه یې په افغانستان کې د یوناما د چارو ارزونه ده او غواړي د افغان لوري لومړیتوبونه په ګوته کړي، ترڅو د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته يې وړاندیز کړي.

همداراز د کمېټې غړي امجد قاید احمد الکُمیم په افغانستان کې د امنیت، ښاري خدمتونو او د خلکو د ژوند عادي حالت د پام وړ مثبت پرمختګونه ګڼلي دي.

ښاغلي امجد زیاته ویلي، له کابل وروسته به ولایتونو ته هم سفرونه وکړي ترڅو په افغانستان کې وضعیت له نژدې وګوري او په اړه یې خپل وړاندیزونه اړوندو مراجعو ته وړاندې کړي.

مولوي امیر خان متقي په پای کې د اسلامي امارت لومړیتوبونو په اړه ویلي؛ مرستې په داسې ډول ولګول شي چې خلکو ته کار پیدا شي، داخلي تولیدات او صنعت وده وکړي او ملګري ملتونه خپلې اړتیاوې له افغان بازارونو څخه پوره کړي ترڅو د افغانستان د خصوصي سکټور حمایت وشي.

د بهرنیو چارو وزیر همداراز د متوسطو کاروبارونو وده، پراختیايي پروژو ته پاملرنه، بزګرانو ته د بدیل معیشت برابرول او یوازې بشري مرستو پورې محدود نه پاتې کېدل د پاتې لومړیتوبونو په توګه یاد کړي دي.