ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د “دیني جامعاتو او تخصصاتو چارو د تنظیم او همغږۍ” درې ورځني سمینار کې ګډون او وینا وکړه

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست د “دیني جامعاتو او تخصصاتو چارو د تنظیم او همغږۍ” تر عنوان لاندې درې ورځني سمینار کې ګډون او وینا وکړه.

یاد سمینار د شنبي په ورځ (۱۴۰۳/۲/۱۵) نېټه د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم په وینا سره پرانیستل شو.

نوموړي په پیل کې د یاد سمینار پر اړتیا او موخو خبرې کړې.

دغه‌رزا د امارتي دیني جامعاتو په معیاري کولو، د غوره او مستعدو فاضلانو پر روزنې، د تدریس په منلو شویو مؤثرو تګلارو، د قضاء او افتاء پر اهمیت او د وړ فاضلانو د جذب تر څنګ په یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هم په نوبت سره د ګډونوالو له لوري بیانونه خبرې شوې دي.

د دې تر څنګ په یاد سمینار کې د ابراهیم النخعي رحمه الله جامعې رییس قاضي عبدالصادق غزنوي، د جنوب غرب زون د تمیز عالي ریاست رییس، د سترې محکمې قضایي مرستیال شیخ مولوي سردار محمد او د مرکزي دارالافتاء رییس شیخ الحدیث مولوي نورالله منیر له لوري هغه موضوعات، چې قاضیان او مفتيان په عملي ډګر کې ورسره ستونزې لري، په وضاحت سره وړاندې شوي دي.

همدا راز د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې د یو شمیر استادانو له لوري د ځینو مضامینو د تدریس مثالي طریقې د مکتبي (کتابخانې) مدیریت، د مقالي او علمي رسالې د لیکلو د اصولو او تګلارو په اړه هم محاضرې(درسونه) ارائه کړل شوې.

د یادوني وړ ده، چې د سمینار په وروستۍ ورځ عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هبة الله اخندزاده صاحب حفظه الله تعالی ورعاه د غونډې ګډونوالو ته وینا وکړه، چې مهم ټکي یې په لاندې ډول دي.

۱- علماء کرام په مخلوقاتو کې الله تعالی ته خوښ بنده‌ګان دي، د الله تعالی څخه وېرېدونکي بنده‌ګان او د انبیاؤ علیهم السلام ورثه دي، د الله تعالی د دین ساتونکي، د دین نافذوونکي او د الله تعالی له لوري منتخب کړای شوي کسان دي، علماء کرام په خپل ټول ژوند کې د جهاد په خدمت کې دي، دا علماء کرام دي چې ۱۴۰۰ کاله وروسته یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت سیرت او صورت ژوندي ساتلي.

۲- په هر څه کې اخلاص ډېر مهم دی، تر څو د دین او مذهب صحیح ساتنه وشي، د دین خادم جوړېدل ډېر زیار غواړي، دا چې اوس تاسو ته زمینه مساعده ده، تر څو د راتلونکو نسلونو سالمه روزنه وکړئ، ستاسو وظیفه ډېره قدرمنه ده تاسو علماء کرام مسؤلیت لرئ، چې فاضلان او طالبان خپلو درسونو ته متوجه کړئ، صحیح روزنه یې وکړئ او په مدارسو او جامعاتو کې فاضلان د ټلیفون څخه لېري وساتئ او په دې اړه مو مدارسو ته هم توصیې لیکلي چې فاضلان د ټلیفون څخه لیرې وساتئ، ځکه ټلیفون د هغوی د درس او مطالعي وخت ضایع کوي.

۳- د افتاء مقام زما په زړه کې ډېر عظیم مقام دی، افتاء د دین اصل دی، مفتي صاحب دی چې خلکو ته دین ورښیي حلال او حرام ورښيي. کوښښ وکړئ مستعد او لائق فاضلانو ته په تخصص کې داخله ورکړئ، هغه چې درې کاله یې تدریس کړی وي، له لویې دورې فارغ وي بیا یې د افتاء او قضاء تخصص ته راولئ. هغه څوک چې مستعد نه وي هغوی ته داخله مه ورکوئ او معذرت ورڅخه وغواړئ.

۴- زما وزیران ښه خلک دي، همېشه زما اطاعت کوي، زه ترې ډېر زیات خوشحاله یم، اطاعت، قدر او عزت یې وکړئ، ځکه چې اکرام او اطاعت تر مشر امیر پورې خاص نه دی، ټول امراء پکې شامل دي.

۵- دا چې د شخصي تخصصاتو زده‌کړې معیاري نه وې او د تخصص د اړتیاو مطابق یې وړتیا او امکانات نه درلودل، نو له دې کبله مو د هېواد په زونونو کې هم د تخصصاتو جامعات ایجاد کړل او د اړتیا مطابق مو ټول امکانات په اختیار کې ورکړل، تر څو له دې لارې وکولای شو د اسلامي نظام قضايي او عدلي برخو کې رجال کار وروزو او د خدمت لپاره یې ټولنې ته وړاندې کړو. د یادو جامعاتو او تخصصاتو دروازې د ټولو مستعدو فاضلانو او استادانو پر مخ خلاصې دي. هغوی کولای شي د شرایطو په پوره کولو سره د زونونو د تخصص په جامعاتو کې ګډون وکړي، موږ ورته تشکیل او اړین امکانات برابروو.

۶- علماء باید خپلو فاضلانو او طالبانو ته د دوی د سویې مطابق درس ووایي او هر چا ته د هغه د اهلیت او سویې مطابق سند ورکړي.

۷ـ علماء کرام باید خلک د اسلامي نظام په فوائدو پوه کړي، د اختلافاتو او انحرافاتو مخنیوي او د مشرانو د بي اطاعتۍ څخه یې راوګرځوي.علماء باید د امارت فرامین خلکو ته واضح کړي، ټول د فرامینو تطبیق او اطاعت ته وهڅوي. که چېرې تاسو زما فرمان د شریعت خلاف ولید په دېوال یې وولئ.

۸ـ له فتحې څخه وروسته مو ټولو مخالفینو افغانانو ته عفوه کړې ده، د ورور په شان ژوند ورسره کوو، دا زموږ خلک دي، پخوا مو هم د افغانانو وژل هدف نه وو اوس یې هم د تکلیفولو اراده نه لرو، د خلکو تقاضا هم دا وه له علماوو څخه، مګر کفار په دې خوښ دي چې موږ سره اخته شو، که موږ د انتقام لاره خپله کړې وای نو د کفارو مقصد به حاصل شوی و، کله چې د مخالفت خبره وشي هغوی ډېر ورته خوشحاله وي. په داسې حال کې چې موږ افغانانو او د دنیا ټولو مسلمانانو ته خصوصاً د فلسطین مسلمانانو ته ښه اراده لرو الله تعالی دې توفیق راکړي.

۹ـ کفري نړۍ دا غواړي چې دین او سیاست سره جلا کړي، په اسلامي هېوادونو کې هم علماء په سیاست کې برخه نه لري او که سیاست ته داخلیږي، نو بیا حتی د مدرسې په صحن کې هم د دین خبره نه شي کولای، سیاست ترې غصب شوی دی، علماء باید سیاست لاسته راوړي ځکه دا د دوی حق دی. حضرت عمر رضي الله عنه امیرالمؤمنین، مفتي اعظم، سیاسي مشر او مدرس هم و. په هره اداره کې د علماؤ مسؤلیت دی چې د خلکو فکري او ذهني اصلاح وکړي، که علماء د خپل موقف نه کار واخلي ډېر خدمت کولای شي، که چیري دغه علماء د نظام تر شاه ودریږي، بیا به هېڅوک زړه ښه نه کړي چې د نظام په مقابل کې بغاوت وکړي تاسو یاست چې د دې نظام فرمانونه واضح او تطبیق کولای شي.

د امیر المؤمنین صاحب حفظه الله له خبرو وروسته د سمینار د ګډونوالو څخه یو تن د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې استاد شیخ عبدالمالک نیازي د ګډونوالو په استازولي خبرې وکړې.

نوموړي له امیر المؤمنین صاحب حفظه الله څخه مننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې علماء کرام او شیوخ د دوی تر شاه ولاړ دي، فرامین یې په ورین تندي مني او په خپلو ځایونو کې یې د تعمیل لپاره کوښښ کوي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د دیني جامعاتو او تخصصاتو په رسالت خبرې کړې او د فاضلانو داسې روزنه چې په علمي لحاظ قوي او په اخلاقي لحاظ امین وي، د یاد رسالت مهمه برخه یاده کړې او د ټولنې د فکري سرحدونو ساتنه یې خپل مسؤلیت ګڼلی دی.

مجلس د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.