ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالكبير: د هېواد د ابادۍ او رغونې ترڅنګ په سیاسي ډګر کې د نظام پرمختګ ته لومړیتوب ورکړل شوی

د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالكبير پروان ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له ګڼ شمېر علمای کرامو او قومي مخورو سره لیدنه کړې.

په دې ولسي لیدنه کې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزیر شیخ محمد خالد حنفي، د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو وزیر ملا نورالله نوري د پروان والي مولوي عبدالعلي قدرت الله، سیمه ییزو مسولینو، د پروان ولایت د بېلابېلو ولسوالیو قومي مشرانو، علماوو، مجاهدینو او ځوانانو ګډون کړی و.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي؛ د اسلامي امارت له بریا سره سم د هېواد د ابادۍ او رغونې ترڅنګ، په سیاسي ډګر کې د نظام پرمختګ ته لومړیتوب ورکړل شوی او چارواکي شپه او ورځ د افغانستان روښانه راتلونکې ته کار کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت په تېرو نږدې درېیو کلونو کې توانیدلی، چې له بهرنیو مرستو پرته د ټول نظام لګښتونه له کورنیو عوایدو پوره او په هېواد کې بنسټیزې پروژې پیل کړي.

سیاسي مرستیال د امریکا او ناټو پر وړاندې د جهاد بریا د افغانانو د یووالي پایله یاده کړې او ویلي یې دي، څرنګه چې جهاد ګډ مسولیت و، همدا ډول اوسنی اسلامي نظام هم د ټولو ولسونو شریک ټغر دی.

مولوي عبدالکبیر له نظام ننګه د حکومت او ولس شریکه دنده بللې او تېرو حکومتونو ته یې په اشارې سره زیاته کړې، که چېرې پخوانیو واکمنانو اسلامي نظام حاکم او شریعت یې په بشپړ دول پلی کړی وی، نو د اسلامي نظام لپاره د افغانانو پراخو قربانیو ته به اړتیا نه پیدا کېده.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د خپلو خبرو پر دوام له ګاونډیانو او نړۍ سره د اسلامي امارت اقتصادي اړیکې د سالم سیاست نتیجه یاده کړې او په وینا یې، د اسلامي همکاریو په سازمان کې د افغان استازو ګډون د افغانستان سیاسي بریا او له نړۍ سره د  مثبت تعامل نښه ده.

مولوي عبدالکبیر ویلي؛ اسلامي امارت د پروان پر ولسونو بشپړ باور لري او هغوی ته یې په خطاب کې زیاته کړې، په بهر کې مېشتو پخوانیو چارواکو او مسولینو ته ډاډ ورکړئ، چې هېواد ته راستانه او باعزته ژوند وکړي.

نوموړي په تېرو ۲۰ کلونو کې له اسلامي امارت سره د پروان د ولسونو له همکاریو څخه مننه کړې او زیاته کړې یې ده؛ قومي مخور او علما دې اجازه نه ورکوي، چې دښمن له نوي نسل څخه ناوړه ګټه واخلي.

نوموړي ویلي، اسلامي امارت د هېواد د ابادۍ لپاره له شته سرچینو اغېزمنه ګټه اخلي.