د بلخ ولایت د مزارشريف ښار څخه تر ازبیکستان پوري د اوسپني پټلۍ د بيارغوني چارې د د اوسپني پټلۍ د مالي او اداري مرستيال مولوي سيد نعيم محمدي، د بلخ ولايت مرستیال والي مولوي نورالهادي ابوادريس، یو شمېر سيمه اييزو مسولينو او د ازبیکستان هېواد د راغلي هئیت په شتون کي پيل شوې.
مولوي نورالهادي ابوادريس ویلي؛ دا د ۲۰ کلن جهاد پایله ده، چي اوسمهال په افغانستان کي د بشپړ امنیت ترڅنګ دغه ډول لوي اساسي او بنیادي پروژې پلي کيږي.
نوموړي زیاته کړې؛ بلخ د ازبیکستان سره د نژدې ولایت او ښه ګاونډي په حیث خپله دنده په ښه ډول ترسره کړې، چي د تاريخ په اوږدو کي دا دواړه هېوادونه ښې اړيکي لري او د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره دغه اړيکي لاپياوړي شوي دي.
د اوسپني پټلۍ ملي رياست اداري او مالي مرستیال مولوي سیدمحمد نعيم محمدي ویلي؛ دا ډېر د خوښۍ ځای دی چې په افغانستان کې داسې سترې پروژې عملي کيږي او افغانستان د سيمي له هېوادونو سره نښلوي، ترڅو په اقتصادي، سیاسي، اجتماعي او ټولنیزو اړیکو کې پراخوالی راشي.
ښاغلي محمدي د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه مننه کړې، چي دا ډول پروژو په عملي کولو کې یې د دغه ادارې سره پوره همکاري کړې ده او هر ډول ملاتړ يې کړی.
د نوموړي په وینا؛ د اوسپني پټلۍ اداره تل هڅه کوي، څو دغه ډول نوري پروژې هم د هېواد په کچه عملي کړي، ځکه د ملي سوداګرو سوداګري توکي د انتقال لپاره ښه اقدام دی.
د بلخ ولايت د اوسپني پټلۍ ادارې ریيس مولوي شيفق الله محمود ویلي، چي د دغه تړون له يوه ازبیکستاني شرکت سره د شپږ ميليونو او ۳۰۰ زرو ډالرو په ارزښت شوی، چې د دریو میاشتو په موده کې به بشپړ او ګټې اخيستنې وسپارل شي.
نوموړي د دغه پروژې اوږدوالي ۷۵ کيلومتره ياد کړی، چې د مزارشريف ښار د هوایي میدان څخه تر ازبیکستان هېواده پوره بيارغول کیږي.

