د نایجیریا نظامي مسولین وایي، چې د یاد هېواد د کاډونا ایالت په کجرو سېمه کې وسلهوالو په یوه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۷ کسان تښتولي.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم وسلهوالو په دې هېواد کې د یوه ښوونځي د زدهکوونکو او ښوونکو په ګډون ۲۸۶ کسان تښتولي وو.
ملګري ملتونه وايي؛ د نایجیریا په شمال لویدیځ او د مرکزي برخې په شمال کې وسلهوال د خلکو څخه د باج ترلاسه کولو په موخه ورته تښتونې ترسره کوي، چې دا کړنه سیمه کې د تاوتریخوالي او نږدې یو میلیون وګړو د کډوالۍ لامل شوې ده.