د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري په کابل کې د ایران سفارت له مرستیال سید حسن مرتضوي، د خراسان رضوي ولایت د اقتصادي چارو د همغږۍ مرستیال ابوالفضل چمندي او د ایران د کرنې جهاد وزارت کې د خپلواکۍ جهاد ادارې مدیر همتي سره لیدنه کړې.
په دې کتنه کې ایراني پلاوي په افغانستان کې د کار او پانګونې په برخه کې د ایران د حکومت او پانګوالو د لېوالتیا په اړه خبرې کړي.
د ایران د کرنې وزارت اجراییوي مدیر د مالدارۍ، کرنې، اوبولګولو، بڼوالۍ، ښوونې او روزنې، د څارویو د نسل اصلاح او لبنیاتو د پروسس په برخو کې د پانګونې لپاره د ایران د چمتووالي په اړه خبرې کړي او ډاډ یې ورکړی، چې په دغو برخو کې د عملي کار پیل ته چمتو دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو او بڼوالۍ په برخه کې د کار لپاره د مناسب فرصت د شتون او په دې برخو کې د کار پر اړتیا خبرې کړي او ویلي يي دي؛ موږ تل خپلو ایراني ملګرو ته په خپلو ناستو کې ویلي، راځئ په ګډه کار وکړو، ځکه افغانستان په نړۍ کې بې سارې امتیازونه لري.
مولوي عطاء الله عمري ویلي؛ دا چې تاسو له ۱۰۰ کلونو څخه زیات وخت کېږي، چې خپله خپلواکي مو اخیستې او کار مو کړی، په همدې موخه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې زموږ په پرتله ډېر پرمختګ لرئ، موږ په دې وروستیو کې خپلواکي ترلاسه کړې، اړتیاده چې په ګډه کار وکړو او ستاسو له تجربو څخه کار واخلو ترڅو موږ هم په دې برخو کې پرمختګ وکړو.
نوموړي زیاته کړې، موږ همکارۍ ته چمتو یو، که تاسو کار کولو ته چمتو یاست، ستاسو د کار ګټه به دواړو هېوادونو ته ورسېږي.

